د کیوبا او امریکا تر منځ اړيکې ولې خړې پړې شوې؟ ولې دواړو لوريو خپل سفارتونه وتړل؟
ژباړه او زیاتونه: محمد اشرف ياد
د امریکا او کیوبا شخړه د سړې جګړې د تودېدو څخه پېل شوه، دي جګړې د 1945څخه تر 1991کال پورې دوام وکړ، کله چې فيډل کاسټرو په ۱۹۵۹م کال کې د کمونیستي کودتا په ترڅ کې واک په زوره ونیوه نو امریکا د کیوبا سره خپلې اړيکې پرې کړې، وروسته په ۱۹۶۱م کال کې چې سړې جګړې زور واخيست نو د همدې کال د جنورۍ په ۳مه نېټه امریکا د کیوبا سره خپلې ډېپلوماټيکې اړيکې په يو اړخیزه توګه ودرولې، کیوبا هم خپل سفارت وتاړه او په دې سره د کمونیزم او کپيټلېزم سيالي لا په زور کې شوه، خلکو د سړې جګړې اور احساس کړ، په همدې کال کې جان اف کنيډي د امریکا ولسمشر شو او سمدستي يې د کیوبا پر ضد په اقداماتو لاس پورې کړ، د مانګوستا په نوم يې یوه طرحه جوړه کړه تر څو د پټو او څارګرو ادارو د معلوماتو په رڼا کې د کیوبا رهبران ترور او په کیوبا کې نېغه نظامي مداخله وکړي، د کیوبا په پلايا لارګا او پلایا ګېرون په سیمو يې بريدونه وکړل خو د سخت مقاومت څخه وروسته امریکا په لوېديځه نيمه کره کې ماتې وخوړه چې دا د دوۍ لومړۍ ترخه تجربه وه، کیوبا د امریکايي هېوادونو د سازمان څخه وویستل شوه، په ورته وخت کې خروشچوف د شوروي واکمن وو، په ۱۹۶۱م کې روسانو د کيوبا په (خوګانو خلیج) نومي سيمه کې هستوي راکېټونه ځای پر ځای کړل، دا چې کیوبا د امریکا ګاونډي هېواد دی نو د امریکا ټول ستراتيژیک او مهم ځایونه د شوروي د نظامي ګواښ لاندې راغلل چې شوروي په ډېرې اسانۍ سره کولی شول چې د امریکا هره نقطه په نښه کړي، د کیوبا او شوروي په دې کار سره په 1962م کال کې د امریکايانو غوصه را وپارېده، د امریکا ولسمشر ګواښ وکړ که شوروي خپل هستوي راکېټونه د کیوبا څخه ونه باسي نو هستوي جګړه به پېل شي، ځکه يې په اکتوبر میاشت کې يې د کیوبا پر ضد د جګړې اعلامیه خپره کړه، په دې ترتیب د کیوبا بحران پېل شو، نږدې وه چې په نړۍ کې هستوي جګړه رامنځ ته شي، هماغه وو چې شوروي په شا تګ وکړ او خپل راکېټونه يې ليرې کړل خو د کیوبا او امریکا تر منځ دا شخړه حل نه شوه.
هاغه بنديزونه چې د امریکا له لوري د 1962م کال راهیسي په کیوبا لګيدلي د ډېر لږ بدلون څخه پرته پر خپل ځای پاتې دي چې له امله يې امریکایان کیوبا ته په ډېرې سختۍ سره سفر کوي په داسې حال کې چې امریکا په 2014م کال کې د کیوبا سره د اړیکو د نرمښت پالیسي اعلان کړه، وروسته د روان کال په اپریل میاشت کې بارک اوباما او راول کاسټرو په پاناما کې د امریکا د مشرانو د غونډې په یوڅنډه کې چې د کیوبا ولسمشر پکې په لومړي ځل ګډون کړی وو، وليدل. کاسټرو پدې غونډه کې بارک اوباما د یو ريښتینی شخص په توګه یاد کړ.
له دې وروسته په می میاشت کې امریکا د کیوبا هیواد د تروریزم د ملاتړو هېوادونو د ډلې څخه وویست خو د کیوبا دې غوښتنې ته چې د ګوانتانامو جزیره دې دوی ته بېرته وسپارل شي کوم ځواب ور نه کړ، د یادونې ده چې په 1903م کې د کیوبا د وخت مشرانو دا سیمه امریکا ته په اجاره ورکړې وه خو تر اوسه د امریکا له لورې اشغال شوې ده، لنډه دا چې د 2014 م کال د جنورۍ په 30 مه نېټه د دواړو هېوادونو لخوا ډيپلوماټيکې اړيکې بیا پېل او د یو بل په خاوره کې يې سفارتونه پرانستل.
نن د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي یو نوي پړاو ته ننوتي دي، امریکا اعلان وکړ چې د سفارتونو په پرانستې سره به دا بندیزونه له منځه ولاړ شي، د کیوبا سره دښمني پای ته رسول به د بارک اوباما د واکمنۍ د مهمو لاس ته راوړنو څخه وي، اوباما د تېرې جنورۍ په میاشت کې د اړیکو د پياوړتیا په موخه 53 کیوبايي زندانیان چې په امریکا کې يې د بند ورځې شپې تېرولې، ازاد کړل.
له بل پلوه د کیوبا پخوانی ولسمشر فيډل کاسټرو د امریکا په نيت شک لري، هغه چې تل د امریکا په پاليسیو او کړنو يې نیوکه کړې وايي: د امریکا په کړنلاره دا شک په دې مانا نه دی چې ګنې مونږ د ستونزو سوله ایز حل نه غواړو خو نه په امریکا باور کوم او نه مې ورسره خبري کړي دي.
د امریکا او کیوبا اړيکې په ډېر یو حساس وخت کې بیا پېل شوې، ځکه تر اوسه لا د دواړو هېوادونو تر منځ د ريښتينو اړيکو چاپېریال نه دی جوړ شوی، په یو بل شکونه او بد ګمانۍ پر خپل ځای پاتې دي، بېرته عادي اړيکو ته را ګرځېدل هم وخت ته اړتیا لري او هم پدې لاره کې کنډ او کپر خنډونه هوارول يوه پېچلې چاره ده، ددې هېوادنو تر منځ دښمنۍ څه باندې نیمه پېړۍ دوام کړی چې په ريښتينې دوستۍ بدلولو ته يې لږ تر لږه پنځه ویشت کلونو ته اړتیا ده ځکه د دواړو لوریو د پروګرامونو پېل هم د پټو اهدافو څخه خالي نه دی، دوۍ مجبور دي تر څو لومړی په رواني توګه د یو بل په ملت کې باور او اعتماد جوړونه وکړي، بیا خپلو پروګرامونو ته عملی بڼه ورکړي.