ژباړه: قاسم امیري
مغز د انسان په بدن کې تر ټولو پېچلی غړی دی. د تاریخ په اوږد کې د انسان مغز د خپل ځان پېژندنې په اړه د پام وړ پاملرنه نه ده کړې. له لرغونو مصریانو رانیولې تر یوناني فیلسوفانو هېچا د انسان مغز ته لکه څنګه چې پکار وو، پام ندي وراړولئ، خو د ټکنالوجۍ په پرمختګ او عصري آسانتیاؤ سره اوسنیو څېړونکو او پوهانو د مغز په اړه څېړنو ته ځانګړې پاملرنه کړې. دوی د مغز پېچلې جوړښت لاپسې لالهانده کړل تر څو د مغز د دومره خارق العاده ځواک او پېچلي ماموریت په اړه ډېر پوه شي.
په لاندې ډول مو د انساني مغز په لسو ځواکمنو وړتیاؤ او کړنلارو بحث کړئ، پدې هیله چې ستاسو لپاره ګټور وي.
د نړۍ نامتو اناټومي پېژندونکي (ګالن) انساني مغز ته د ټولو انساني خوځښتونو، غبرګونونو، حساسیتونو، ځانګړتیاؤ او خبرو کولو د قومندان لقب ورکړئ، خو ګالن په مغز کې د یو ډول سپینې او پولادي رنګه مادې په اړه نه پوهېږي. د نن ټکنالوجۍ او پرمختګونو د دې آسانتیا برابره کړې چې د انسان د مغز جوړښت او څرنګوالی په خورا دقیق ډول وڅېړل شي. د نوې ټکنالوجۍ په بنسټ چې کومې موندنې لاس ته راغلې؛ د ګالن په څېر کسان هم حیران کړل چې ټول عمر یې د مغزي اناټومېست په حیث د مغز په اړه څېړنې او تحقیق کاوه.
۱: د انسان مغز ډېر لوی دی
په منځني ډول د یو بالغ انسان د مغز وزن له ۱.۳ څخه ۱.۴ کیلوګرام پورې رسېږي. د انسان د سر جمجمې ۸۰ سلنه برخه یوازې مغز جوړوي او پاتې نور یې د وینې او شوکي نخاع څخه جوړه برخه ده. په بل عبارت: د انسان د سر په جمجمه کې د شته موداو حجم د دوه لېټره د اوبو بوشکې له حجم سره برابري کوي.
۲: خو د انسان مغز مخ په لږېدو دی
له تاریخ مخکې (ماقبل تاریخ) انسانانو ماغزه ډېر لوی وو، د یو لړ څېړنو په بنسټ د انسان د مغزو اندازه له ۵۰۰۰ کلونو مخکې تر اوسه تر ۱۵۰ سانتی متره را کم شوي چې د دې لږوالي کچه د ټول مغز له لس سلنې کتلې سره برابرېږي. که څه هم تر اوسه د مغز د کموالي عمده لاملونه نه دي موندل شوي اما ځينې پوهان پدې اند دی چې په کتلوي لحاظ د مغز په حجم کې کموالی له مغزي فعالیتونو سره په نېغه اړیکه لري، یانې هر څومره چې مغزي فعالیتونه ډېرېږي؛ هغومره د مغز په حجم کې کموالی رامینځته کېږي. یوه بله ډله څېړونکي بیا پدې اند دي چې: مخکینیو انسانانو به کلک او جامد غذایي توکي ژوول، د دوی په زامو ډېر فشار راتلو چې همدا فشار د دوی د مغزونو د لوی والي سبب وو خو دا چې نن سبا د ژوند آسانتیاوې ډېرې پراخې شوې؛ انسان د تېر په څېر کلک او نه ماتېدونکي توکي په غاښو او زامو نه ماتوي ځکه یې د مغزونو کچه هم متناسباً راکوچنۍ شوې. په هر حال که د مغزونو د کمښت لپاره هر دلیل موجه وبلل وشي؛ بیا هم تر اوسه هېڅ داسې موثق شواهد نشته چې پکې د مغز کتلوي کمښت د ذکاوت او ځيرکتیا له کمښت سره تړلی وښیي، یانې په کتلوي لحاظ د مغز لوي والی هېڅکله د انسان په ذکاوت او ځیرکتیا یا بالعکس د مغز کوچینوالی د انسان په ټنبلۍ دلالت نشي کولی.
۳: د انسان مغز انرژي خوري
مغز چې د انسان د بدن یوازې دوه سلنه وزن جوړوي د ټول بدن د اړتیا وړ آکسیجن څخه ۲۰ سلنه او د وینې د ګلوکوز څخه ۲۵ سلنه په یوازې ځان لګوي. د مغز لپاره د اړتیا وړ انرژۍ کچې د پوهانو تر مینځ د یو لړ مباحثو سبب شوې تر څو ومومي چې کوم غذایي توکي د انساني مغز د تکامل او لوی والي سبب ګرځي. په لومړیو کې غوښه د مغزي تکامل لپاره اړین غذا وګڼل شوه اما د غوښې له ټاکلو بېرته پدې خاطر صرف نظر وشو چې غوښه د اتکا وړ غذایي سرچینه نشي کېدای او پر ځای يې پوهانو داسې غذایي توکې وټاکل چې د انرژۍ له اړخه شتمن وې، ضمناً د مغزونو په تکامل کې هم له هر راز جانبي زیانونو پرته رغنده ونډه ولري. یوه بله نظریه بیا د مغزونو په لوي والي او کوچینوالي کې اقلیمي بدلونونه، د چاپېریال اغېزې او ټولنیزې سیالۍ برخمنې بولي.
۴: د مغز په مخ ګونځې له ذکاوت او ځیرکتیا سره په نېغه اړیکه لري
د انسان مغز له یو په بل کې نغښتو غوټو او هسکو ټیټو څخه جوړ شوی. د انسان په مغز کې هسکې ټیټې یوازې د مغز په برسېرنه سطح کې ځاي لري چې ژورې برخې یې د (Sulci) او لوړې برخې یې د (Gyri) په نوم یادېږي. د مغز هسکې او ټیټې سطحې ته مغزي غشاء ویل کېږي چې تر ۱۰۰ بېلیون عصبي نیورونونه یې ځان کې ځای کړي. د مغز دا پېچلی جوړښت مغز سره مرسته کړې چې په کوچني فضا کې ځان راغونج کړي خو په بدل کې خپل ځواک لاپسې زیات او بسیج کړي.
۵: د مغزي سلولونو لویه برخه نیورون جوړوي
پخوانۍ نظریه چې ګواکي انسان یوازې د خپل مغز له لس سلنې ظرفیت څخه ګټه اخېستی شي؛ په بشپړ ډول ناسمه نظریه ده بلکه څېړنو موندلې چې د پورتني کاذب ذهنیت دلیل دا کېدای شي چې نیورونونه د ټول مغز لس سلنه برخه جوړوي. د مغز پاتې نور سلولونه چې د مغز د ټول وزن له نیمايي زیاته برخه جوړوي؛ یو ډول سلولونه دي چې د Glia په نوم يادیږي چې په یوناني ژبه کې ورته نښلوونکې مانا ورکوي.
۶: مغز د یو سپورتي لوبغالي په څېر محفوظ امنیتي ګارډ لري
په سپورتي لوبغالو کې نندارچیان له ځانګړو لارو له یو لړ کتنځیونو وروسته د ننه ځي چې په لوبغالي کې د ننه سیمه بیا د چارچاپیرو هسکو دیوالونو پذریعه احاطه شوې کټ مټ همداسې یو لوبغالي ته ورته په مغز کې د سلولونو جوړښت په تېره بیا د مغز د وینې په سیستم کې د داسې یو میکنیزم په بنسټ کار کوي چې یوازې یو څو مالیکولونو ته د مغز ننني برخې ته د ورتګ اجازه ورکوي. هلته هر مالیکول په یو خاص میخانیکیت ارزول کیږي او له بشپړ څارنې وروسته یې د ورود یا بېرته په شا راشړلو په اړه پرېکړه کېږي. د سلولونو تر څنګ ځينې وېښتانو ته ورته کوچني رګونه چې د مغز د تغذیې دنده پر غاړه لري، د لویو او غیر مجازو مالیکولونو له ورود څخه په کلکه مخنیوی کوي، یوازې ځانګړي پروټينونه د دې اجازه لري چې د مغز د اړتیا وړ مواد د ننه ولېږدوي.
دا ساتونکي دېوالونه که له یوې خوا د مغز ساتنه کوي له بلې خوا مغز ته د هر راز حیاتي درملونو له ورود هم مخنیوی کوي.یوازینۍ لاره چې کولی شي لدې کلکو امنیتي کمربندونو څخه مغز ته دارو او درمل ولېږدوي؛ هغه د نانو په نوم نوې ټکنالوجۍ ده. په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې چې د مغزي سرطان په اړه کومې څېړنې ترسره شوې، پوهان پدې وتوانېدل چې له همدې محافظتي دېوالونو څخه یو لړ خاص درمل د مغز داخلي سرطاني تومورونو ته د ننه تېر کړي. پوهان وایي چې په راتلونکې کې به د همدې نانو څاڅکو او یو لړ کمیاوي درملو پذریعه د مغزي داخلي سرطاني تومور د له مینځه وړلو لپاره لاره هواره کړي.
۷: مغز د جنین د جوړېدو په لومړیو کې لوله يئ شکل لري
د مغز د جوړښت بنست د جنین د تشکیل له لومړیو اېښودل کېږي، د جنین د جوړښت څخه دري اونۍ وروسته د لومړنیو سلولونو څخه یوه پاڼه بېلېږي او په عصبي لوله بدلېږي. دا لومړنی نسج په حقیقت کې مرکزي عصبي سیسټم مینځته راوړي. عصبي لوله د جنین له لومړیو څخه جوړېږي چې د مغز له نورو برخو څخه توپیر لري. د نیورونونو او سلولونو د تشکیل مرحله له دريو میاشتو وروسته پیل کېږي خو د مغز ګونځې او سطحي هسکې ژورې په ځنډ جوړېږي چې د ماشوم د زېږېدنې څخه ۲۴ اونیو وروسته یوازې یو څو ګونځې د مغز په برسېرنه برخه کې راڅرګندېږي او کرار کرار یې لمن خپرېږي.
۸: مغز په بشپړ ډول تکامل ندی کړی
د مغز د پولادي رنګه برخې د نمو نهایي کچه د انسان له بلوغیت سره تړلې چې د ځلمیتوب په وخت کې د مغز د مخکینۍ برخې سره همزمان پراختیا پيدا کوي. د دې برخې پراختیا له انسان سره د پرېکړو او قضاوت په اړه مرسته کولی شي. څېړنې دا په ګوته کوي چې د مغز ځینې برخې د ۱۶څخه تر ۱۷ کلنۍ او ځینې نورې یې تر شل کلنۍ پورې بشپړ تکامل ته رسېږي. مغزي پوهان د مغز د بشپړ تکامل په اړه د عمر محدودیت کره نه بولي بلکه دوی د مغز په تدریجي تکامل باور لري، خو د مغز تدریجي تکامل د انسان له فزیکی تکامل سره قسماً متناسب ښکاري.
۹: مغز هېڅکله له بدلون او تکامل څخه لاس نه اخلي
یو وخت داسې نظر وو چې: (د ځوانۍ د عمر په تېرولو سره په مغز کې په تېره بیا د نښلوونکو سلولونو په برخه کې د نویو نیورونونو زیږون په ټپه درېږي) هغه نظریه چې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې ناسمه اعلان شوه او پوهانو په خپلو نویو موندنو سره دا وښوده چې مغز د عمر په اوږدوالي کې د نویو نیورونونو د زیږون او تولید جوګه دی آن تر دې چې د عمر زیاتوالی پرې هېڅ اغېز نه کوي. پوهان پدې اند دي چې په مغزي تمرینونو سره د مغز فعالیت تل ژوندی ساتل کېږي.
۱۰: د نرانو او ښځو په مغز کې ورته والی
په عامه کچه داسې انګېرنې شته چې د نرانو او ښځو د مغزونو تر مینځ توپير شته. دا سمه ده چې د نرانو او ښځو ځانګړي هورمونونه د مغز په پراختیا بېلا بېلې اغېزې کوي. تر اوسه د نرانو او ښځو تر مینځ په تېره بیا د درد او رنځ احساس، ټولنیزو پرېکړو او د رواني فشارونو سره د مقابلې په برخه کې خورا ژور توپيرونه ښودل شوي خو په فیزیولوژیک ډول د مغز ډیری برخه او مغزي ځواک په نرانو او ښځو کې ورته والی لري.
د مغز په اړه د جنسیتي توپيرونو په اړه چې کومې څېړنې ترسره شوې؛ د جنسیت رول د مغز په ځواک او قدرت کې ناسم بولي، یانې هېڅکله روغ نارینه له روغې ښځې یا روغه ښځه له روغ نارینه څخه په مغزي لحاظ غښتلي یا کمزوري نه دي. د روان کال د جنوري ماشتې په لړ کې د نړۍ په کچه د ۶۹ هېوادونو څخه په کابو نیم میلیون نجونو او هلکانو د یو لړ آزموینو څخه په ترلاسه شویو موندنو کې راغلي چې: د نجونو او هلکانو تر مینځ د دوی د محاسبې او ریاضیاتو په برخه کې د مغزي ځواک په اړه د دوی په ذکاوت کې هېڅ توپیر نشته.
سرچینه: themindunleashe او livescience.com