لیکنه: افتخار احمد همدرد
د سپینې ماڼۍ پخوانی مشاور په وینا د عراق جګړه د امریکې په سیاست کې له سترو تیروتنو څخه ګڼل کیږي، د ده په وینا اوس مهال د امریکې رهبریت نور په نړۍ کې د ختمیدو او زوال پر لور روان دی.
زبکنیو برژنیسکي د سپینې ماڼۍ پخوانۍ امنیتي مشاور د جیمي کارتر د جمهوري ریاست په وخت کې وویل، د عراق جګړه د امریکي په سیاست کې له سترو تیروتنو څخه ګڼل کیږي، چې د همدې تیروتنې پر اساس د امریکې رهبري په نړۍ کې تغیر او د زوال پر لور روان دی.
برژنیسکي د چیلکات د وروستي راپور په اړه وویل: زه د دې راپور سره موافق یم، زه د عراق د جګړې په وخت کې هم په ورته نظر وم، زما نظر دا وو چې د عراق جګړه بې مورده او غیر قابل توجیه ده.
برژنیسکي وايي، په هغه وخت کې د سوئید تر رهبرۍ لاندې نړیواله څیړنه روانه وه، زما استدلال هم دا وو چې مونږ هیڅکله یو جانبه پریکړه ونکړو تر څو د څيړنې پایله مو لاس ته راشي.
د دغې څیړنې غړي هیڅکله هم یاد راپور ورنکړ،چې رښتیا هم په عراق کې هستوي وسلې شتون درلود یا خیر؟ ځکه چې هلته هیڅ راز هستوي وسلې نه وې او دا صرف د امریکې لپاره یوه بهانه وه، تر څو عراق په آسانۍ سره تصرف کړي.
د برژنیسکي په وینا هر یو هیواد تیروتنه کوي خو د امریکې لویه تیروتنه همدا وه چې عراق باندې حمله وکړه، د ده په وینا د امریکې د رهبرۍ موقف په نړۍ کې د پراخه تغیراتو پر لور روان دی، یعنې هغه موقف او رهبري چې امریکې د دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته په نړۍ کې درلود اوس د تغیر او ختمیدو پر لور روان دی.
برژنیسکی وایي، نور نو امریکا په هغه موقف کې نه دی چې خپل نظر او پریکړه پر نورو تحمیل کړي، نو په دې اساس مونږ په مراتب په نړیوالو امورو کې یو پیچلي مرحلۍ ته د ننوتو په حال کې یو،که امریکا غواړي خپل موقف برحاله وساتي نو، ژر تر ژره باید یاد ستونزې تشخیص او ورسره د تطابق لپاره ځان تیار کړو، په خاصه توګه د امریکې ، چین او روسيي تر منځ که اختلافات پای ته ورسیږي دا به د ټولې نړۍ لپاره ښه وي.
په دې ورستیو کې د روسيي او امریکې تر منځ د اړیکې خرابیدل هم د اندیښتنې وړخبره ده، چې د امریکې رهبري یې د پوښتنې لاندې راوستی دی، د ناټو په وروستۍ غونډه کې د ناټو په نظامې بودیجې او ځواکونو کې د زیاتوالی مسئله د روسيي هیواد د سخت غبرګون سره مخ شو، د پخواني شوروي اتحاد وروستې رهبر میخایئل ګورباچوف وایي، د ناټو دا اقدام د روسیي څخه د دفاع په موخه نه دی ترسره شوی بلکې پر روسیي د حملې لپاره د تیاری نیولو یوه برخه ده ، د ګورباچوف په وینا که په نړیوالو اړیکو کې روان بحران شدت پیدا کړي او د جګړې سبب وګرځي نو دا به د نړۍ وروستۍ او اخرنۍ جګړه وي.
لکه څنګه چې د ناټو او روسيي تر منځ جګړه په حقیقت کې د روسیي او امریکي تر منځ جګړه ده، که چیرې د دوي تر منځ اړیکې نور هم خراب شي او امریکا په خپل سیاست کې نرمې اختیار نه کړي دا به د ناټو او روسيي ترمنځ حقیقي جګړه را منځ ته کړي، چې دا جګړه به بیا یوه ساده جګړه نه وي بلکې دا به یوه نړیواله جګړه وي، چې په آسانۍ سره چین،کاناډا، استرالیا او نور هیوادونه کوم چې د ناټو غړي هیوادونه نه دي هم د جګړې میدان ته داخل کړي، چې پدې کار سره به د جګړې د ګټونکي او بایلونکي د رهبرۍ ټغر د ټول نړۍ څخه ټول شي.
You also might be interested in
لیکنه: افتخار احمد همدرد د افغانستان سیاسي او اقتصادي جغرافیوي موقعیت[...]
ژباړه: افتخار احمد همدرد د ناټو د وروستي پریکړي پر[...]
لیکنه: افتخار احمد همدرد خاوند پخپل ښځې ځانګړې حقونه لري[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی