ليکنه: محمدعزيز تحريک
(ارواښاد کانديد اکاډېميسن محمد انور نوميالی)
په ۱۹۹۶ م. کال کې يو شمېر افغان کډوالو قلموالو د مسکو د «سېواستوپلسکايا» مېلمستون ( د افغانانو تجارتي مرکز) کې د يوې فرهنګې ټولنې ډبره کېښودله. د هغې کلتوري ټولنې مشر ښاغلی کانديد اکاډېميسن استاد محمد انور «نوميالی»وټاکل شو .له استاد نوميالي سره زما شناخت او انډيوالي پيل شوه. په ۱۹۹۷ م. کال کې ما خپل يو کتاب «ياغي نظر» چاپ کړ؛ دهغه کتاب د مخ ليد غونډه ما په خپل کرايي کور کې ونيوله. نوموړې غونډې ته مې ښاغلی استاد محمد انور نوميالی، فاروق فردا، محمد افضل ټکور، عبدالمالک پيغام، غلام محمد کاموال او يو څو نور شاعران دوستان رابللي وو. هغه غونډه او ناسته د دوی په خوږو خبرو او څرګندونو تېره شوه. د غونډې په پای کې مې له نوميالي صاحب سره د ده د ژوند په اړه خبرې اترې وکړې؛ پر دې پوه شوم چې نوموړی د کندهار اوسېدونکی دی، پنځه لورګانې لري، مکتب يې نه دی ويلی، ارواښاد پلار يې لس زره افغانۍ د بډو په توګه سرښوونکي ته ورکړې وې او دی يې له ښوونځي څخه په دې پلمې ژغورلی وه چې نوموړی لېونی، اثري(پېرياني) دی!
هغه د کندهار له ملايانو او مولويانو څخه يې د خپل پلار په خوښه او غوښتنې ملايي( ديني ـ اسلامي) زده کړې کړې وې .استاد نوميالي بيا وروسته د ملايي لمنه خوشې کړه، په مکتب کې ښوونکی شو؛ ورپسې يې د عربۍ تر څنګه انګرېزي، اردو، فارسي او روسي ژبې هم زده کړې.
استاد نوميالی د بېنوا صاحب د«اوسني ليکوال درېيم ټوک»کې هم معرفي شوی دی . استاد نوميالي د باختر اژانس، د بيهقي کتاب خپرونې د مؤسسې او د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې هم رياستونه کړي وو. استاد نوميالي راته وويل چې دی (۳۳) چاپي کتابونه لري .په (۲۰۰۰)م. کال کې استاد نوميالي « د يوزر يوه شپه» کتاب «هزارو يک شب» ـ «تيسېچه ادنا نوچې» ـ «ون ټاوزنډون نايټ» ـ «کليله و دمنه» کتاب چې د دنيا په څو نورو ژبو هم ژباړل شوی او چاپ شوی دی، نوميالي صاحب پښتو ته را وژباړه او چاپ يې کړ؛ يو ټوک يې ماته هم را ډالۍ کړ، ورپسې يې زما په غوښتنې اوپه خپل شوق له روسي ژبې څخه يو شمېر «چستوشکې» (روسي ولسي ـ فولکلوريک) شوخ طبيعته شعرونه هم پښتو ژبې ته راوژباړل.
په (۲۰۰۰) م کال کې له ورځو څخه يوه ورځ د مسکو د «سکولنيکي پارک» کې ناست وو؛ موږ دوه په دوه وو. موږ د ده په « يوزر يوه شپه» چاپ شوي کتاب باندې خبرې اترې کولې …په همغه ناسته کې استاد نوميالي صاخب راته وويل:
له خدای پاک (ج) نه جار شم! کاشکې چې له پيداکېدو څخه مخکې يې له ما سره مشوره کړې وای ! او ده ماته ويلي وای: چې زه تا پيدا کوم!
نو مابه ور ته ويلي وای:
ما به نه پيدا کوې!
که يې بيا را ته ويلي وای: چې نه، حتمي دې پيداکوم!
نو ما به ور ته ويلي وای:خير !په افغانستان کې به مې نه پيدا کوې!
که ده را ته ويلي وای: چې ارو مرو دې په افغانستان کې پيدا کوم!
نو مابه ورته ويلي وای:
ښه ده، پيدا مې کړه؛ خو په کندهار کې به مې نه پيداکوې!
که يې بيا هم را ته ويلي وای: چې نه حتمي دې په کندهار کې پيدا کوم!
نو مابه ور ته ويلي وای:
ښه ده، پيدا مې کړه؛ خو د خپل پلار په کور کې به مې هېڅکله نه پيدا کوې!
استاد نوميالی ځوان طبعيته سړی وه؛ ښې جدي (شوخې) ټوکې يې کولې !هغه راته په همغه ورځ او په همهغه ناسته کې وويل:
ـ تحريکه ! زما دا واړه واړه « ستانونه » لکه : افغانستان، پاکستان، هندوستان، عربستان، ترکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان،قرغزستان، ګرجستان، داغستان،مغلستان، لهستان او نور (ستانونه) هېڅ نه خوښېږي! زما په نظر بايد په ټوله نړۍ کې يو لوی هېواد جوړ شي؛ نوم دې پرې کېښودل شي: انسانستان!!!
استاد نوميالی بيا له مسکو څخه ډنمارک ته لاړ، همغلته مړ شو او جسد يې دده د زوم ډاکتر صاحب شېر حسن «حسن» په زيار وطن ته راوړل شو او په کندهار کې خاورو ته وسپارل شو.
خدای دې وبښي .
[review]