لیکنه:مسعود پښتون
الله تعالی په دې مجازي نړۍ کې ځینې داسې طبیعي شیان او غږونه پیدا کړي، چې د انسان د سکون او ارامتیا لپاره پکې یو څه تر سترګو کیږي. ډیر کله ددې طبیعي شیانو په هغه خوب وړونکیو او ربابي اوازونو څوک نه پوهیږي. ښکلا یې نه محسوسیږي خو زموږ وجدان ته سکون راکوي، په سترګو نه لیدل کیږي خو زموږ په بدن کې د ځوانۍ خوبونه تازه کوي.
ځینې وخت خو یې دا هنري او د شړنګ نه ډک اوازونه زموږ په ذهن کې مختلف خیالونه جوړکړي، کله کله مو ددې مجازي نړۍ هغه دور ته ورسوي، کوم دور کې، چې زموږ پلرونو او میندو ژوند کاوه، په ذهن کې مو مختلف سوالونه را پورته کړي، کله کله راته په خوله کې د مینې او محبت کیسې راکړي او بیا مو مین کړي، په مینه کې مو له ستونزو او ربړونو سره هم مخ کړي، خو بیا سکون هم راکوي، کله کله داسې هم وشي، چې له دې مجازي نړۍ نه راته زړه تور کړي او له ځان نه مو هم بې زاره کړي.
په طبیعت کې څومره ښکلي اوازونه شته! یو اواز د سکون لپاره، بل اواز د ښکلا او رنګینو لپاره، بل اواز د موسقیت لپاره، بل اواز زموږ د جزبو او ولولو لپاره، بل اواز د مینې او د ستاینې لپاره، بل اواز د ښایستونو او د جمال لپاره او بل په مینه کې د اظهار لپاره. تر کومې اندازې د انسان د سکون او ارامتیا لپاره نه ستړې کیدونکي اوازونه او طبیعي ښکلاګانې پیدا شوې، ځیې ځینې خوددې ښکلاګانو په ښکلا او ربابي او له شرنګ نه ډک اوازونو په حس باندې نه پوهیږی. ولې ځینې کسان شته،چې له دې طبیعي ښکلاګانواو اوازونو څخه د زړه له تله خوند اخلي.
هر هغه طبیعي غږ، چې د انسانانو په چاپیریال کې شتون لري له یو خاص هنري غږ او شړنګ څخه برخمن وي. دا غږونه د انسان سره د پیدایښت نه شروع تر مرګه ملتیا کوي. باید یادونه وکړم، پوهان وایي کله، چې ماشوم د مور په رحم کې ژوند کوي نو هغه وخت دی د مور د زړه درزا ته غوږ ږدي او له هغه نه یو خاص خوند اخلي. همدارنګه د پیدایښت نه وروسته د مور په ښکلي غږ کې، چې کوم هنریت او موسیقي دی، ماشوم دې ته اړ باسي، چې ژر ویده شي. چون ماشوم په دې وخت کې په دې نه پوهیږي، چې مور مې راته څه وایي خو یوازې هغه هنریت او موسیقي، چې د مور په ښکلي غږ کې ده ماشوم ویده کوي.
دې ته ورته زموږ په چاپیریال کې ځینې نور داسې هنري اوازونه هم شته، چې زموږ په ذهن ډیر تاثیر کوي، که د شاعرانو په نظر ورته وګورو په باد کې داسې یو هنري اوله خمارنه ډک اواز نغښتی دی، چې مین ته سکون ورکوي، او مین هغه اواز ته د خپلې معشوقې د اواز خطاب کوي او خپل زړه پرې سکون کوي.
همدارنګه په ځینو طبیعي ښکلیو اوازونو کې داسې تاثیرات لیدل کیږي، چې انسان بې له خپلې ارادې سکون ته مجبوروي. د غرونو نه د هغو بهیدونکو اوبه یادونه کوم، چې زموږ د کلیو په منځ کې بهیږي، د شپې له خوا یو زنګیدلی او له شړنګ نه ډک اواز لري. ددې شرابي اود شړنګ نه ډک اواز په اوریدو سره زموږ په ذهن کې هغه ډول یوه څپه جوړیږي کومه، چې په خپله مستۍ کې ورکه اوړي را اوړي، چې نه یې د مینانو زړونو ته فکر وي، چې ټوله شپه د خپلو محبوبو په شوګیر کې تیروي او نه یې د هغو مسافرو زړونو ته فکر وي، چې له ډیر وخت نه د خپل کلي او کور نه جدا او لرې وي. دا اوبه د کومو، چې اواز تر موږ را رسیږي موږ ته یو ډول سکون او ارامي رابښي.
په مازدیګر کې د چنار د ښکلیو پاڼو شور او زمزمې د مینې، حسن، محبت، الفت، یوالي، لطافت، ظرافت نه ډک داسې یو شور خوروي، چې یو خاص ترنم او موسقیت لري. ډیر کله شاعران او لیکوالان په خپلو لیکنو کې د دا ډول شړنګیدونکو او له ترنم نه د ډکو اوازونو یادونه کوي، چې له تاثیر نه یې دوي هم په امن نه دي، او نتیجه دا کیږي، چې شاعر او لیکوال په خپلو لیکنو او غزلونو کې دا ډول طبیعي غږونو ته ځای ورکړي.
د کړنگ ژمي سړه شپه ده
بربر خېژي د پنډغالي د کېږديو
د سړې سيلۍ له کوکو او شور ځوږه
چې راځي له ارتو ويړو سپېرو دښتو
پر اوږو د تورو خاورو، زږو شگو بړبکيو…
یادو مثالونو ته په کتو سړی دې نتیجې ته رسیږي، چې طبیعت څومره ښکلی دی او په طبیعت کې د انسان د سکون او ارامتیا لپاره څومره ښکلي اوازونه شته، چې د ستوماني او ناهیلیو په وخت زموږ فکر او خیال ته په داسې ډول بدلون ورکوي، لکه یوڅوک، چې د ډیرې ستړیا او ناارامۍ له وجې د مور په زنګون سرکیږدي او مور ورته په هغو باکمالو ګوتو په سر لاس کیږدي، چې په نتیجه کې زموږ د ټولو ناهیلیو، نا ارامیو، ستومانیو او ذهني ستړیا مخنیوي کوي او موږ سکونوي.
رښتیا ده، چې په طبیعت کې څومره ښکلاګانې او هنري اوازونه شته. بې دریغه مو په خیال او فکر کې را د ننه کیږي، له چانه پوښتنه نه کوي، په هر فکر او ذهن کې د ځان لپاره یو ځای جوړوي. رښتیا خو دا ده، چې هیڅ فکر او ذهن او خیال ددې ښکلاګانو او له شړنګ نه د ډکو اوازونو له اوریدو نه د ستړیا احساس نه کوي.
دوي هم د هغو ماشومانو په شان ورسره لوبیږي کوم، چې د لانځکو سره په کوڅو کې لوبې کوي. یوه لانځکه وي کله یې مور کړي او کله یې ناوې کله کله خو داسې هم کیږي، چې د کلیوالې نوم ورکوي، چې هدف ترې په خوښیو او خوشحالیو باندې د خپل وخت تیرول وي.
حقیقت دی، چې طبیعت ډیرښکلی دی او د انسان په ارامتیا او سکون کې تر ډیره طبیعي اوازونو دخیل دي.وګورئ! د شاعرپیغام ته، چې په څومره هنریت سره یې تر خپل جانان ور رسوي.
باده په باد مې سلام وایه
دا ورته وایه، چې جانان دې یادوینه
پیښور پوهنتون
۲۰۱۵/۱۰/۱۴