لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
د رنګونو په اړه په مختلفو هېوادونو کې ګڼې تجربې او څېړنې ترسره شوي دي ،څېړنو ښودلې چې هر انسان ځانګړي رنګونه لري ، له دې رنګونو څخه يې ځينې انسان فعالوي او په حرکت يې راولي ، خو ځينې نور رنګونه يې بيا آرموونکي بلل کيږي .
د ( ابها ) د انجونو د ښوونې او روزنې پوهنځي د اروا پوهنې د څانګې مرستياله استاذه ډاکتره نجوي بنيس داسې وايې :
( د انسان چاپېره رنګونه په مستقيمه توګه دهغه په روان اغېز کوي، ځينې ناروغۍ چې د بنفشه يي ناروغيو په نامه ياديږي رنګونه يې تر بل هر څه ښه درملنه کولي شي )
ارواپوهان په دې توانېدلي چې دانسان د صفاتو، خويونو ، روغتيايي حالت ، ميلان ، مزاج ،سلوک ،او د هغه دخوښې وړ رنګ ترمنځ اړيکې په ګوته کړي . د بېلګې په توګه ددې لپاره چې ناروغ له واقعيته ليرې وي او ډېر تشويش ونه کړي ، د عقلي او اروايي ناروغيو متخصص رنځورپوهان په خپلو روغتونونو کې روڼ بنفشه يي رنګ کاروي. ځکه دا رنګ له انسان سره د عصبانيت او هيجانيتوب په مخنيوي کې مرسته کوي .
د رنګونو علم پرمختګ وکړ ، او يوازې په دې يې بسنه ونه کړه چې د ځينو ناروغيو درملنه وکړي . بلکې د رنګونو علم ځانته يوه نوې بڼه غوره کړې او کولي شي چې د ميکروسکوب په واسطه د ميکروبونو او باکترياوو رنګونه هم مالوم کړي … ددې علم په برکت سره کولي شو هغه رنګونه هم مالوم کړو چې دا جراثيم او باکترياوې راپاروي او په فعاليت يې راولي ، او يا يې د زيان مخه نيسي او ورڅخه راپيداشوې ناروغۍ درملوي .