لیکنه: لېوال افغان
انسانان لومړی له ځان سره د یو کار کولو په نيت کلک هوډ، ارادې، پراخې حوصلې، اخلاص او پر ځان باور کولو ته اړ دی؛ بیا انسان د دغو ذهني پدیدو د تر سره کولو لپاره له خپل ذهن او فکر څخه استفاده کوي. له هغه حقیقته ځینې چې د خدای بنده ګان په خپل چاپيریال کې د ژوند کولو لپاره ډېرې هیلې او غوښتنې لري، د دغو هیلو د پوره کیدو لپاره یو فوق العاده ښه احساس ته اړتیا لري، چې انسان یې په ذهن کې د یو شي د مجسم کولو لپاره لري. یو ډول ژوندی احساس چې له شور، ذوق او مینې سره ملګری وي او دا ټول د انسان په ذهن پورې اړه لري، څومره چې د انسان ذهن وده کوي، په هماغه اندازه خپلو هیلو او ارزوګانو ته نږدې کیږي، چې په دې ترتیب سره د انسان فکر پراختیا مومي او هر څه د یو مقناطیس غوندې په ځان پورې را کاږي.
انسانان د یو څه په اړه د فکر کولو او یا هم کوم شي ته د متوجه کیدو لپاره یو ډول ذهني شبکه لري، دغه شبکه یو ډول ذهني فیلتر دی ، چې د انسان په مخ کې پراته وسایل د خپل دغه فیلتر تر نظر تیروي. په موضوع د لا ښې پوهیدنې لپاره لاندې یوه ساده بېلګه لولو.
مثلاً: فرض کړئ چې تاسو په بازار کې د یوې مېوې دوکان ته ننوځئ، غواړئ یو کرېټ مالټې او یو کرېټ مڼې واخلئ، بېرته چې له دوکان را وځئ، ملګری در څخه پوښتنه کوي چې ايا ليمو هم په دوکان کې شته و؟
تاسو له یو څه شېبې فکر کولو وروسته دې نتيجې ته رسیږئ او وایئ :
که رښتیا ووایم، نه پوهیږم، اصلاً متوجه نه وم…حتما به وي، باید لاړ شم او هغه هم را ونیسم.
کله چې د دوهم ځل لپاره هماغه د مېوې دوکان ته ورځئ، ګورئ چې د لیمو ګانو کرېټ هم د مڼو او مالټو د کرېټونو تر منځ ښکاري، دا چې تاسو ولې نه و لیدلی، علت دا و چې په لومړیو کې له تاسو سره د لیمو د ضرورت احساس نه و، نوځکه د لیمو ګانو پر کرېټ مو سترګې نه وې لګېدلې. ډېر نور ورته مثالونه هم شته، د بېلګې په ډول: د احساس د نه موجودیت او یا نه پاملرنې له امله ډېر وخت داسې پېښيږي چې په لاس کې مو شی وي، خو تاسو یې د څنګ له ملګري پوښتنه کوئ او يا ډېر ځله په خپل لاس کوم څیز او شی ددې لپاره چې د بیا ضرورت په وخت کې در څخه ورک نه شي، په یو معلوم او مشخص ځای کې ږدئ، خو له تاسو يې ځای بیا ورک وي، ښایې نوموړې ستونزه تر ډېره په اروایې او روحي ستونزو پورې اړه ولري، خو پوښتنه دلته پیدا کیږي چې ایا په داسې حالت کې ستاسو د سترګو دنده چې ليدل دي، په ښه توګه نه وه سرته رسېدلې؟ نه هېڅکله نه! بلکې تاسو به د مڼو او مالټو د کرېټونو د اخیستو او لیدو پر مهال حتما څو ځله د لیمو ګانو پر کرېټ هم خپلې سترګې ښکته او پورته ګرځولې وي، خو بیا هم لیموګانو ته نه وئ متوجه شوي. ددغه مطلب په روښانه کولو سره هدف دا دی چې زمونږ ذهن د یو ځانګړي فیلتر لرونکی دی، چې ځانګړي انځورونه کولای شي له هغه عبور وکړي او هغه څه چې له دغه فیلتر څخه تیر نه شي، مونږ او تاسو یې درک هم نه شو کولای، یانې دا سمه نه ده چې هر څه زمونږ په مخ کې پراته وي، نو هرو مرو یې باید ووینو او یا په حقیقت کې هغه ته متوجه شو.
همدارنګه کله چې په یو لوی واټ تیریږئ؛ نو زمونږ او ستاسو د سترګو له مخ په میلیونونو داسې پديدې او شیان چې مونږ ته یو ډول سوژې را کولای شي تیریږي، ولې هغو ټولو ته زمونږ پام نه ور اوړي؟ د مادیاتو او شیانو د درک لپاره شرایط اړین دي. مثلاًد هغوی د ضرورت احساس، یا هغه وخت چې تاسو وږي وئ او د یو لوی سړک پر سر تیریږئ، ښایې ستاسو توجه د یو رسټورانټ تابلو ځانته ور جلب کړي، ممکن رسټورانټ ته ننوځئ او ډوډۍ را وغواړئ، خو که په همدې وخت کې له تاسو څوک د انځور اخیستنځای پوښتنه وکړي، ښایې تاسو ناخبري څرګنده کړئ. په داسې حال کې کله چې له رسټورانټ څخه بهر وځئ، وینئ چې د انځور اخیستنې خونه د هوټل تر څنګ موقعیت لري، خو تاسو نه وه لیدلې!
مونږ هغه څه ته چې اړتیا لرو پخپله د دغه کار د ضرورت احساس خپل ضمیر ته انتقالوو، په دې سره زمونږ ذهني شبکه فعاليږي او هر هغه څه چې زمونږ د موخې د اړتیا سره تړلی وي هغه جذبیږي او ذهني شبکه اجازه ورکوي تر څو هغه زمونږ ذهن ته ور سوي.
همدارنګه کله چې له یو څه سره مینه ولرو؛ د هغه د تر لاسه کولو پیغام هم زمونږ ضمیر پخپله تر لاسه کوي او په دې حالت کې زمونږ ذهني شبکه ددغې ځانګړې موضوع په هکله ډېره حساسه او فعاله بڼه غوره کوي. د بېلګې په توګه کله چې تاسو له یوې خاصې موسیقۍ سره مینه لرئ، هر ډول خبر او معلومات چې د ددغې موسیقۍ په اړه خپريږي؛ تاسو هغوی ته ډېر متوجه وئ او هغه ته خپله ټوله پاملرنه ور اړوئ. دغه موضوع د لیدلو په حس او یا د انځورونو په کتلو پورې منحصره نه ده، بلکې د اوازونو په اړه هم همداسې در واخلئ. مثلاً:په واټ کې په یوه داسې ګڼه ګوڼه تیریږئ چې خلک یې پخپلو منځونو کې پر سختوګرمو بحثونو باندې اخته وي، اما تاسو د هغوی یوې خبرې ته هم خپل پام نه ور اوړي، ځکه تاسو ته خپله ذهني شبکه له هغو څخه د تېرېدلو اجازه نه درکوي، تر څو هغه واورئ او خپل ذهن ته یې وسپارئ.