ليکنه: پوهنمل خوشدل معروف
كله چې رمه بنيانګذاري شي د ذكر شوي رمې اصلاح او بهبود د مږانو او ميږو د دقيق انتخاب او همدارنګه د خرابو صفتونو ميږو او مږانو د رودلو په اساس ممكن كيږي . ددې طريقې مراعات د حيوانې توليداتو په راتلونكې باندې ښه اغيزه كوي او جنتيكي مفاد ورڅخه حاصليږي با تجربه مالداران په هغه خواصو ډير تاكيد كوي چې زيات ارثي قابلت ولري . په عمومي توګه د توليداتو د كميت او كيفيت د حاصلولو لپاره د پسونو لاندې خواص د هغوې په اصلاح او د توليداتو په بهبود باندې د پسونو انتخاب او ردولو وخت كې په نظر كې نيول كيږي :
۱ – د وزن د زياتوالي اندازه (Rate of gain):
معمولاً وري او نور ژر حاصل وركونكي حيوانات ژر ثمر ته رسيږي او د هغوې وړيو او غوښې توليدات په كم وخت كې ماركيټ ته ليږدول كيږي كه څه هم تغذيوې شرايط په دې كې ډير رول لري خو په عمومي توګه په اصلاح شوي پسونو كې وريان په نورماله شرايطو كې د عمر په څلورم مياشت كې 100 lb پونډه وزن لري او د غبرګونې وريانو وزن د فې واحد 90 lb پونډه ښودل شوي دي . د پسونو او وريو وزن د انتخاب په وخت كې د هغوې د عمر په اساس صورت نيسي .
۲ – د وړيو وزن او كيفيت (Fleece weight and quality) :
د پسه وړۍ د قيچې کولو په وخت كې بسته او وزن كيږي ،د پسه د انتخاب په وخت كې كه د غوښې او يا وړۍ لپاره وي په اتوماتيك ډول وړۍ په نظر كې نيول كيږي .
۲ – د لاش كيفيت او ساختمان :
داسې وري او پسونه په نظر كې نيول كيږي چې سايز يې غټ ، بدن يې عميق او قوي هډوكي ولري او همدارنګه بې وازگې غوښه يې هم په كافي اندازه وي
۴ – د څوګانګي توليد (Multiple Birth):
كه څه هم د څو ګانګۍ توليداتو ارثي خاصيتونه دومره زيات وي خو د انتخاب په وخت كې د څوګانګۍ توليدات كيداي شي د رمې په زياتوالي كې تاثير واچوي .
۵ – د سترګو د شاوخوا ناحيو كې د وړيو داليافو نشتوالې (Open Face):
د مخ خصوصاً د سترګو د پاسه د وړيو د اليافو موجوديت د پسونو د څريدو او گرځيدو په وخت كې د هغوې د نابينائې سبب كيږي او تجربو ښودلې ده هغه پسونه چې په دې تكليف اخته وي 12 lb – 10 lb پونډه كمه غوښه توليدوي نو د انتخاب په وخت كې بايد داسې پسونه جداً رد شي .
د پسونو قضاوت (Judging sheep)
د پسونو قضاوت د هغوې د دواړو توليداتو له مخې چې د غوښې او وړيو څخه عبارت دي نسبتاً مشكل كار دي . له بلې خوا د وړيو موجوديت په جلد باندې د پسونو د بدن د قضاوت كار مشكلوي ، په هر تر تيب داسي طريقې او عملي شته چې كيداې شي پسونه چې په دقيقه او فني توګه ارزيابي او قضاوت شي . يو قضاوت كوونكي شخص بايد د ښه قضاوت او موافقانه انتخاب په وخت كې لاندې صفتونه ولري :
۱ – د پسه د خارجي برخو يا پارټونوپه هكله معلومات :
د خارجي برخو د نومونو پيژندګلوي د پسه د بدن د ارزيابۍ په وخت كې مهم رول لوبوي .
۲ – د حيوان دانتخاب لپاره د يو استاندرد او معيار لرل :
يعني قضاوت كوونكي شخص بايد معلوم او مشخص هدف ولري تر څود هغه په اساس خپل ښه انتخاب وكولاي شي .
۳ – د قوي مشاهدې او درست قضاوت لرل :
يعني يو قضاوت كوونكي شخص بايد قوي او ضعيفه نقطې وپيژني او ښې ارزيابي كړي او هغه سره تفكيك كړاي شي .
۴ – په كار كې صداقت او جرئت (Honesty and Caurage) :
په ماركيټ او د نمايشاتو په وخت كې په جرئت سره ټول حيوانات ارزيابي كړل شي البته د صداقت موجوديت په قاضي كې د موفقيت سبب كيږي . د جرئت موجوديت قضاوت كوونكي شخص د محيطي شرايطو تر تاثير لاندې نه راولي او حيوان د هغې خصوصياتو مطابق ارزيابي كوي .
۵ – دمنطقي او سيستماتيك پروسيجر (Procedure) لرل :
پسونه د لرې فاصلې څخه مشاهده كول او همدارنګه د ذكر شوي حيوان مخ ، شاه ، ښي او چپ اړخونو كتل او قضاوت كول او همدارنګه مخكې له مخكې ځان د حيوان د جسامت ، عرض ، عمق ، تناظر او نورو صفتونو څخه خبرول مثلاً شكل ، سرساختمان ، غاړه اسكليټ د پښو د شكلونو او ټايپ څخه دي .
۶ – د قضاوت لرلو قدرت :
د قاضي په وجود كې ددې خصوصيت لرل د هغه عام او تام موفقيت سبب كيږي يعنې د نورو د خبرو او انتقاداتو تر تاثيرلاندې نه راځي د پسونو د بدن د قضاوت په وخت كې د لاس څخه هم استفاده كيږي مثلاً د ګوتو ايښودل د سورين په ناحيه او د ګوتو امتداد او د ستون فقراتو څخه تر غاړي پورې ، همدارنګه ددواړو لاسونو احساس كولو پواسطه كيداې شي د حيوان چاغوالي او ضعيفوالي معلوم كړو . همدارنګه د دواړو لاسونو ايښودل د ورنونو په شاوخوا باندې په داسې ډول چې غټه ګوته بيرون طرف ته قرار ولري ، د غوښې شتوالي په ورنو كې ارزيابي كوي . د لاس ايښودل د غاړې په شاوخوا باندې د غاړې ضخامت او پنډوالي ښيي او همدارنګه د يو لاس ايښودل تر پښې لاندې او د بل لاس ايښودل په اوږو باندې د حيوان د مخكې حصي عمق او ژوروالې ښې او بالاخره د لاسونو د ګوتو ايښودل په وړيو باندې د پسونو د وړيو او صاف ښودلي شي .