ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ دوه څیزونه دي، چې د انسان او حیوان ترمنځ ډېر ستر توپیر را منځته کوي : د ویلو ځواک او درواغ .
۲ ـــ تېروتنه انساني کار دی، خو تکرار یې حیواني کار .
۳ ـــ ټول تاریخي کتابونه، چې درواغ پکې نه شته، په وېرونکي ډول، ستړي کوونکي دي .
۴ ـــ خندا د ژوند له ستونزو سره د جنګ ډېره غوره وسله ده .
۵ ـــ سیاستمداران د ګاډۍ د آسونو په شان دي، چې د سترګو له بندولو او د مچانو له شړلو څخه پرته خوځېدلی نه شي .
۶ ـــ علم او ادب باید تل سره یوځای وي، هغه لیکنه چې بنسټ یې د علم پر اساس او حقیقت نه وي ولاړ، د تش زمبېل په شان ده. همدا ډول هغه علمي لیکنه چې د ادبي ښېګڼو څخه بې برخې وي، هغه یوه وچه کلکه، ترخه او بې خونده لیکنه ده .
۷ ـــ علم له غلطۍ څخه په امن کې دی، خو عالمان تل غلطي کوي .
۸ ـــ انسان په کتاب کې داسې شیان ویني، چې په سترګو یې نه ویني ځکه، چې هغه په زرګونو کیلومټرو لرې دی او یا زیاته موده ورباندې تېره شوې ده .
۹ ـــ که چېرې څوک داسې فکر وکړي، چې په خپلو لیکنو کې یې د خپل روح څخه د باندې شیان لیکلي دي، دغه ډېره ستره غلطي ده .
۱۰ ـــ د قضا او قدرت په لیک دړه کې کښل شوي دي، چې لویان باید د ښځې له مینې څخه ځان وژغوري، ځکه چې لویان رښتینې مینه او وفا غواړي، خو ښځه رښتینې مینه او وفا نه پېژني .
۱۱ ـــ زما د ږیرې څه نا څه وېښتان سپین شوي وو، خو کله چې مور زما په هلکه خبرې کولې، خلکو داسې فکر کاوه، چې زوی یې کوچنی هلک دی، چې د مور شیدې روي .
۱۲ ـــ مذهب مینې ته یو ستر خدمت ترسره کړ، چې هغه یې ګناهګاره وبلله .
۱۳ ـــ تر شینکي آسمان لاندې هر څه امکان لري، حتی پر درواغو باندې د رښتیاوو غلبه .
۱۴ ـــ په ژوند کې د سختو هیجانونو په کچه هېڅ شی ښکلی نه دی .
۱۵ ـــ پوهه هغه کیلي ده، چې ټولې دروازې پرې پرانیستل کېږي .
۱۶ ـــ په ژوند کې د ولولو په پرتله هېڅ شی هم دومره خوږ نه دی .
۱۷ ـــ تر څو چې ځواک درسره نه وي اطاعت کوه، خو کله چې دې ځواک پیدا کړ، نو عاجزي کوه .
۱۸ ـــ څومره وګړي دي، چې د زړو متونونو په تفسیر او څېړنه کې ساری نه لري، خو د خپل ژوند د کتاب د پوهنې او لوست څخه په بشپړه توګه بې برخې دي .
۱۹ ـــ اخلاق د ټولنې د غوښتنو ( هوس ) ټولګه ده .
۲۰ ـــ د انسان طبیعت دی، چې د عقل او منطق په تله پوره افکار لري، خو ناوړه عمل کوي .
۲۱ ـــ د احساساتو په وسله تر ټولو لوړو او پاکو حقیقتونو ته رسېږو نه په عقل او سوچ .
۲۲ ـــ خندا رواني ستونزې، غمونه او مصیبتونه له منځه وړي .
۲۳ ـــ دنیا د سړي له پاره د خولې یوه خندا ده او یوه خندا د ښځې له پاره یوه دنیا ده .
۲۴ ـــ هېڅکله خپل ډېر ګران دوست ته هم کتاب امانت مه ورکوه، ځکه چې زما په کتابتون کې یوازې هغه کتابونه دي، چې له نورونه مې په امانت اخیستي دي .
۲۵ ـــ ښکلې ښځه د هر ډول خطا او ناروا اجازه لري، چې ځان ته یې ورکړي، مګر بدرنګه ښځه بیا داسې نه ده .
۲۶ ـــ د بدې ښځې زړه له هوسونو او غوښتنو ډک وي، مګر دا چې څوک ورته نه تېرېږي، نو مجبوره ده، چې خپلې غوښتنې ښکاره نه کړي .
۲۷ ـــ مور د حق رڼا ده، د هغې رضا د رب رضا ده، باید خپل خدای (ج) راضي وساتو .
۲۸ ـــ موږ د هغه چا د لاس نیالګي یو، چې موږ پرې ګران وو، یانې مور او پلار .
۲۹ ـــ شهرت او ویاړ یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د هغو غوښتونکي او په لټه کې یې وي .
۳۰ ـــ یوازې بې وزله او غریبان دي، چې شیان په نغدو پیسو اخلي، ځکه چې هېڅوک پر هغوی باور نه کوي .