لیکنه: ګل رحمن رحماني
“په وينو سرې جامې” دځوان ليکوال نبي الله امېل ناصري د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه ده چې په دې وروستيو کې له ننګرهار د مومند خپرندويې ټولنې په نږدې اويا مخونو او دوه زره ټوکو په شمېر په مناسب کاغذ او ښکلي سکښت خپره کړې ده .
په دغه ټولګه کې د ليکوال ټول ټال ديارلس کيسې راغلې چې دکتاب نوم ددغه ديارلسو کيسو له منځه د يوې کيسې نوم دى او نورو نومونو يې له شناختې کارت، روغتون، پټ راز، کله چې سهار شو، په دې ژاړم، يو غړپ اوبه ، ازادي، طلاق، بخښنه، تور بازوان، زه په دژوند تر وروستيو واده ونه کړم او پس له مرګه ژړا نه عبارت دي .
له کيسو نه وړاندې په لومړۍ پاڼه د ليکوال لنډه او ساده پېژندګلوي راغلې چې د د ليکوال د مشر ورور عبدالهاشم ناصري له خوا ليکل شوې ده. ليکوال ښاغلى امېل د غزني ولايت د قره باغ سمسورې او شاعرانه سيمې اوسېدونکى دى او لوړې زده کړې يې دننګرهار پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه کې پاى ته رسولې او اوس په يو لړ ادبي هڅو او فعاليتونو لګيا دى .
ليکوال ددغه اثر په ډالۍ کې داسې ليکي “دخپل زړه هغه پټ درد ته چې د شپې او ورځې مې ارام ته نه پرېږدي او مينه يې زما په وينه کې ګډه ده. ”
هو! همدغه پټ درد دى چې انسان دژوند پېژندلو او سترګو غړولو ته اړ باسي، امېل ته ښايي همدغه درد ، د قلم ستره ډالۍ په لاس ورکړې وي چې دخپ او خاموش زړه له تل نه د محرومو او بې وزله وګړو درد را وباسي ، ورسره وژاړې او له اوښکو کې يې کيسې را وټوکېږي .
درد دى چې موږ ته د ژوند شات را څکي او سترګې مو غړوي، څوهر څه ته په ژور نظر وګورو او بې دردان حس کړو ، غم او درد تل دخداى له بنده ګانو لوى لوى انسان جوړ کړي، دشهرت او نوم داسې لوړو پوړيو ته يې رسولي، چې بيا لرې کول او هېرول زموږ د وس خبره نه ده .
شاعر هسې نه دي ويلي چې:
له انسان سره چې غم ګډ شو انسان شو
دېوال کله چا جوړ کړى بې اوبو دى
په وينو سرې جامې په ټوله کې زموږ د درېدلې ټولنې کيسې دي، انځورونه يې دردونکي خو رسا دي او بله دا چې امېل صيب ادبيات لوستي او د يوه لوستي او اديب ځوان په توګه بايد د کيسه ليکنې صلاحيت او وړتيا ولري.
د پوهنتون په مهال څه موده دواړه د يوه دفتر همکاران او ديوې ګډې خپرونې پرمخ وړونکي وو او ان لا هماغه مهاله مې په ده کې د کيسه ليکنې او هنر او ځواک حس کړى و.
مهمه خبره خو لا داده چې ده ګڼې لنډې کيسې په يادو زده کړې وې او داسې به يې ويلې، چې تا ويل کرښه پرکرښه يې له کتاب نه لولي چې له نېکه مرغه وروسته يې بيا په دغه برخه کې خپل هنر او ذوق و ازمايه او خپله لومړۍ ټولګه ( همدا اثر ) يې لوستونکو ته وړاندې کړه .
په کتاب کې لومړۍ کيسه شناختې کارت ده، شناختې کارت په ګاونډي هېواد پاکستان کې دپاکستاني پوليسو درذالتونو، فريب او غلا کيسه کوي، چې دپيسو لپاره يو افغان ځوان چې له خپلې ځوانې مېرمنې سره پېښور ته تللى بندي کوي، مېرمن يې يوازې پاتې وي او بله ورځ په ښار کې اعلانونه لګېدلې وي چې ديوه ځوان مهاجر مړى پيدا شوى له تاڼې يې تر لاسه کړئ.
روغتون بيا د پښتنو تر منځ ديوه بل ناوړه دود نه پرده پورته کوي، پښتانه لا تر اوسه په ځينو ځايونو کې خپلې لورګانې په خپلو کې او بيا هغو چاته نه ورکوي، چې ورسره مينه لري، يانې د خپلې خوښې دوادونو په وړاندې اوس هم ګڼ مخالفتونه شته چې اکثره وخت يې ناوړه پايلې درلودلې دي او روغتون کيسه هم همداسې يو انځور ورکوي .
په وينو سرې جامې د يوه داسې انجينر کيسه ده، چې په ستونزو کې يې تعليم کړى، واده يې په خپله خوښه دى، خو ډېرخوشباوره دى، په هر چا اعتماد کوي او يو وخت په چا موټر پلوري، دپاتې پيسو د تر لاسه کولو لپاره له ننګرهار نه کابل ته غوښتل کېږي او هلته دهمغه کس له خوا چې دده پيسې پرې پاتې دي لومړى برمته او بيا وژل کېږي .
پټ راز د کابل – جلال اباد دسفر په مهال ديوه لاروي دمينې کيسه او انځور دى، چې پايله يې درد او غم وي .
کله چې سهار شو، د يوې کليوالي خوږې خو نيمه خوا مينې کيسه کوي چې له خوږې تلوسې او درد نه ډکه ده، په مکالمو کې ځاى ځاى کارېدلو بيتونو او سروکو، کيسې ته ښکلا ورکړې .
په دې ژړام، په اختر کې د يوه يتيم ماشوم د محروميتونو انځور وړاندې کوي، لکه څرنګه چې په دې سوژه ګڼو ليکوالو شعرونه او کيسې ليکلى، نو ځکه يې ډېره نوښتيزه نه شو بللى او سولېدلې ښکاري .
يو غوړپ اوبه د يوې پېغلې کيسه ده چې د پيسو په زور په ناخبرۍ کې يوه داسې بوډا ته ورکول کېږي ، دواده په شپه د ناوې کوتې ته هم له لکڼې سره راځي، ناوې هيلې خاورې ايرې شي، له وېرې او خپګانه يې روغتون ته وړي او روغتون ته په لاره کې ساه ورکوي چې البته دا په پښتنه ټولنې کې له بده مرغه اوس هم دود ده او ډېرې پېغلې يا په بې خبرۍ کې او يا هم د ډېرو شتو او پيسو په بدل کې داسې چا ته وکول کېږي چې عمر يې ددې دوه چند او درې چنده وي، يا په بل عبارت د پلار او نيکه په عمر يې وي.
ازادي، د يوه شوخ ماشوم دشيطانيو کيسه کوي چې په مرغانو خورا بې رحمه دى او تل په ټکنده غرمه او يخو ورځو دمرغانو په ښکار او ازار پسې وتلى وى، کيسه تر ډېره يوې ادبي ټوټې ته پاتې شوې، خو رسا او جوت پيغامونه لري او له پخوانيو فولکلوريکو کيسو يو څه اغېزمنه ښکاري .
طلاق، لکه څرنګه يې چې له نومه ښکاري، د يوې پښتني ناخوالې کيسه کوي، يوه کليواله نجلۍ ده، له يو چا سره مينه لري، خو د خوښې خلاف بل چاته ورکول کېږي. دواده په لومړۍ شپه خپل له خپل خاوند ته دخپل زړه حال وايي چې ددې زړه له بل چا سره غوټه دى، هيله ترې کوي چې د مهربانۍ له مخې يې دې طلاقه کړي .
مېړه يې مهربانه انسان وي، دتوقع خلاف يې خبره مني او په همغه شپه طلاق ورکوي، خو چې سهار شي او خلک له خوبه را پاڅي، نو جومات په لاوډسپيکر کې ددې د مين د مرګ اعلان کېږي چې په زهرو يې ځان وژلى وي .
بخښنه، هم د خوښې او مينې د واده کيسه ده، پلار او کورنۍ خپله نازولې لور هغه کس ته ورکوي، چې مينه ورسره لري، واده په خوښۍ تيارېږي، ګڼ دوستان پکې راغونډ شوي، خو د شپې پرې بهرني ځواکونه بمبار کوي او سهار ته بيا بښنه غواړي چې سهوا بمباري ورنه شوې ده .
تور بازوان، بيا د ښار د يوه لېوني او ببر سري کيسه ده، چې له ډېر ټينګار وروسته د خپل لېونتوب او بې کسۍ کيسه کوي، دى بهر ته تللي وي، له اوږدې مساپرۍ، چې راستون شي، نو کور يې د جګړو له امله په بل مخ اوښتى وي او لېونى کېږي .
زه به د ژوند تر وروستيو واده ونه کړم، که څه هم دکيسې نوم اوږد او يوه اوږده جمله ده او له نامه نه يې هم تر ډېره دکيسې منځپانګه څرګندېږي چې عموما دا ډول نومونه د کيسې تلوسه وژني.
دا د پوهنتوني مينې کيسه ده چې له يوه کليوال محصل سره يې مينه پيدا کېږي، سره ددې چې دا مينه ډېر زر مصنوعي او د توقع خلاف ده او له يوې داسې نجلۍ نه ډېر دجريت کارونه کېږي چې تمه يې ترې نه کېږي .
مثلا د مينې په دويمه او درېيمه ورځ له خپل مين سره د ښار يوه هوټل ته ځي او همداسې نور حرکتونه، خو په ټوله کې موخه داده چې خپل د خوښې کس ته نه ورکول کېږي، کورنۍ يې مخالفت کوي، بل چاته يې ورکوي چې بالاخره ځان وژني او کورنۍ يې مين ته دبښې غوښتلو لپاره راځي .
پس له مرګه، د دوو کليوالو وروڼو کيسه ده، چې له پلار او مور نه پاتې کېږي، مشر يې په خپله ځمکه کې دهقاني کوي، کشر يې تعليم ته پرېږدي، خو کله چې تعليم وکړي، په دنده شي، نو مشر ورور يې ورته وايي، چې له ګډه به لومړۍ ماته واده وکړو، يو څه پيسې راکړه، خو کشر ورور يې غوسه کېږي، بدل شوى وي او وايي چې تعليم مې ستا لپاره نه دى کړى، خپل کار کوه، همغه وي چې مشر ورور يې له ډېر درده يوه شپه د واښو په خونه( کاهدانه) کې ځان را ځوړندوي .
دا خو دکيسو د پېژندګلوۍ په اړه مقدماتي خبرې وې، اوس به د منځپانګې پرته د ښاغلي امېل دکيسو په تخنيکي جوړښت هم يو څه خبرې وکړو، لومړى بايد دا ووايو چې د هغه دکيسو نثر خوږ او روان دى، سره ددې چې په ځينو ځايونو کې يې خپل محلي ګړدود ” دغزني لهجه ” کارولې البته دکرکټر له ژبې پرته د ليکوال خبرې يادوم.
ټايپي تېروتنه هم شته چې همدې تېروتنو املايي او انشايي تېروتنې را منځته کړې دي. پيل او تلوسه يې ډېره ښه ده، سره ددې چې ځينې کيسې به دموضوعي لحاظه سولېدلې او ډېرې تازه نه وي خو د ادا طرز يې په زړه پورې او ساده دى .
موږ په داستاني ادبياتو کې درې ډوله منظره کشي لرو:
– طبيعي منظره کشي چې په داستان کې د طبيعي ځايونو لکه غرونه، سيندونه، ونې باغونه او نور په کې راځي .
– د فزيکي چارپېريال او سيمې انځور ګري لکه کورنه، بازار، ښار، دفتر، کوڅه لار او نور …
-دانسان دروني انځور ګري، لکه غوسه، مينه، لېونتوب، کرکه او نور…
د امېل صيب په کيسو کې درېيم ډول منظره کشي په ښه ډول شوې، دکرکټرونو درون يې ښه انځور کړى او زر حس کېږي، خو دکيسو د چارپېريال ياني طبيعت او مصنوعي منظره کشۍ نه ډېر ځله په څنګ تېر شوى او دکيسه لوستونکى ځان په هغه ځاى کې نه شي احساسولى .
بله مهمه خبره د منطق او منطقي تسلسل ده، کيسه بايد منطق ولري او د لوستونکي يا اورېدونکى باور را جلب کړي، امېل صيب له ډېرو کيسو نه همداسې بې منطقه وتلى او د اورېدونکي باور ته يې پام نه دى کړى چې د بېلګې په ډول يې د ( بخښنه ) کيسه يادولاى شو.
يو کليوال هلک ښار ته دکورس ويلو لپاره راځي دويمه او درېيمه اوونۍ پرې د ښار يوه نجلۍ مينېږي، په ډېرکم وخت کې د هغې د مينې له درده په فرياد وي، نجلۍ يې يوه شپه کور ته يې را غواړي او بيا د پخوانيو فولکوريکو نکلونو غوندې تر سره سهاره د هغې سره د دوى په کور کې په ويښه او راز نياز تېروي، ستوري او سپوږمى ته ګوري، سهار ملا اذان ترې له يو عالم درد سره ځي او بالاخره له همغه سره واده کوي.
نجلۍ له هلک سره يوه لرې کلي ته ځي او دواده په لومړۍ شپه بهرني ځواکونه بمباري کوي او مري. پېښې تر ډېره مصنوعي او له منطق نه لرې دي، د لوستونکي باور نه شي حاصلولى، که دا هرڅه د پوهنتون په زده کړو او پوهنتوني چار پېريال کې شوي وى، بيا هم يوه خبره وه .
دا ډول نورې پېښې په ځينو نورو کيسو کې هم شته، چې لکيوال د خپل ذوق او خوښې له مخې تراشلې نه داورېدونکي د قناعت او منطق له مخې، خو دا په دې مانا نه ده چې ټولې دا ډول دي.
د ټولګې په ځينو کيسو کې ښه روان دى او منطقي تړاوو ته يې پام کړى دى. يوه بله خبره داده چې ليکوال د ځينو سيمو او ځايونو نومونه نه دي اخيستي، درې ټکي يې راوړي، حال دا چې تر دې يې اخيستل غوره وو، ځکه چې مکان هم د کيسې د جوړښت يوه مهمه برخه ده.
په امېل کې دکيسه ليکنې هنر او وړتيا شته، خو لا پالنې او روزنې ته اړتيا لري. که د معاصرې لنډې کيسې په اړه ځينې تيوريکي کتابونه وګوري، د نورو او حتى نړيوالو کيسه ليکوالو کيسې مطالعه کړي، خپلې کيسې تر خپراوي وړاندې ټولنيزو رسنيو او فېسبوک له لارې او همداسې په ادبي غونډو کې د ليکوالو او کره کتونکو، کتنې ته وړاندې کړي؛ نو له شک پرته چې په ګانده کې به يې په داستاني ادب کې ځانګړى ځاى خپل کړى وي.