لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل
د امیندوارې مېرمنې په حیث موږ پوهېږو چې په طبیعي توګه به ماشوم له مهبل څخه زیږېږي خو کله چ امیندواره یاست نو ستاسو مهبل چې له کومو حالتونو سره مخ کیږي ،ښه ده چې بلدیت ولرئ.
آبي رنګه مهبل:-
په طبیعی ډول د مهبل رنګ صورتي دی خو کله چې حمل ولرئ نو د مهبل رنګ صورتي یا ارغواني رنګ ته بدلون مومي. (چې د چادویک نښې په نامه یادېږي).
د مهبل د رنګ بدلېدل کېدی شي چې د امیندوارۍ لمړنۍ نښه وبلل شي.
په لمړیو شپږو میاشتو کې د وینې د ډېر جریان له کبله د مهبل ،فرج او سروېکس(بیروني تناسلي غړي) رنک آبي ته اوړي.
شونې ده چې څاڅکی وینه بهېدنه هم شتون ولري.
امیندواري د میاشتني عادت لنډمهاله قطع کېدو ته ویل کیږي.
په لمړي ترایمستر کې د څاڅکي وینه بهېدنه تقریبا یو عادي خبر ده. البته پام مو وي چې موږ څاڅکی وینه بهېدنه(د څاڅکي په اندازه ډېره کمه وینه بهېدنه) یاده کړه.
خو که هر ډول وینې بهېدنې سره مخ شوۍ،حتما د ډاکټر سره کتنه وکړئ حتی که وینه بهېدنه مو اوس بنده شوې هم وي.
دا تر ټولو غوره لار ده تر څو د کومې ناغوښتې پېښې سره مخ نشئ. ډېری وخت څاڅکي وینه بهېدنه هغه وخت پېښېږي چې هګۍ د رحم په دېوال کې خښه شوې وي.
ځینې وخت هم کېدی شي د مهبلي او رحمي عفونتونه له کبله څاڅکی وینه بهېدنه پېښه شي. په یاد شوي حالت کې مو که ورسره شدید درد او د رحم په عضلاتو کې د کش والي احساس وکړ نو حتما ډاکټر ته ورشئ