نظیم سمون
سریزه:
انسانان د تاریخ په اوږدو کې له یوه ځایه، بل ته کوچېدلي دي. د انسانانو دغه بې ځایه کېدنه او کډه کېدنه د ښه ژوند او له بېلابېلو ګواښونو څخه د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي. دا بهیر د نولسمې پېړۍ تر وروستیو پورې کله چې نوي ملي دولتونه رامنځته شول او د دولتونو ترمنځ نوې پولې وکښل شوې، له کوم خنډ او ځنډ پرته روان و. په وروستیو څلورو لسیزو کې د کډوالۍ او قاچاق ښکارنده د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ پراخه او پېچلې شوې ده. د ملي دولتونو رامنځته کېدو، صنعتي کېدو، ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي ننګونو؛ د انسانانو د بې ځایه کېدو او کډه کېدو پدیده خورا پېچلې کړې ده. هر کال زرګونه انسانان د ښه ژوند او امکاناتو په هیله له خپلو هېوادونو څخه نورو پرمختللو هېوادونو ته د تګ لپاره د قاچاقبرانو په لاس کې قاچاق کېږي. دغه پدیده چې په لویه کچه له اقتصادي نابرابرۍ، تاوتریخوالي، بې ثباتي او د ژوند له ناسمو شرایطو څخه سرچینه اخلي؛ اوس پر یوې نړیوالې ستونزې او ننګونې بدله شوې ده.
د انساني قاچاق لویه برخه زیانمن کسان «قاچاق کېدونکي» د ماتېدونکو او ناکامو دولتونو اړونده دي، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د ناسمو شرایطو له امله په تدریجي توګه د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. دغه ناورین د افریقا سویلي صحرا نه نیولې تر منځني ختیځ- مرکزي اسیا- سویلي اسیا او د لاتینې امریکا یو ډېر شمېر بې وزله هېوادونه په ځان کې رانغاړي. په دغو هېوادونو کې دوامداره بې ثباتیو، کورنۍ جګړو، تاوتریخوالي، تبعیض، بې وزلۍ او ترهګرۍ؛ په میلیونونو وګړي پرمختللو هېوادونو ته په مخه کړي دي. موږ په دې لیکنه کې د کډوالو قاچاق او د انسانانو پر قاچاق دواړو غږېږو، خو ډېر تمرکز د انسانانو پر قاچاق کوو.
د کډوالو او انسانانو قاچاق دوه جلا مفاهیم دي، چې د انسانانو قاچاق ته په انګلیسي کې « Human Trafficking» او د کډوالو قاچاق ته «Peoples smuggling» وايي. د دوی ترمنځ یو عمده توپیر دا دی، چې کډوال یوازې د قاچاقبرانو له خوا لېږدول کېږي او تر ډېره په خپل واک کې وي، خو د انسانانو قاچاق د یوه ځانګړي هدف په موخه د قاچاقبرانو له خوا ترسره کېږي چې د لیکنې په اوږدو کې به د انساني قاچاق په تعریف کې دا موخې څرګندې شي.
د کډوالو قاچاق هم یوه جدي ستونزه ده. قاچاقبران د پیسو په بدل کې هر کال په زرګونه انسانان د مرګ خولې ته ور ټېل وهي. په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو نړیوال بحران له امله چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ستر بحران ګڼل کېږي؛ زرګونه انسانان چې ښځې، ماشومان هم په کې شامل وو، مړه شول. بهر ته د کډوالو د قاچاق یوه تازه بېلګه د منځني ختیځ هېوادونه سوریه او عراق دي. په سوریه کې د ماتېدونکي وضعیت له امله په میلیونونو سوریايي وګړي بهر ته کډوال شول. د رسمي شمېرو له مخې یوازې د ۲۰۱۴ کال د نومبر تر میاشتې پورې په سوریه کې پر مرګ ژوبلې سربېره ۵،۹ میلیونه وګړي کډوال او بې ځای شوي دي. د ملګرو متلونو سازمان د ۲۰۱۴ کال شمېرې ښيي، چې له دې ډلې ۳ میلیونه سوریايي وګړو بهر ته پناه وړې ده، چې ښايي په وروستیو کې دا کچه څو برابره لوړه شوې وي. د ۲۰۱۴ کال کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې نږدې یو میلیونه او ۲۰۰ زره سوریايي ماشومان د کوربه هېوادونو په پنډغالو کې ژوند کوي، چې خوراکي توکو، زده کړو او د څښاک پاکو اوبو ته ډېر لږ لاسرسی لري. دغو کډوالو په لومړیو کې اردن، ترکیې، عراق، لبنان او نورو عربي هېوادونو ته پناه وړې وه؛ خو په ۲۰۱۵ کال کې کله چې د جرمني په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو د محدود شمېر کډوالو د منلو پرېکړه وکړه، په میلیونونو سوريايي جګړه ځپلي دغه هېواد ته ور مات شول. د دې ترڅنګ، عراق چې په نسبي ډول د ژوند شرایط په کې مساعد و، په وروستیو دوو کلونو کې امنیتي حالت په کې نازک شو او د سوریانو ترڅنګ سلګونه زره عراقیانو هم په غیر قانوني لارو اروپايي هېوادونو ته مخه کړه. په ۲۰۱۵ کال کې اروپا ته د عراقي او سوریايي وګړو تګ په نړۍ کې د کډوالۍ نوې څپه جوړه کړې وه. له افغانستان څخه هم په سلګونو زرو ځوانان، ماشومان، ښځې او د پاخه عمر لرونکي کسان په غیر قانوني لارو د قاچاقبرانو په وسیله اروپايي هېوادونو ته لاړل، چې یوه برخه یې په اوبو کې ډوب شول، یوه برخه یې نادرکه او یو شمېر نور چې هلته رسېدلي هم دي، له نا څرګند برخلیک سره مخ دي.
د دې لیکنې موخه دا ده، څو په ډاګه کړو چې د انساني قاچاق لاملونه کوم دي، څومره ناوړه پایلې لرلی شي او بالاخره د دې پدیدې د مخنیوي لپاره د دولتونو نړیوال مسوولیتونه کوم دي؟
الف- پېژندنه:
مخکې له دې چې بحث ته لاړ شو، لازمه ده چې د انساني قاچاق ښکارنده «پدیده» وپېژنو. انساني قاچاق (Human Trafficking) په نړیواله کچه هغه پراخېدونکې ناوړه پدیده ګڼل شوې، چې د مریتوب یا غلامۍ نوې بڼه هم ورته ویل کېږي. د نړیوالو حقوقو پر بنسټ د انسانانو قاچاق له بشري حقونو سرغړونه او سخت جرم ګڼل شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د «پالرمو کنوانسیون» چې د سازمان شویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې یو ګډ سند دی، په لومړي نمبر پروتوکول کې انساني قاچاق تعریف شوی دی. دا کنوانسیون چې درې پروتوکولونه لري، په ۲۰۰۰ کال کې لاسلیک او لومړی پروتوکول یې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې پلی شو.
د دې پروتوکول د لومړي څپرکي په درېیمه ماده کې راغلي:«د زور، ګواښ، تښتونې، چل، د پیسو اخیستنې او د نورو نا مشروع لارو په واسطه د خلکو نا قانونه استخدام، لېږدونه، ټرانسپورټ، پناه ورکونه او یا ګټه اخیستنه؛ د انساني قاچاق په نوم یادېږي.» (1)
د افغانستان د قاچاق او سړي تښتونې پر وړاندې د مبارزې قانون هم په درېیمه ماده کې د انسان قاچاق په اړه ورته تعریف وړاندې کوي:« د انسان قاچاق عبارت دی د شخص له انتقـال، حمل او نقل (ټرانزیت)، استخدام، ساتنه یا په واک کې اخیستنه چې د پیسو، چل او دوکې او یا د مجني علیه له نورو مجبوریتونو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې له لارې د هغه د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي.»
د انساني قاچاق عناصر: پورتني تعریف ته په پام سره، ویلی شو چې انساني قاچاق درې جوړوونکي عنصرونه لري:
۱. عمل (The Act): له دې څخه موخه د انسان د قاچاق ډول دی، یعنې د خلکو په قاچاق کې کومه مروجه لاره کارول شوې. استخدام، لېږدول، ټرانسپورټ کول، پناه ورکول او که ناوړه ګټه اخیستنه.؟
۲. بڼه (The Means ): دا په ډاګه کوي چې انسان په څه ډول قاچاق ته مجبور کړای شوی دی. د زور، جبر، تښتونې، دوکې، د پیسو د ورکړې او یا کومې بلې نا مشروع لارې څخه؟
۳. موخه (The Purpose ): د دې عنصر پر بنسټ، قاچاق د کومې موخې لپاره ترسره کېږي. د خلکو د استثمار چې تن پلورنه، جنسي استفاده، جبري کار، د بدن د غړو پلورنه او نور کارونه په کې شامل دي.
ب- د قاچاق انګېزه او لاملونه
د انساني قاچاق انګېزې او عوامل مختلف دي، چې هر یو یې د دې پدیدې په پراختیا کې خپل اغېز لري. د انساني قاچاق په اړه چې کومې څېړنې شوې دي، په ډاګه کوي چې د قاچاق اصلي عاملین په خپله قاچاق کېدونکي یا زیانمن خلک دي. که څه هم ډېر ځله خپله قاچاق کېدونکي انسانان خپله په دې اړه پرېکړه کوي چې ځان قاچاقبرانو ته په لاس ورکړي، خو بیا هم نه شو کولای چې دغې پرېکړې ته د ستونزې د اصلي عامل په توګه وګورو، ځکه چې دا کسان زیاتره د قوانینو او نورو چارو په اړه عامه پوهاوی نه لري او د بېلابېلو مجبوریتونو له امله دې ته اړ کېږي چې د قاچاقبرانو د دروغو ښکار شي.
دا کسان د ښه ژوند په هیله په ټولنه کې له موجوده سختو شرایطو لکه بې وزلۍ، تبعیض، تاوتریخوالي، بې کاري او نورو اقتصادي-ټولنیزو ناورینونو څخه د خلاصون لپاره خپل هېواد او کورونه پرېږدي بهر ته ځي. د ټولنې دغه زیانمن قشر د راتلونکې لپاره د هیله مندۍ په ډېره ټیټه کچه کې ژوند کوي او نه پوهېږي چې راتلونکی برخلیک به یې څه وي؟ له همدې امله، د ښه ژوند لپاره ځانونه د مرګ خولې ته ورکوي او د قاچاقبرانو په واسطه پر غیر قانوني لارو بهر ته بیول کېږي. په قاچاق کېدونکو کسانو کې زیاتره هغه ډله خلک دي چې د یو مقدار پیسو په بدل کې د قاچاقبرانو له خوا لېږدول کېږي. دوی ته په لارو کې د ګواښونو او ستونزو په اړه نه ویل کېږي. خو کله چې په لارو ګودرو وخوځول شي، له داسې خنډونو سره مخ کېږي چې سړی د مرګ او ژوند ترمنځ شېبې شماري. دا کسان ډېری تر رسېدو مخکې په ځنګلونو، سمندرونو، غرونو، دښتو او بیدیاوو خپل ژوند له لاسه ورکوي.
بله ډله هغه کسان دي چې د پراخو مافیايي شبکو له خوا د جبري کار یا استثمار لپاره قاچاق کېږي. دا ډله کسان ډېره برخه یې ماشومان جوړوي، کېدای شي ان په قانوني لارو ولېږدول شي، خو کله چې په کار ګومارل کېږي، حقوق یې نه ورکول کېږي او د غلام په څېر ترې کار اخیستل کېږي.
د قاچاق کېدونکو انسانانو بله ډله ښځې دي چې د جنسي استفادې لپاره د قاچاقبرانو له خوا قاچاق کېږي. دا مورد په ډېری اسیايي هېوادونو کې موندلی شو. قاچاقبران له بېلابېلو هېوادونو نجونې قاچاق کوي او په نایټ کلپونو، رسټورانټونو او فاحشه خانو کې پرې پیسې ګټي. ولې انسانان مجبورېږي چې ځان د قاچاقبرانو په لاس ورکړي؟ دا هغه پوښتنه ده چې کره څېړنې او قانع کوونکو ځوابونو ته اړتیا لري. دا پوښتنه د انساني قاچاق په اړه په «جوړښتي فکټور» پورې اړه لري. د دې فکټور په مطالعې سره کولای شو، هغه عوامل را وسپړو چې په ملي او نړیواله کچه انساني قاچاق او د قاچاق نورو ډولونو ته لار هواروي.
۱- اقتصادي ځوړتیا او بېکاري
نن ورځ د انساني قاچاق یوه ستره کتله، په وروسته پاتې او بې وزله دولتونو پورې تړاو لري. د دې دولتونو وګړي تر ۲۰۰ ډالرو ټیټ د سړي سر کلنی عاید لري، عامه خدماتو ته ډېر لږ لاسرسی لري، فزیکي او ټولنیز امنیت نه لري او بالاخره سیاسي او اقتصادي بې ثباتي په کې د خلکو ژوند ګواښي. د شمېرو له مخې، نن ورځ د نړۍ د ټولو نفوسو نږدې ۷ میلیارده وګړي په ناکامو دولتونو کې ژوند کوي چې د نړۍ د ټولو وګړو په سلو کې ۲۶ سلنه جوړوي. دا هغه څه دي چې وګړو ته له هېواده بهر د ناقانونه تېښتې زمینه برابروي. له بده مرغه افغانستان هم د دغو هېوادونو په ډله کې راځي. په تېره یوه لسیزه کې له افغانستان سره میلیاردونو ډالرو بهرنۍ مرستې په دې هېواد کې یو لنډمهاله مصرفي اقتصاد رامنځته کړ. دغه وضعیت په تېره یوه لسیزه کې د افغانانو د سړي سر کلني عاید کچه له ۱۴۰ ډالرو نږدې ۶۵۰ ډالرو ته لوړه کړه. د افغانستان د نا خالصو کورنیو تولیداتو کلنی ارزښت یو په دوه لوړ شو. د خلکو د عاید لویه برخه د خدماتو له سکتور څخه تامنېده. په دې کې بهرنۍ موسسو، انجیوګانو او پوځي مرکزونو چې زرګونو افغانانو ته لنډ مهاله کاري فرصتونه رامنځته کړي وو، مهم رول درلود. خو له ۲۰۱۱ کال وروسته کله چې بهرنۍ مرستې کمې او نړیوالو ځواکونو په تدریجي ډول په وتلو پیل وکړ، حالات مخ په ځوړ روان شول. په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو د خروج پروسې بشپړېدو، د نا امنیو ډېروالي، د ۲۰۱۴ کال لانجمنې ټاکنې او ورځ تر بلې زیاتېدونکې بېکاري د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت لا پسې کړکېچن کړ. له همدې امله په وروستیو دوو کلونو کې بهر ته د افغانانو په تګ کې څو چنده زیاتوالی راغی.
هغه شمېرې چې په وروستیو کې خپرې شوې دي، ښيي چې یوازې د روان ۱۳۹۴ کال په نیمايي کې تر اتیا زرو ډېر افغانان اروپايي هېوادونو ته کډه شوي دي. لامل یې دا دی چې افغانان لا هم د خپل هېواد د راتلونکي سیاسي برخلیک په اړه شکمن دي او هر یو هڅه کوي چې د ښه ژوند لپاره بهر ته لاړ شي.
۲- د قانون واکمنۍ نشتوالی
زیاتره جرمي پېښې او مسایل د قوانینو له نیمګړتیاوو او نه پلي کېدو سره نېغ تړاو لري، یعنې دا چې د ګواښوونکو جرایمو پر وړاندې په قوانینو کې مناسبې جزاګانې شتون نه لري. خو بر عکس، په پرمختللو هېوادونو کې دا ډول جرایم په مشخص ډول تعریف او ځانګړې جزاګانې ورته ټاکل شوې دي. په دغو هېوادونو کې د هر ډول قاچاق په ځانګړې توګه؛ د انساني قاچاق لپاره ځانګړې تدابیر په پام کې نیول شوي دي. له دې امله چې قاچاق یوه نوې پدیده ده، د افغانستان په قوانینو کې ورته تر اوسه ځانګړې پاملرنه نه ده شوې. دغه ستونزه د دې لامل شوې ده چې په زیاترو هېوادونو کې د قاچاق د اصلي عاملینو پر ځای پر قاچاق کېدونکو یا زیانمنو خلکو قانوني محدودیتونه ولګول شي. په افغانستان کې که څه هم په ۱۳۸۷ کال کې د «انسان قاچاق او د سړي تښتونې پر وړاندې د مبارزې قانون» تصویب او توشېح شو، خو په زیاتره مواردو کې دغه قانون نه دی پلی شوی. ځکه لا هم په افغانستان کې انساني، سوداګریز او د مخدره توکو قاچاق په لویه کچه ترسره کېږي. د دې قانون له مخې د اړونده دولتي ادارو په ګډون د انساني قاچاق او سړي تښتونې پر وړاندې د مبارزې یو ګډ کمېسیون هم وړاندیز شوی دی. د قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې د انسان د قاچاق او سړي تښتونې د جرایمو پر وړندې د مبارزې او د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د عدلیې د وزیر په مشرۍ د انسان د قاچاق او سړي تښتونې پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون جوړېږي. د دې غړي په دې توګه ټاکل شوي دي: د لویې څارنوالۍ، د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د پوهنې وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د حج او اوقافو وزارت، د عامې روغتیا وزارت، د ښځو چارو وزارت، د کډوالو چارو وزارت، د ملي امنیت لوی ریاست او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو –یو استازی او همدارنګه د ټولنیزو سازمانونو دوه تنه استازي. که څه هم د انسان د قاچاق او سړي تښتونې پر وړاندې د مبارزې قانون په پنځمه ماده کې د دې کمېسیون دندې او واکونه تعریف شوي دي، خو وینو چې یاد کمېسیون تر اوسه د خپل مسوولیت په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی. د پنځمې مادې له مخې د قاچاق او سړي تښتونې پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون لاندې دندې او واکونه لري:
۱. د هېواد په کچه د قاچاق او سړي تښتونې جرمونو د عواملو مطالعه او ارزونه؛
۲. د انسان قاچاق او سړي تښتونې جرمونو د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوۍ پروګرامونو په ګډون د پروګرامونو او تګلارو جوړول او عملي کول؛
۳. د انسان د قاچاق او سړي تښتونې جرایمو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول؛
۴. د اختطاف او قاچاق د جرمونو په اړه د کلني راپور چمتو کول او حکومت ته د هغه وړاندې کول؛
۵. نورې هغه دندې چې د حکومت له خوا دغه کمېسیون ته سپارل کېږي.
لکه څنګه چې لیدل کېږي، په قانون کې د دې پدیدې پر وړاندې د مبارزې او د هغې د مخنیوي لپاره په افغانستان کې ډېر ښه تدابیر په پام کې نیول شوي دي، خو دا چاره هېڅکله نه ده عملي شوې. نه د عامه پوهاوي په برخه کې څه شوي او نه هم تر اوسه د دې کمېسیون په اړه څوک معلومات لري چې ایا تر اوسه یې کومه غونډه کړې او په افغانستان کې د قاچاق د ناوړه مخ پر ودې پدیدې په اړه یې کوم راپور ولس او حکومت ته وړاندې کړی دی ؟ نه! بناً، د قانون نه واکمني او اداري فساد هغه ستونزې دي چې دولتونه یې د دې پدیدې په مخنیوي کې پاتې کړې دي. اوس اړتیا ده چې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره په نړیواله کچه ګډ اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.
۳- فساد او د سیاسي ارادې نه شتون
دا دوه فکټورونه یعنې د فساد –سیاسي ارادې او د قانون واکمنۍ نه شتون تر ډېره له یو بل سره تړلي دي. په حکومتي بیروکراسۍ کې فساد په خپله د دې پدیدې له پراختیا سره مرسته کوي. په حکومتي دستګاه کې حاکمه خبیثه کړۍ د پیسو په بدل کې په سرحدونو کې انساني قاچاقبرانو ته زمینه برابروي، په ویزه، پاسپورټونو او اسنادو کې جعل کوي او نور امکانات ورته مساعدوي. کله چې جرم ترسره کېږي، نو هلته ښه معلومېږي چې په دولت کې څومره سیاسي اراده شتون لري، ځکه په ډېری مواردو کې حکومتونه له داسې پېښو سره سطحي چلند کوي.
همدارنګه په نړیواله کچه هم باید د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د یوې قوي ارادې له نه شتون څخه باید یادونه وکړو. د ځینو کارپوهانو په باور یوه نړیواله نا لیکې اراده ده چې انساني قاچاق رهبري او مدیریت کوي او علاقه نه لري چې له دې ډول جرایمو سره جدي چلند وکړي. د شلمې پېړۍ له لومړۍ لسیزې یعنې له ۱۹۰۴ کال راهیسې بیا تر ننه پورې د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګڼ نړیوال کنوانسیونونه، تړونونه، پروتوکولونه او نور اسناد تصویب شوي دي، خو ښکاري چې د دې قواعدو د پلي تابه لپاره د دولتونو ترمنځ یوه رښتینې اراده شتون نه لري. د دې یو عامل کېدای شي دا وي چې یو زیات شمېر هېوادونه د همدې نا قانونه تجارت له لارې هر کال په کافي اندازه عواید لاسته راوړي.
۴- د اړینو امکاناتو نه شتون
پرانېستو او بې کنټروله پولو د قاچاقبرانو لپاره د فعالیت یو ښه بستر رامنځته کړی دی. هغه دولتونه چې په خپلو پولو کې د بشري ځواک او د څار لپاره د ټکنالوژۍ د نصب امکانات نه لري، هلته قاچاقبر په خلاص لاس تګ راتګ کولی شي. ددې یو ښه مثال افغانستان دی. افغانستان له ټولو ګاونډیو په تېره بیا ایران او پاکستان سره اوږده خلاصه پوله لري. د دې پولو له لارې نه یوازې انساني قاچاق ترسره کېږي بلکې د مخدره توکو، وسلو او سوداګریزو توکو قاچاق هم په پراخه کچه ترسره کېږي. افغانستان تر ټولو اوږده پوله چې د ډیورنډ کرښه هم په کې شاملېږي، له پاکستان سره لري چې نږدې ۱۹۲۰ کیلو متره کېږي او همدارنګه له ایران سره پرته پوله ۳۶۹ کیلو متره ده.
۵- اقتصادي ګټه
د وسلو او مخدره توکو تر قاچاق وروسته، د انسانانو قاچاق په نړۍ کې تر ټولو ډېره ګټه او عاید لري. په وروستیو کې د انساني قاچاق له درکه ترلاسه کېدونکي عواید هېښوونکي دي. دا عواید که له تېرو دوه مخکې لسیزو سره پرتله کړو نو یو پر درېیمه برخه زیاتوالی ښيي. په ۱۹۹۳ کال کې د انساني قاچاق نا خالص عواید له ۵ تر ۷ میلیاردو ډالرو پورې اټکل شوي وو. (2) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) د ۲۰۰۳ کال شمېرې بیا دا کچه ۱۲ میلیارده ډالره ښودلې ده. (3) خو وروستۍ شمېرې چې په ۲۰۰۸ کال کې وړاندې شوې، تر دې څو چنده لوړې او حیرانوونکې دي. د کار نړیوال سازمان له خوا خپاره شوي ارقام څرګندوي چې په ۲۰۰۸ کال کې د انساني قاچاق کلني عواید ۳۲ میلیارده ډالره اټکل شوي دي، چې لویه برخه یې له سکس څخه ترلاسه شوي دي. په زړه پورې دا چې د دې عوایدو تر نیمايي ډېر د صنعتي هېوادونو لاس ته ورځي، یعنې د انساني قاچاق زیانمن وګړي او د هغوی بې وزله هېوادونه د دې عوایدو په ترلاسه کولو کې هېڅ ونډه نه لري.
پر دې سربېره، په انساني قاچاق کې نور ښکېل عوامل هم شته چې په دې اړه په ګڼو څېړنو او مطالعاتو کې ورته اشاره شوې ده. همدا عوامل سبب شوي چې دغه پدیده پراختیا ومومي په تېره بیا په وروستیو دوو لسیزو کې. وروستۍ څېړنې ښيي چې د نړیوالتوب په پراختیا سره، د انساني قاچاق پدیده هم پراخه شوې ده. د کار نړیوال سازمان، نړیوالتوب، د اړیکتايي وسایلو پراختیا، د ټکنالوژۍ پرمختګ او د سفرونو اسانتیا هغه عوامل په ګوته کوي چې په وینا یې په وروستیو دوو لسیزو کې یې په نړۍ کې د انساني قاچاق په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی. په ډاګه ویلای شو چې که د کډوالو او انسانانو قاچاق د لویو قدرتونو له خوا حمایه نه شي، ناشونې ده چې دومره په چټکۍ وده وکړي او پر یوې نړیوالې ستونزې بدل شي. د نړیوالو حقوقو استاد (انا ګېخت) په دې اند دی چې د نړیوالو بازارونو ګلوبلایز کېدنه، ارزانه کارګرو ته لوړه تقاضا، ورځ تر بلې زیاتېدونکي اقتصادي درزونه او توپیرونه، د پراختیا لپاره د فرصتونو نه شتون، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض، فساد او سازمان شوي جرمونه، سیاسي بې ثباتۍ او وسلوالې جګړې، د محرومیت او بې وزلۍ ډېروالی، د دولتونو بې غوري، د ارتباطي ټکنالوژۍ او ټرانسپورټېشن سیستم پراختیا سبب شوي چې د انسانانو د قاچاق په پراختیا کې مرسته وکړي.
انا ګېخت دغه راز زیاتوي چې د سړې جګړې د پای ته رسېدو په دوران کې رامنځته شوي سیاسي او اقتصادي بدلونونه او په اسیا کې د نړیوالو سرحدونو پرانېسته د مهاجرو د کاري قوې په تشدید کې مرسته وکړه. د هغه په خبره په تازه ازاد شویو او مخ پر ودې هېوادونو کې ورځ تر بلې زیاتېدونکي فقر او تبعیض خلک دې ته اړ کړل چې د یوه ښه ژوند لپاره نورو هېوادونو ته کډه شي. (4)
ج- د انساني قاچاق اغېزې
انساني قاچاق اوس د سازمان شویو جرمونو په توګه په نړۍ کې د قاچاق پراخې شبکې رامنځته کړي دي. پر سازمان شویو جرایمو او شبکو په بدلېدو سره، دغې پدیدې په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په ټولنیزه برخه کې ګڼ زیانونه زېږولي دي. په خپله افراد یا قاچاق کېدونکي کسان د دې زیانونو په لومړي سر کې راځي، خو که په ټولنیزه کچه یې زیانونه و ارزول شي، تر دې خطرناک دي. دا چې د دې زیانونو څرنګوالی او اړخونه کوم دي، لاندې ورته لنډه نغوته کوو.
۱- فردي زیانونه: انساني قاچاق په لومړي قدم کې خپله پر قاچاق شویو کسانو مستقیم اغېز کوي. له دې کسانو سره د غلامانو په څېر چلند کېږي او له هر ډول بشري حقونو محروم وي. هغه ماشومان او ښځې چې د قاچاق په واسطه پر جبري او نا مشروع کارونو ګومارل شوي دي، تر سخت رواني او فزیکي فشار لاندې وي. دا ډله کسان د کارمشرانو له خوا تر جدي او دایمي څار لاندې وي، د لږو پیسو په بدل کې پرې درانه او له حده زیات کارونه ترسره کېږي. اروايي څېړنې ښيي، هغه ځوانان چې په ماشومتوب کې د انساني قاچاق ښکار شوي دي، رواني او جسمي روغتیا یې شدیده زیانمنه او له شخصیتي پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ وي. په دې اساس، په داسې یو ناسم محیط کې د انسان سالمه وده ناشونې ده، هغه کسان چې په دې ډول محیط کې سترېږي، له نورو یې سره چلند او سلوک کاملاً متفاوت وي، یعنې یو انسان چې له ماشومتوب څنګه په ټولنه کې په طبیعي ډول وده کوي، له محیط سره او کورنۍ سره ځان اشنا کوي؛ دلته داسې نه وي. د کار نړیوال سازمان اټکل کوي چې د قاچاق شویو کسانو له ډلې له ۶۸٪ کسانو په جبري کارونو، له ۲۲٪ په جنسي او له پاتې ۱۰ سلنه نورو په بېلابېلو برخو کې کار اخیستل کېږي. (5)
۲- ټولنیز زیانونه: دا سمه نه ده چې ووایو چې د انسانانو قاچاق یوازې قاچاق شوي کسان زیانمنوي. د دې قاچاق زیان تر افراردو ټولنې ته ډېر دی. څومره چې قاچاق ډېرېږي، هغومره په ټولنه کې فساد، نا امني او ستونزې ډېرېږي. هغه بدلمنې ښځې چې د قاچاقبرانو له خوا قاچاق کېږي او بیا د «فاحشه خانو» په نوم مشخصو ځایونو ته وړل کېږي، په ټولنه کې د اخلاقي فساد د ترویج او ډېروالي سبب کېږي. همدارنګه د نا مشروع اړیکو په پایله کې زېږېدلي ماشومان د ټولنې د راتلونکې لپاره لوی ګواښونه زېږوي.
۳- روغتیايي زیانونه: د قاچاق قربانیان تر ډېره په یو ناوړه صحي وضعیت کې قرار لري، چې د ډېرو ناروغیو د خپراوي سبب کېږي. دغه قربانیان تر ډېره د اچ.آی.وي په وژونکي ویروس اخته وي چې د نورو روغتیا او سلامتیا په اړه یې ګڼې اندېښنې راپارولې دي.
۴- اقتصادي او امنیتي زیانونه: د انسانانو د قاچاق له درکه ترلاسه کېدونکې پیسې د جرمي اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کوي. لکه څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، دغې پدیدې په وروستیو درېوو لسیزو کې د پام وړ پراختیا موندلې ده. قاچاقبران هر کال له دې درکه په میلیاردونو ډالر ښکته پورته کوي او په نړیوال مارکېټ کې یې یو تور اقتصاد رامنځته کړی دی. د جرمي اقتصاد همدغه پیسې ان په ځینو هېوادونو کې د نا امنیو پر رامنځته کولو هم لګول کېږي. قاچاقبران ورانکاره ډلې تمویلوي څو د نا امنۍ په رامنځته کولو سره، د دوی فعالیت ته زمینه برابره شي.
د- د انساني قاچاق مخنیوی په نړیوالو سندونو کې
دلته به هغو نړیوالو سندونو ته کتنه وکړو، چې د انسان د قاچاق د مخنیوي لپاره لاسلیک شوي دي. په دې اړه لومړنی سند د ۱۹۰۴ کال د مې په ۱۸ مه په پاریس کې لاسلیک شو. د دې سند له مخې د سپین پوستو د پلور او پېر پر وړاندې چې یو جنایت کارانه عمل ګڼل شوی و، پر ګډې مبارزې ټینګار شوی و. د یادونې وړ ده چې دا وخت په ځینو برخو کې په غلامۍ د تور پوستو ساتنه لا دود وه. د دې سند په ۶ مه ماده کې پر سفري اجنسیو او د کارموندنې پر شرکتونو د څار غوښتنه شوې وه. لکه څرنګه چې ښکاري دغه سند یوازې د سپین پوستو د حقونو د خوندیتوب په موخه لاسلیک شوی و، چې تر ډېره یې توکمیز اړخ درلود. په همدې موخه د یاد سند د اصلاح لپاره په ۱۹۱۰ کال کې یو بل تړون لاسلیک شو، چې بیا په ۱۹۲۰ کال کې ور سره یو بل تړون هم ضمیمه شو. په دې سند کې د سپین پوستي ټکی لرې کړای شو.
بل تړون په ۱۹۳۳ کال کې د ملتونو ټولنې په هڅو لاسلیک شو چې د ماشومانو او نجونو د قاچاق د مخنیوي په اړه و. په ۱۹۴۹ کال کې د تېرو څلورو تړونونو د اعتبار او بشپړتیا په موخه د ملګرو ملتونو سازمان په هڅو یو اصلاحي پروتوکول لاسلیک شو. په دې کې د سکس تجارت تعریف شوی نه و. خو د انساني قاچاق په برخه کې وروستی او مهم ګام په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د پالرمو کنوانسیون تصویب و چې له درې الحاقي پروتوکولونو سره د نړۍ د ۱۸۶ هېوادونو له خوا چې ۱۸۱ یې د ملګرو ملتونو سازمان غړي دي، لاسلیک شو.
افغانستان د دې کنوانسیون له لومړي پروتوکول سره چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په اړه دی، د ۲۰۰۲ کال په اپرېل میاشت کې یو ځای شو. د پالرمو کنوانسیون «Palermo Convention» څلور پروتوکولونه لري چې دا د انسان د قاچاق په برخه کې تر ټولو مهم نړیوال سند شمېر کېږي. دغه درې پروتوکولونه تر دې نامه لاندې تصویب شوي دي:
۱- د انسانانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د قاچاق او نیونې د مخنیوي پروتوکول (Protocol to Prevent, Suppress and Punish Trafficking in Persons, especially Women and Children)
۲- د ځمکې، سمندر او هوا له لارې د خلکو د قاچاق د مخنیوي پروتوکول (Protocol against the Smuggling of Migrants by Land, Sea and Air)
۳- د ناقانونه وسلو د تولید او د ګرمو وسلو د قاچاق پرضد د مبارزې پروتوکول (Protocol against the Illicit Manufacturing of and Trafficking in Firearms)
پایله او حل لار
د انسان قاچاق اوس پر یوې نړیوالې ستونزې او ننګونې بدل شوی دی، له همدې امله اړتیا ده چې د دې نړیوالې پدیدې پر وړاندې ګډه مبارزه وشي. تر ټولو لومړی باید له دې پدیدې سره د رښتینې مبارزې لپاره یو نړیوال حقوقي چوکاټ تعریف شي، هغه نړیوال تدابیر چې تر اوسه په دې برخه کې تر سره شوي، قانع کوونکي نه دي. د پالرمو کنوانسیون له بده مرغه تر اوسه په دې برخه کې موثر او کارنده نه دی. یوازې د دولتونو ترمنځ ګډ رښتینې اقدامات کولی شي چې دغه ستونزه حل کړي، ځکه چې دا د بشري حقونو یوه خورا مهمه موضوع ده چې د افرادو حقوق په کې نقض کېږي.
دا نه یوازې د انسان قاچاق دی چې نړیواله ټولنه او بشر ګواښي، بلکې د وسلو او مخدره توکو قاچاق تر دې خطرناک جرایم دي چې د سازمان شویو جرمونو په ډله کې راځي. په ملي او نړیواله کچه داسې قوانین باید تدوین شي، چې سخت او د پلي کېدو وړ وي.
د ملګرو ملتونو سازمان کولی شي چې د عمل ابتکار په لاس کې واخلي او له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره داسې یوه تګلاره جوړه کړي، چې عملي وي. په دې برخه کې زیانمنې نقطې باید په ډاګه شي او له هغو هېوادونو سره لازمې مرستې وشي، چې د انسان قاچاق په کې ترسره کېږي.
همدارنګه د کډوالو د قاچاق لپاره هم لازم تدبیرونه باید په پام کې ونیول شي. د کډوالو د سږني بحران په لړ کې معلومه شوه، چې د کډوالو قاچاق هم پر یوې سترې شبکې بدل شوی دی. هغه راپور چې په وروستیو کې د المان د استخباراتي ادارې له خوا خپور شوی دی، څرګندوي چې قاچاقبرانو په افغانستان او یو شمېر نورو اسیايي هېوادونو کې پراخې شبکې رامنځته کړي دي.
1. https://en.wikipedia.org/wiki/Protocol_to_Prevent,_Suppress_and_Punish_Trafficking_in_Persons,_especially_Women_and_Children.
2. Widgren, J., Multilateral co-operation to combat trafficking in migrants and the role of.
3. UNICEF, Regional Office for West and Central Africa, UNICEF Experience in combating.
4. Gekht, Anna. (2008) Shared but Differentiathd Responsibility: Integration of International.
5. center, Global freedom. Human Trafficking: Quick Facts.
6. https://en.wikipedia.org/wiki/Protocol_to_Prevent,_Suppress_and_Punish_Trafficking_in_Persons,_especially_Women_and_Children
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.