ژباړه: احمد جاوېد صديقي
کله چې تخیل یادوو، په نا خبره (ناخود اګاه)توګه داسې احساس کوو چې لا شعورې نړۍ ته سفر کوو، چې کیدای شي لرې راتلونکي، تیر موموز وخت، عجیبې او غریبې سیمې او یا هم کیدای شي د شعر او کیسو سیمې وي چې ټول یې زموږ تر نظره د تعجب وړ او نه مننونکي ښکاره شي.
دغه افسانه يي ځواک چې د انسان ځانګړنه ده ، زمينه ورته برابروي چې انسان ډير هنري او ادبي اختراعات ولري.
ژول ورن وايي: «هره موضوع چې یو شخص يې تصور وکړي، نور کسان کولی شي هغه په واقعیت بدله کړي. » چې دغه موضوع د تخیل د قدرت ښکارندويي کوي.
ځینې وخت چې تاسو چیرته ارام ناست یى، فکرونه او خیال مو د الوتونکو په څير یوې او بلې خوا الوت کوي او د خیال په اسمان کې یوې او بلې خواته سفرونه کوي، کله هم چیرته ناست یى یا هم کومې خواته سفر کوى او یا هم په څه کار بوخت یى چې له داسې څه سره مخ کیږى، دغه تجربه ټولو انسانانو ته اشنا ده او هره ورځ ورسره مخ کیږي چې دې ډول تخیل ته غیر فعال تخیل وايي.
انسان په دې حالت کې که څه هم دا هوډ لري چې له داسې حالته خلاصون پیدا کړي؛ خو ډير کله ترجیح ورکوي چې د ذهن له دې ډول مرغۍ(الوتونکي) سره پاتې شي.
د داسې تخیل شتون په کم حد کې د انسان د روغتیا لپاره ګټور دی ځکه د ستونزو او کړاوونو پرمهال انسان کولی شي د دې دروني مرغه په مرسته له ستونزو او کړاونو یوه تیښته وکړي او د دې وخت پیدا کړي چې ذهن یې ګډوډ نشي.
خو که چیرې ډير تکرار شي او د انسان ډير وخت ونیسي، سړی کمزوری کوي او د دی لامل ګرځي له دې چې انسان له ستونزو او کړاونو سره مبارزه وکړي وکړي له ستونزو او کړاونو تښتي چې تل بیا ورسره مخ وي ځکه له ستونزو له د مبارزې په صورت کې په راتلونکي کې بیا نه ورسره مخ کیږي.
کله هم تاسو ویده کیږى، ځان وینى چې له ارادې او د زمان او مکان له تړاو پرته د خیال د یوې پیاوړې مرغۍ په لاسونو کې بندي یى، هر ځای ته الوزى او کله هم داسې ځایونو ته پرواز کوى چې روح مو ستړی کیږي، خو کوم کار نشى کولی ځکه په دې صورت کې د انسان اراده بندي شوې ده.
تاسو په دې پړاو کې په هیلو کې ژوند کوى او یوازې له خوبه د پاڅیدو په صورت کې کولی شى ورڅخه خلاصون پیدا کړى او کله کله هم انسان له داسې پدیدو او هیلو سره مخ کیږي چې ورته په زړه پورې او د نویو فکرونو د تولید لامل ګرځي؛ خو د داسې څه پېښېدل ډير کم دي.
اوس تاسو له یو ډول بل تخیل سره بلد شى چې هغه فعال تخیل دی، دا تخيل د داسې لاسته راوړنو لامل کیږي چې د انسان په ژوند کې د بدلون راوستونکی دی.
ویلیام بلیک وايي: « هر کله چې وکولی شو چې تخیل نه په هماغې کچې ګټه واخلو چې له خپل بصري ځواک څخه یې اخلو هر کار د امکان وړ دی».
کالریج د تخیل په اړه وايي: « تخیل داسې ځواک دی چې ذهن او طبعیت له یو بل سره تړي »
وانشتین هم وايي: « تخیل له پوهې نه مهم دی.))
انسان کولی شي د تخیل په ځواک سره راتلونکي ته سفر وکړي، شننه وکړي او نوي څیزونه کشف کړي چې د نویو څيزونو په کشف او اوسمهال یې په برنامه ریزی سره د راتلونکو ګواښونو مخه ونیسي.
له بده مرغه په دریمه نړۍ هیوادونو کې د راتلونکي په اړه په وړاندوینه کې د کمزوزۍ له امله داسې هیوادونه له ډول ډول ستونزو سره مخ کیږي او د دې وړتیا نه لري چې د راتلونکو خطرونو په وړاندوینې سره د ستونزو او کړاونو سره ځان مبارزې ته چمتو کړي.
لامل يې دادى چې داسې هیوادونو کې ماشومانو ته نه زده کوي چې د ژوند کولو لپاره له خپل فعال تخیل څخه ګټه واخلي او کله هم فعال تخیل له هیلو او غیر فعال تخیل سره په یو ډول تیروتنه نیسي او له فعال تخیل څخه ګټه اخیستنه له خیال فافیو سره یو شان ګني او تیروتنه کوي.
کله چې انسان لوی شي دا ډول کمزوري د ستونزو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ښه ډول درک کولی شو، همدا چې په ټولنو کې انسانان له ډول ډول ستونز او کړاونو سره مخ کیږي له دې امله دي چې دوی په دې نه دي بریالی شوي چې د خپل تخیل له ځواک څخه د راتلونکو کړنو لپاره ګټه واخلي.