لیکنه : سیف الله ( هلمند )
کله چې په ۱۹۴۷ م کال کې دامریکا ددجمهوریس له پلوه جنرال هیلن کوټر د CIA رئیس وټاکل شو نوموړي دجاسوسۍ دغه سازمان ته په نړیواله کچه پراختیا ورکړه په هر اړخیزه توګه یې پياوړی کړ او له نوي ګڼ کسیزه پرسونل سره سره نوی نوم هم پر کېښودل شو، چې په دا ډول دی (Central Intelligence Agency ) او مخفف یې (CIA) دی،جنرال هیلن کوټر پوره اووه کلونه د CIA دسازمان د مخکښ په توګه کاروکړ چې بیا په ۱۹۵۳ م کې دامریکا د ۳۴ جمهوریس دوایټ ایزنهاور د حکومت په دوره کې له کاره ګوښه کړای شو او د CIA دبشر دښمنه سازمان اولن ډلس دنوي ریس په توګه وټاکلی شو او نوموړی د CIAجاسوسۍ سازمان دصلاحیت او دکار دوسعت له نظره یو نړیوال نامریې حکومت وګرځاوه او دخپل نهه کلن ریاست په لړ کې یې دومره تروریستي جنایتونه په ټوله نړۍ کې تر سره کړل چې ساری یې نه لیدل کېږي.
ځانګړی دفتر نه درلودی بلکې CIA مرکزي دفتر: تر ۱۹۵۰ م کال پورې د
امریکا د دولت دکورنیو چارو، بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو کې یې ځانګړې څانګې درلودې. او بیا په ۱۹۵۰م کې د CIA ریس جنرال هیلن کوټر دامریکا د دغه کرغیړنۍ جاسوسۍ سازمان د ځانکړي دفتر جوړولو اجازه ترلاسه کړه او هغه یې جوړ کړ.د CIA دغه مرکزي دفتر دامریکا له پلازمینۍ واشنګټن څخه اته میله ۱۲ کېلومټره لرې دویرجینیا په ایالت کې دلینګلي په سیمه کې جوړ کړای شوی دی. احمد ساجدي پخپل کتاب کې په څلور اویا یم مخ کې د CIA دمرکزي دفتر په اړوند ویلي دي چې، د CIA مرکزي دفتر دانګریزي د H توري په بڼه کې جوړ کړای شوی دی دغه دفتر په یو سل پنځه ویشت هکټاره ځمکه باندې محیط دی. اووه پوړیزه منزل دی. د CIA دجاسوسۍ دغه مرکزي دفتر دامریکا د دفاع وزارت پنټاګون او دامریکا دجموري ریاست پلازمینې واشنګټن دسپیني ماڼۍ ترمنځ جوړ کړای شوی دی. مساحت یې (۵۰۰۰۰) متره مربع دی څلور پلوه یې دنګې ونې کرل شوېدي. چې له ورایه هیڅ چاته هم نه ښکارېږي په څنګ کې یې د موټرو لوی تمځای جوړ شوېدي، چې په یو وخت کې دري زره موټرو د دریدو ظرفیت لري په ودانې کې یې دننه هر لورته لفټونه نصب شوي دي د CIA دفتر څلور پلوه وسله وال ساتونکې موظف دي. چې ددفتر څارنه او ساتنه کوي د CIA د دفتر کشف او معلوماتو په موډرن ساینسي معلوماتو سمبال کړای شوی دي. هیڅچا ته هم اجازه نه ورکول کېږي چې د CIA له مخصوص کارټ لرلو پرته دفتر ته ننوځي د دفتر په لومړي منزل کې تل نوکریوال او موظف وګړي ناست وي او هغوی ته داسې ټلویزیون کېښودل شوي چې له بهر څخه دفتر ته ننوتونکي دتلویزیون په پرده کې ورته ښکارېږي که ننوتونکی ونه پيژني نو پر اټوماټیک ډول یې پرمخ باندې دروازه تړل کېږي او دننوتو اجازه نه ورکول کېږي.
لګښت: د CIA دجاسوسۍ سازمان مرکزي دفتر دشپږڅلویښت میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی او سربیره په مرکزي دفتر CIA په واشنګټن، لینکټن او دویرجینیا ایالت په نورو سیمو کې هم فرعي دفترونه لري چې د CIA دجاسوسانو فني او مسلکي روزنه پکې کولی شی او دهغوی دودانیو لګښت بېل بېل ښودلی شوېدی.
څانګې، اداري پرسونل او لګښتونه: د CIA دمرکزي دفتر دکارکوونکو مجموعي شمېر (۱۶۵۰۰) تنو ته رسېږي او دغه ټوله پرسونل د مرکزي دفتر په پنځو بېلابېلو څانګو کې په مختلفو ادارې او مسلکي چارو سرته رسولو موظف شوېدي او هرې څانګې ته یې دهغې داړتیا، اهمیت او کیفیت په انډول له مجموعي پرسونل څخه کارکوونکي او متخصصین ورکړل شوېدي چې، خلاصه یې په لاندې ډول ترسم او ښودل شوېده.
عمومي ریاست : د CIA دمرکز دفتر په عمومي ریاست کې چې دعمومي ریس دفتر هم ورته ویل کېږي، څلور سوه کارکوونکي کار کوي، چې ډیری مامورین یې دغټو غټو پستونو کار کوونکي دي او دهغوی دیوه یوه کال لګښت په مجموعي توګه لس میلیونه ډالره ښودل شویدي.
ساینس او ټکنالوجۍ ریاست: د CIA دمرکزي دفتر په دغه ریاست کې (۱۳۰۰) یو زر او درې سوه مامورین کار کوي، د دغه ریاست دنده دا ده چې کارکونکي یې په پرلپسې توګه دتسلیحاتي علومو د هغو اسنادو او مدارکو په څیړنه کې مصروف وي چې، دموډرن نویو جګړېیزو وسلو اټومي او ذروي مهماتو په باره کې دجاسوسي الوتکو او مصنوعي سیارو په مرسته دانځورونو په بڼه کې دغه ریاست ته سپارل کېږي چې، پر دې بنسټ په دغه ریاست کې ټول کارکوونکي ساینس پوهان، انجینران او تخنیکي متخصصین دي او د دغه ریاست دیوه کال لګښت په مجموعي توګه (۱۲۰) یو سل او شل میلیونه ډالره ښودل شویدي.
دعمومي اطلاعاتو ریاست: د CIA دمرکزي دفتر دعمومي اطلاعاتو په ریاست کې دهغو عمومي اطلاعاتو په باره کې څیړنه کېږي. چې، دنظامي سیاسي اقتصادي او تولیدي یعنې صنعتي موضوعګانو په اړوند دنړۍ له مختلفو هېوادونو څخه د (CIA) د جاسوسانو له پلوه تهیه کړای شوي دي او بیا دغه ریاست ته سپاره شوي وي. په دغه ریاست کې په مجموعي توګه (۳۵۰۰) مامورین کارکوي، چې ډیری یې په عصري علومو سمبال دي او په هر یو مسلک کې لکه انجینري، کرنه، کیمیا، ریاضي، فزیک، اروا پېژندنه، طب، جیالوجي، اقتصاد او نورو اړوندو علومو کې متخصصین دي او د داغه ریاست دیوه کال مجموعي لګښت (۷۰) میلیونه امریکایې ډالر ښودل شوی دی.
لوژستیکي ریاست : د CIA دمرکزي دفتر څلورم ریاست لوژستیکي دی ددغه ریاست دنده داړتیا یې موادو او مهماتو او وسایلو تهیه کول دي یعنې په کوم هېواد کې چې دامریکا دخوښې پرخلاف کوم ډول بدلون رادرومي لکه سیاسي، اقتصادي، نظامي او نور… نو دهغوی د تارک او مخنیوي لپاره د وسایلو چمتو کول د دغه ریاست دنده او مسولیت دی. دغه راز که خپله په امریکاکې هم د CIA دخوښې خلاف کوم بدلون راځي نو هم دهغه دشنډولو لپاره وسایل چمتو کول د همدغه ریاست دنده ده، سربیره پردې باندې دوقایعو او اسنادو اندراج هم دلوژستیک ریاست ته سپارل کېږي. نوموړی ریاست۵۳۰۰ کارکوونکي لري او ددغه ټوله پرسونل دیوه کال لګښت په مجموعي توګه (۱۱۰) میلیونه ډالره ښودل شویدی، مګر پدې کې هغه لګښتونه شامل کړی شوي ندي چې چې دسم لاسي تدارکاتو په خاطر په آني او بیړني توګه تهیه کېږي.
خفیه جاسوسۍ کولو ریاست: د CIA دخفیه جاسوسۍ په ریاست کې د داسې پټو رازونو په هکله هوډنیونه او څيړنه کېږي چې، د امریکا جمهور ریس دهغه هیواد د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران ان تر دې چې دهغوی داطلاعاتو خصوصي شبکې هم پرې خبر نه وي او د دې ریاست له رئیس، عمومي ریس، رالېږلی جاسوس او دکمپیوټر له موظف شخص څخه پرته بل هیڅوک هم پرې نه خبریږي. د CIA د مرکزي دفتر دخفیه جاسوسۍ ریاست په مجموعي توګه (۶۰۰۰) شپږ زره کار کوونکي لري، چې د دغه ټولو مامورینو او ددغه ریاست دیوه کال لګښت په مجموعي توګه (۴۴۰) میلیونه ډالره ښودل شویدی، چې ددغه ریاست د CIA دمرکزي دفتر دنورو څلورو ریاستونو دلګښت په پرتله هم وګړنیز پرسونل ډېر ښودل شویدی.
(CIA) دنړۍ په نورو هېوادونو کې:
د امریکا څخه بهر په نورو هېوادونو کې د CIA پرسونل او دکارکونکو دکار ځایونه او هستوګنځي داسې ندي لکه دامریکا په دننه کې بلکې دواړه دکمیت او د کیفیت له نظره مختلف دي او هغه داسې چې CIA له امریکا نه بهر په نورو هېوادونو کې ځانګړي او خصوصي ښکاره دفترونه نلري بلکې د CIA مامورین او موظفین په عمومي توګه په هر هیواد کې دامریکا په سفارتونو په قونسلګریو او نورو رسمي امریکایې مراکزو کې اوسېږي. د ډیپلوماټانو، سوداګرانو، ژورنالسټانو، انجینرانو او نورو په عنوانونو دجاسوسۍ فعالیتونه کوي ځکه که چېري په نورو هېوادونو کې ځانګړي دفاتر ولري بیا نو دهغو هېوادونه مسول ملکې او نظامي مقامات او عام وګړي ورته متوجه کېږي او هغوی ترڅارنۍ لاندې نیسي او بیانو په دغه صورت کې د CIA جاسوسان خپلې ورسپارل شوې ندې ترسره کولی نشي. دغه راز دبهرنیو هېوادونو لپاره دامریکا دحکومتي پرسونل په پرتله د CIA دکارکونکېو پرسونل هم ډېر دی او هغه داسې چې دامریکا څخه بهر دنورو هېوادونو لپاره د CIA دجاسوسانو او مامورینو مجموعي شمېر (۲۰۰۰۰۰)وګړي دي دا خو یې د دایمي او اصلي جاسوسانو شمېر دی، پداسې حال کې چې په ځینو هېوادونو کې دشرایطو له غوښتلو سره سم له اصلي شمیر څخه څو برابره اضافه کولی شي لکه په ۱۹۸۱ م کې د روس او افغانستان په جګړه کې او په ۲۰۰۱ م کې دامریکا په نیویارک او واشنګټن کې له خونړۍ پېښې څخه وروسته یې په افغانستان، عراق او نورو اسیاسې هېوادونو کې څو چنده اضافه کړېده.
د CIA کلنۍ بودیجه:
د امریکا دجاسوسۍ دسازمان لپاره هرکال دیرش زره میلیونه یعنې دیش میلېارډه بودیجه ټاکل شوېده او دامریکا له کانګرس څخه منظوره شوېده او دحکومت له پلوه هم په رسمي توګه اعلان شوېده.
د CIA موخې:
ستر اوعمده موخې یې په لاندې ډول ښودل شوي دي.
په نړیواله کچه امریکایې استعماري نظام د ډیموکراسۍ په نوم تحمیلول او پر بشریت باندې دبرچې او بارودي ډالرو او مرستو په زور تحمیلول او امریکایې دیمکراسۍ ته نړیواله بڼه ورکول او دا په درې سیکتورونو کې ترسره کولی شي چې په لاندې کرښو کې په لنډیز سره بیانیږي.
الف: په نظامي سکتور کې: په دفاعي او نظامي برخه کې په جګړه او سوله کې به هرڅه دامریکا په خوښه وي د امریکا له خوښې پرته به هیڅوک هیڅ ډول جګړه او سوله نه شي کولی خو دا یوازې په هغو هېوادنو کې چې د امریکایې امپریالیزم مستعمره وي او یا يې په دې اړوند دملګرتیا تړون ورسره لاسلیک کړی وي. د امریکا او CIA په خوښه او قومانده به هرڅه کوي او د امریکا نظامي پالیسي به څاري لکه په افغانستان کې چې له ۱۹۷۹ م کال نه تر اوسه پورې دنړۍ ډېری هېوادونه دامریکایې استعمار د جګړې او سولې دپالیسي تابع دي او په ځانګړې توګه کله چې دښاغلی محمد اشرف غني احمدزي حکومت دامریکا سره امنتي تړون لاسلیک کړ.
ب: په اقتصادي ستکور کې:
په ټوله نړۍ کې باید دامریکا اقتصادي نظام حاکم وي، پداسې ډول چې سرمایه لرونکې او بډای دکپیټالیزم له حکم سره سم باید بډای او شتمن وي فیوډال باید فیوډال وي او ددغو دواړو پاټکېو چې څرنګه خوښه وي حق لري چې له خپلو شتو او ځمکې څخه ګټه ترلاسه کړي.
ج: په سیاسي سکتور کې:
په سیاسي ډګر کې هم ټوله نړۍ باید دهغه حکومتي سیستم تابع وي چې، په امریکا کې چلیږي له امریکایې ډیمکراسۍ پرته بل هیڅ یو نظام هم په نړۍ کې دحکومت کولو حق نلري او که چېري کوم بل رژیم دنړۍ په کوم هیواد کې پلی کړی شي CIA حق لري چې په هرډول او وسیله وي هغه فلج او تباه کړي چې، نږدې بېلګه یې په مصرکې داخوان المسلمین د نوماند ډاکټر مرسي منتخب حکومت دی. کله چې امریکا ولیدل چې د مرسي په حکومت کې ګټې نه خوندي کېږي او مرسي امریکایي استعمار ته سر نه ټيټوي نو امریکا په مصر کې سیکولر او سلفي ګوندونو په ځانګړې توګه حزب النور ته پیسې ورکړې ترڅو دمرسي منتخب حکومت له منځه یوسي، دمرسي حکومت په راپرزولو کې عیاشو عرب شخ بریتو سعودي عربستان، اماراتو او اسرئیلو هم پراخه ونډه واخیسته.
په اقتصادي سرچینو قبضه: د امریکا جاسوس سازمان CIA هڅه کوي چې دنړۍ پر ټولو اقتصادي سرچېنو او طبیعي زیرمو دامریکایې استعمار ولکه ولري.
درقیبو نظامونو او رژیمونو ختمول: د CIA دنړیوال جاسوسي نظام له جوړولو د امریکایې امپریالیزم درېیمه موخه په نړۍ کې دهغو ګردو سیاسي رقیبو نظامونو ختمول دي چې، دامریکا دسیاسي نظام په خلاف وي او CIA تر اوسه پورې په دغه ډول ډېر نظامونه له منځه وړيدي چې ځنې یې اسلامي وو او ځینې کمونیستي وو ځکه چې، امریکا په نړۍ کې یواځې همدغه دوه ډوله نظامونه خپل رقیبان ګڼي یو حقیقي اسلامي سیاسي نظام او دوېیم پر کمونیستي مفکوره جوړ سیاسي نظام لکه چې د ۱۳۳۲ هـ ـ ل کال کې ډاکټر مصدق حکومت ختم کړ او همدا راز په ۱۹۶۲ م کال کې په عراق کې دعبدالکریم قاسم کمونیستي حکومت ختم کړ….
دکار اوفعالیت دایره:
د ذکر شویو موخو دترلاسه کولو او بریمن فعالیت په خاطر CIA د خپلې جاسوسي ادارې دکار او فعالیت چمبه او لمن خورا پراخه او وسیع نیولې ده مګر په منظم ډول دخپل حکومت ټول فعالیتونه یې په نهو بر خو ویشلي دي چې هره برخه یې دیو حکومت د وزارت په انډول بودیجه او پرسونل لري او دغه نهه برخې یې په لاندې ډول ښودل شوي دي.
۱: دملي اطلاعاتو برخه: د CIA دسازمان داغه برخه کې دوه زره څلور سوه وګړي کار کوي او لکه څرنګه چې له نوم څخه جوتیږي، ددغې برخې فعالیت دامریکا په دننه کې دی او د امریکا په دوه پنځوس ایالتونو کې دجاسوسۍ دنده ترسره کوي او د CIA ددغې برخې دیوه کال لګښت (۱۲۰۰۰۰۰) میلیونه ډالره دي.
۲: نظامي برخه:
په فوځي او نظامي برخه کې CIA (۵۰۰۰) کارکوونکي په مختلفو نظامي دندو ګمارلي دي چې هم په داخل کې او هم د امریکا څخه بهر دامریکایې نظامیانو څارنه کوي او ددغې برخې دیوه کال لګښت څلور سوه میلیونه امریکایې ډالره ښودل شوی دی.
۳: په پولیسي برخه کې :
دپولیسو او امنیت په برخه کې د CIA پنځه دیرش زره جاسوسان کار کوي او دهغوی یوکال بودیجه او لګښت په مجموعي توګه اووه سوه میلیونه ډالره ښودل شوېده.
۴: په سمندري برخه کې: CIA خپل پنځلس زره وګړي ګمارلي دي او دهغوی دیوه کال لګښت شپږ سوه میلیونه امریکایې ډالره ښودل شوی دی.
۵: په هوایې برخه کې: د CIA دجاسوسۍ سازمان په هوایې برخه کې شپږ پنځوس زره کسان دجاسوسۍ کولو په دنده ګمارل شوېدي او دهغوی دیوه کال لګښت دوه زره اووه سوه میلیونه ډالره ښودل شویدي.
۶: دڅېړنې او ریسرچ برخه: پدغه برخه کې CIA (۳۵۰) تنه وګړي موظف کړېدي. چې دڅیړنۍ په چارو کې بوخت دي او دهغوی دیوه کال لګښت په مجموعي توګه اته میلیونه ډالره ښودل شویدی.
۷: په نړیواله برخه کې: پدغه برخه کې هم په نړیواله کچه دمطلوبو او مقصدیې معلوماتو غونډولو لپاره د CIA دعمومي ریاست له پلوه اته سوه وګړي مقرر کرای شویدي. ددغې برخې دیوه کال مجموعي لګښت او بودیجه څلورمیلیونه ډالره ښودل شویده او دغه لګښت یواځې د اته سوه کسانو دی، نور هغه لګښتونه پدې کې داخل کړی شوي ندې چې دغه شیطاني سازمان دنړۍ په مختلفو هېوادونو کې دخپلو موخو دترلاسه کولو په لارو چارو لګوي.
۸: په اټومي برخه کې: CIA داټومي انرژې په برخه کې درې سوه وتلي متخصصین ګمارلي دي، ددوی دیوه کال لګښت په مجموعي توګه شل میلیونه ډالره ښودل شويدي.
۹: په اقتصادي سکتور کې: د CIA عمومي ریاست په دغه برخه کې درې سوه وګړي مقرر کړېدي او دیوه کال لګښت یې په مجموعي توګه لس میلیونه ډالره ښودل شویدی.
د CIA وسایل: د CIAجاسوسۍ سازمان دخپلو موخو ترلاسه کولو لپاره او پر نړۍ باندې دامریکا دبرلاستیا او مستعمیره کولو لپاره دومره وسیع او ډېر وسایل تهیه کړې او په واک کې لري چې، دنړۍ ډېری منځنې یا متوسط حکومتونه یې نه لري، چې په لاندې ډول به په لنډه توګه یادونه ورڅخه وکړو.
ګرځنده راډیویې اسټیشنونه : CIA دامریکا دمخالفینو پر خلاف د تبلیغاتو خپرولو په تکل درې راډیویې سټیشنونه جوړ کړي دي چې، یو یې د رډیو فري یورپ په نوم دختیځې اروپا لپاره دی اودغه اسټیشن یې په ۱۹۵۰ م کال کې جوړ کړی دی چې، مرکز یې د امریکا د میامي په ایالت کې دی او فرعي سټوډیوګانې یې په لویدیځ المان، هسپانیه، بلغاریا او نورو اروپا یې هېوادونو کې تیت کړي دي چې، دامریکا دښکیلاک په ستاینه کې خپرونې کوي، ددغې راډیو رئیس تامس ډي کېسټ نومیږي او ددغې راډیو یوه کال لګښت پنځه دیرش میلیونه امریکایې ډالره ښودل شوی دی.
ریډیو لبرټي: د ازادي غږ راډیو هم (CIA) په ۱۹۵۰م کال کې جوړه کړېده. مرکزي اسټیشن یې دامریکا په نیویارک کې دی، سټوډیوګانې یې د جرمني په مونیخ، پرتګال او ټایوان کې دي او دیوه کال لګښت یې دیرش میلیونه ډالره دي او چلونکې یې دامریکا دفوځ پخواني متقاعد لوی درستیز لوئیس کلي او دپنټاګون د دفاع وزارت داطلاعاتو سي بي ایس پخواني متقاعد رئیس فرینګ سټانټټن او دامریکا د جنرال موټرز دکمپنۍ ریس جیمز آرش دي. له ۲۰۰۱ م کال څخه کله چې امریکا پر افغانستان باندي یرغل وکړ نو ددغې ریډیولیبرټي نوم یې بدل کړ او داشنا ږغ/غږ راډیو نوم یې پرې کېښود، افغانانو ته په پښتو او دري ژبو خپرونې کوي.
ریډیو سوان: CIA نوموړۍ راډیو په ۱۹۶۰ م کال کې جوړه کړېده. دغه راډیو دسویلي افریقا، د درېیمې نړۍ، لاتیني امریکا، چین، کیوبا او نورو اسیایې هېوادونو لپاره خپرونې کوي، سي ائي اې (CIA) دخپلې دغې راډیو اسټیشن هم په نیویارک کې جوړ کړیدی او ددغې راډیو نوم یې اوس د امریکا غږ راډیو باندې اړولی دی. دا راډیو دنړۍ داړوند برخو په بېلا بېلو نهه ویشتو ژبو خپرونې کوي او دمختلفو هېوادونو لیکولان، ادیبان، خبریالان کار پکې کوي، چې د CIA غړیتوب لري. د دې راډیو کلنۍ لګښت پنځه اویا میلیونه ښودل شویدی او دCIA دنورو راډیوګانو په پرتله یې ډېر بریالیتوبونه ترلاسه کړیدی.
د (CIA) دغه درې واړو راډیوګانو په ټوله نړۍ کې په مجموعي توګه نهه سوه سټیشنونه فعالیت کوي او شرایطو ته په کتو سره ډېروالی او لږوالی پکې کوي.
د CIA مطبوعاتي ذرایع: د راډیوګانو فعالولو په څنګ کې سي ائي اې په پراخه پېمانه مطبوعاتي خپرونې هم لري دهر هېواد لپاره دملت په ژبه جراېد، مجلې او کتابونه چاپ او خپروي، چې په هغو کې دامریکایې ډیموکراسۍ ستاینې کېږي.
د CIA پټ زندانونه او تعذیبونه:
CIA دنړۍ په ډېرو هېوادونو کې لکه افغانستان، هندوستان، پاکستان، مالیزیا داروپا په یونان، جرمني…. او نوروهېوادونو کې پټ زندانونه جوړ کړېدي. لکه په ۲۰۰۵ م کال کې دبشري حقوقو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل په رپوټ کې ویلي دي چې CIA په افغانستان کې پټ زندانونه جوړ کړېدي او دامریکا مخالف کسان پکې په شپو او ورځو لاس تړلي ناست او په شپو او ورځو خوراک او څیښاک نه ورکول کېږي.
په لنډه توګه به ووایو چې دامریکا جاسوسۍ سازمان CIA بندیانو ته شپږ ډوله تعذیبونه ورکوي چې، په لاندې ډول به ترې یادونه وکړو.
1. Attention Grab : اټینشن ګریب: یعنې دبندي متوجه کول چې سپک تعذیب دی.
2. Attention Slap: اټینشن سلیپ: یعنې د اقرار کولو په خاطر په څپیړه وهل.
3. Belly Slap: بیلي سلیپ: بندي په شا باندې په لغتو وهل او پرې ختل خو په داسې ډول چې بندي ټپي نه شي.
4. Long Time Standing: لانګ ټایم سټینډینګ : یعنې تر ډېره پورې دبندی درول په دغه تعذیبي ډول کې CIA دبندي لاس او پښې وتړي او څلویښت ساعته یې په ولاړې دروي.
5. The Cold Cell: دي کولډ سیل: په سره او یخه کوټه کې بندي لوڅ لغړ درول او سربیره پر بندي باندې د واورې سړې اوبه تویوي تر څو چې اقرار وکړي.
6. Water Boarding: واټر بورډنګ: دبندي پر تخته باندې داسې څملول اوتړل چې بندي باور کوي چې، پانسۍ کوي یې او بیا دکنګل سړې اوبه پرې تویوي چې اقرار وکړي د CIA مامور وویل ډېری بندیان دمرګ له وېرې دغه شپږ ډول تعذیب کې دهغه څه اقرار هم کوي چې ده کړي هم نه وي.
You also might be interested in
لیکوال: نورالحق ن. څلی راځئ چې د یوناني اولس پر[...]
ليکنه: شريفالله دوست سروانی اثوريان په هلمند کي (۱۵۰۰ ــ[...]
لیکنه : سیف الله (هلمند) د وارسا دتړون بشپړ نوم[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی