لیکنه: نجیب الله خان
د نورو تر څنګ ځيني ډیر مخلص ملګري د معلوماتو په یوه خاصه خلا کې قرار لري. له یوه طرفه ګوري چې د ولسمشر غني د فکر او حکومت ځيني پلویان په پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه د دوري منسوبو ځينو نورو پخوانیو چارواکو نیوکې کوي چې دوئ په داسي حساسو شرایطو کې چې بهرني ځواکونه نشته، مرستي کمي شوي، بیکاري زیاته شوي د نظام تخریب کوې. څه ډول تخریب؟ د تخریب تعریف او له هغه څخه د ملګرو برداشت څه دی؟ ایا د اوسني حکومت پلویان او یا که ووایم د غني د فکر پلویان دومره حساس او متعصب شول چې فقط یوي ساده رسنیزي نیوکې ته هم تخریب وایې؟ او که دوئ ریښتیا هم د خطر څه محسوس کړي چې ناري وهي؟
لکه چې تاسي هم ټول پري پوهیږئ د یوه افغان، مسلمان، او د نظام د یوه متحد او سرسخت ملاتړي په توګه زما تعریف هم له تخریب څخه دادی چې:
تخریب د نظام پرزوني د هڅي په مانا ؛ تخریب د فساد په ضد د حکومت د مټو او هڅو د ننګوني په مانا؛ تخریب د سیاسي تقسیم په مانا؛ تخریب د مافیا په وړاندي د حکومت د مبارزي د ځنډني او خنډني کولو په مانا؛ تخریب د نسبي بدلون چې ولس یې بي صبره انتظار دی د مخنیوي په مانا؛ تخریب د ملي امنیتي ځواکونو د ملي کولو د هڅو د مخنیوي په مانا او داسي نور تعبیرونه چې ستاسو ذهن ته راځي.
ښه اوس اصلي خبره داده چې ځیني ملګري له ښاغلي غني نه یا د خفګان او نفرت په خاطر، یا هم له ځینو ملګرو سره چې د غني طرفداران دې د شخصي ستونرو په خاطر، او یا هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د میني او احترام په خاطر کلک ولاړ دې او د کرزي صاحب په ضد د حکومت د پلویانو یا د ولسمشر غني د ځیني پلویانو د لیکنو او غندني سره حساسیت ښيې. په بل عبارت دوئ فکر کوي چې سړیه ښاغلی حامد کرزي خو هم لکه د نورو په شان فقط په ولسمشر او حکومت نیوکه کوي. ددې په وړاندي باید ولي دومره حساسیت وښودل شي؟
اول خو باید وویل شي چې د هیواد هر وګړی د هیواد د بیان د ازادي له ټولو نافذه قوانیونو څخه یو شانته ګټه پورته کولای شي او د هر ډول نظر د څرګندولو، نیوکې کولو حق لري. ټول له یو ډول ازادۍ څخه برخمند یو.
خو باید ووایم چې:
دا چې زمونږ هیواد کې تیر دیارلس کاله یو نظام شتون درلود. هو فاسد و، د ملت په درد یې هغسي چې ضرور و ونه خوړل، او ملي ګټي یې خوندي نه کړي. خو بیا هم تر هیڅ نظام او تر ړنګ نظام غوره و او د بقا لپاره یې پر مونږ او تاسو ټولو باندي دفاع فرض وه. ځکه نو باید وویل شي چې په داسي حالاتو کې د شخص یا اشخاصو دفاع هیڅکله باید ونه شي. د نظام دفاع او ننګه باید وشي. هر هغه څوک چې د نظام، که ښه وې که بد، قوي وې او یا هم ضعیف، د تخریب او ضعیفولو هڅي کوې باید وغندل شي، ملي خاین ورته وویل شي او ملت دنده لري چې د حکومت په څنګ کې د نظام د دفاع لپاره ودریږي. هغه که ښاغلی کرزی وې که ښاغلی غني وې که عطا نور وې که امرالله صالح، خرم وې او یا سپنټا.
په عین ډول په مونږ او تاسو ټولو باندې لازمه ده چې ددغه اوسني نظام، اګر چې ښي ډیري ستونزي به لري، چې لري يې هم، د بهتر کیدو، دوامداره پاته کیدو، ټینګښت لپاره هر ډول هلي ځلي وکړو.
که د بدخشان د مافیا، چې د رهبري یو سر یې په پارلمان کې او بل سر يې همدا ګوښه شوي جنګسالاران او د تیر حکومت ځیني چارواکې دې، په وړاندي ولسمشر غني مقاومت کوې او د همدي مافیا له مقاومت سره مخ کیږي نو باید ملت ټول په یو غږ د حکومت ملاتړ وکړي. که د سترو قراردادونو د فساد مخه نیول کیږي او په وړاندي یې ځیني پخواني مفسدین عکسلعمل ښيې نو باید ملت او بیا خاصتاً دا لوستی قشر د حکومت ملاتړ وکړي. که حکومت د سولي لپاره ځیني هڅي کوي، فشارونه راوړي، طالب د میز سرته راکشوي، له څلویښت کلن رقیب او دښمن هیواد پاکستان سره د اړیکو یو نوی فصل چې ټوله موخه او هدف یې د بیوزله افغان د وینو د تویدلو مخنیوی ده پرانیزي نو باید ټول یې ملاتړ وکړو. که حکومت د ځینو فاسدینو نومونه افشا کوي، اخطار ورکوي، او یا کم له کمه د نور فساد مخه یې نیسي نو ضروره ده چې ملت یې تر شا ودریږي.
ایا مونږ او تاسو ته لازمه نده چې نور افراد خوشي کړو او افکار، بنسټونه او نظام قوي کړو؟ شخصي ګټي پریږدو او د ملي ګټو لپاره سوچ وکړو؟ چې دا هم منو چې پخواني ولسمشر یو خروار داسي اشتباهات وکړل چې ده یې د نه کولو او یا مخنیوي وس او قدرت هم درلود نو بیا ولي لا اوس هم له هغه څخه دفاع کوو؟ ایا خرم، سپنټا، صادق مدبر، امرالله او نور د ارګ مفت خواره او متعصب چارواکې لا اوس هم ۲۴ ساعته له پخواني ولسمشر سره نه وې ناست؟ هغوئ چې پرون یې حامد کرزی محاصره کړی وو، خپلي کړني او خبري یې پري منلي نن یې هم پري مني. د هغوئ چې پرون اجنډا سلیقوي او سمتي وه نن یې هم ده.
پرته له دې چې مونږ د اشرف غني یا حامد کرزي په اړه سوچ وکړو داسي فکر ولي نه کړو چې دا هیواد کار ته ضرورت لري، نظام باید حرکت وکړي، تدریجي بدلون باید راشي تر څو اینده نسلونه مو کم له کمه تر مونږ بهتر او هوسا ژوند ولري.
دا خو به منو چې د تیر حکومت په نسبت د ښاغلي غني اراده د فساد په ضد ډیره قاطع او د باور وړ ده. د تروریزم په ځپلو او د سولي په راوستلو کې د ښاغلي غني اراده او هڅي د ستاینې وړ دې. د ولسمشر غني دا هڅه چې قدرت یې د یوي مشخصي کړي له یو مخیز انحصاره په نسبي توګه خلاص او د پام وړ توجه یې محروم اکثریت ته، ځوانانو او د هیواد لوستي قشر ته ورکړه د ستایني وړ ده. د ولسمشر بهرنی سیاست چې له مخي یې هیواد ښي لاسته راوړني درلودي د ستایني وړ دی. د پخوانیو مفسدینو رسوا کول، د هغوئ نه د ملت د مال بیرته اخیستلو هلي ځلي او یا کم له کمه د هغوئ د نور فساد د مخنیوی باید له پامه ونه غورځول شي.
خو یوه ډله چې مشري یې همدا پخواني ګوښه شوي چارواکي کوي والله چې دا هڅي کوي چې ددغه نسبي بدلون او حرکت مخه ډب کړي. د حکومت سیاسي اراده او مورال داسي وځپي چې یو ځل بیا دوئ په حکومت کې یا خو ورګډ شي او یا هم د دوئ د رسوایې او فساد په مخ کې چوپ او بي تفاوته پاته شي تر څو ددوئ شخصي بیزنیسونو او فساد ته تاوان ونه رسیږي. د اشرف غني د حکومت پلویان هم شاید د همداسي یو څه د پیښیدلو له ویري د هغوۍ په ضد خوله خلاصه کړي. کاشکې ددوئ رسنیز تبلیغات فقط د بیان تر ازادي او د نظر او نقد تر کولو محدودي وای. دوئ د یوه منظم پلان له مخي میلیونونه ډالر مصرفوي او رسنیز تبلیغات کوي، عملاً لګیا دې د ولس اذهان خرابوي او په ځینو ولایاتو کې حتا په مختلقو شکلونو د حکومت د نه شتون، سقوط هڅي هم کیږي. د ولس او حکومت تر منځ یې واټن تر بل هر وخت زیات کړی او لا هم هڅي کوي.
مثلاً د پاکستان سره د تفاهم لیک په اړه دوئ تر نیوکو ور ها خوا دومره تبلیغات وکړل چې حتا ماشوم هم پري پوهیدل چې دا انتقاد نه بلکې د حکومت د محرمو اسنادو د غلا په مټ (یو پخوانی چارواکی د خپلو شخصي اړیکو په مټ د فعال حکومت یو ستر محرم سند ته لاسرسی پیدا کوي خپله یو ملي خیانت بلل کیدای شي.) د حکومت په ضد کارول دې. که څه هم دغه تفاهم لیک د مذاکراتو لپاره د زمینه سازي یو موافقه وه خو دوئ دومره ستره خبر تري جوړه کړه چې ګواکې افغانستان په پاکستان خرڅ کړل شو. دا خبره نه عقل مني، نه منطق او نه هم عملي امکان لري.
لنډه دا چې زمونږ او تاسو ځوانانو د مبارزي محور هیواد دی، ملي ګټي دې، نظام دی او خپل ملي بنسټونه دې. راځي د حقیقت نه ځانونه خبر کړو او د هغو افرادو او پخوانیو چارواکو د توطیو او احساساتو په لومو کې را ګیر نه شو چې امتحان یې یو ځل ملت ته ورکړی. پنځه کاله مو په غني اعتبار کړی، رایه مو ورکړي، وړ کس مو بللی راځئ چې پنځه کاله پوره وخت ورکړو او د هغه د هري هڅي ملاتړ وکړو. چې په څلویښت کاله کې په دې هیواد کې هر ډول ناندرئ تیري شوي خو افغانستان خرڅ نشو نو پنځه کاله نور یې هم باید وزغمو او د غني امتحان به هم واخلو.
دیارلس کاله ښاغلي حامد کرزي همدا نظام وچلول مننه یې کوو. خو اوس تري غواړو چې د ملت په ټاکنه کې دې پنځه کاله څه نه وایې. سالمي نیوکې، انتقادونه او دده ښاغلي علمي مشوري باید د اوسني حکومت لخوا که ضرورت و په نظر کې ونیول شي. ځکه په نورمال ډول په ټوله دنیا کې اصول دادې چې کله د یوه ولسمشر کاري دوره پای ته ورسیږي هغه بیا په یوه ملکې وګړي بدل شي او خپل شخصي ژوند اختیار کړې. د نوي ولسمشر په حکومت او کړنو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي. د امریکا د پخواني ولسمشرانو کلینټن او بوش وختونه، بیا د بوش او اوباما وختونه یې بهترین مثالونه دې.
د یوه متحد، اباد او سرلوړي افغانستان په لور او هیله.