لیکنه: عبدالتواب بارک
لکه څنګه چي پوهیږو د روان لغوي معنا روح او جان دی علمی څېړنو اوتجربو ثابته کړې چی د انسان رواني یا روحي ځواک ،عقل فهم ،ارادې شعور او هوش ته شاملیږي او هر کله چی یو د دې عناصرو څخه صدمه او زیان وموي نو دشخص رواني ځواک د اختلال او ګډوډیدو سره مخامخ کیږي او وروسته له دې ښایی چی صحیح او د منلو وړ رفتار او کړني ونه لري
عقلي او دماغي اختلالات پر دوه ډوله دي
۱ـ عقلي او دماغي معلولیتونه : د هغو اشخاصو څخه عبارت دي چی عقلي او دماغي ځواکی یی کمزوری وي.
او دا ډول اشخاص پر پنځه ډوله دي
تش مغزان یا احمقان : د دې ډول اشخاصو عقلي او ځواک بشپړ نه وي او دماغ یی د دوه کلن ماشوم په څیر وي A
روا او ناروا کړني نه پيژني
سپک مغران یا امبیسلیان: د دې ډول اشخاصو عقلي او دماغي ځواک نسبت تش مغزانو ته قوي او لوړ وي او دماغB
یې ۳څخه تر۶کلن ماشوم په څیر وي ښه او بد اعمال یو له بل څخه بیلولای شي
بې عقلان یا ډبلیان: د تش مغرانو او سپک مغرانو په نسبت ښه وي دماغ یی د ۷-۱۰ کلن ماشوم په څیر ويC
کم استعداده اشخاص یا ټمبلان : د عقل درک او علمي مهارتونو له مخي د یو ۱۲ کوچني په څیر وي استدلال اوD
قضاوت نشی کولای ولي په تکرار سره یو څه زده کولای شي
د طبعي او نارمل حالت څخه ټیټ اشخاص : کافي عقلي تمرکز نه لري فکري چارو سره علاقه نه لري ، خوE
که شرایط ورته مساعد شي تحصیلات هم کولای شي
۲ـ عقلي او دماغي ناروغی: له هغه حقیقي او واقعي ناروغیو څخه عبارت دي چي عقلي ځواک یی مختل کوي.
او پر دوه ډوله دي
۱ سایکوزیس: دشخص د فعالیت ټول اړخونه احاطه کوي او دا بیا پر دوه ډوله دي
پارانویا :په دې ناروغی اخته شخص خپل عادي لید لوری له لاسه ورکوي ، دروغجن او غیر واقعي احساس پیداکوي
شیروفرني: شخص ټول کردار رفتار او شخصیت غیر عادی او غیر نور مال وي ، له واقیعت سرع له ناروغ اړیکه پرېکیږي
او په غیر واقعي دنیا کښي ژوند کوي او ځانته دنورو له خوا د سپکاوي احساس کوي
۲- نروزیس: په یوه مشخصه ساحه کښی غیر نورمال وي، د ناروغی درک کولای شي دا چه خپله پوهیږي بیا هم زیات ځوریږي
د ویري او ډار احسا زیات کوي
لکه دموټر څخه ویره یو ډول یی د مرګي په نوم هم یادیږی درملنه یی ستونزمنه ده.