ژباړه: قاسم امیري
دانسان ځینې ظاهري کوایف او له پټ شخصیت سره یې تړاو د لاندې اووه ګونو ظاهري ځانګړتیاؤ په درلودلو سره نور ستاسو د شخصیت په اړه قضاوت کولی شي.
۱: د لیک ډول: د یو لړ څېړنو په بنسټ د لیک ډول او د لیکلو تورو اندازه د هغو د لیکونکي د شخصیت په اړه ځینې ځانګړتیاوې ښيي. د National Pen Company پذریعه ځینو ترسره شویو څېړنو ښودلې: هغه کسان چې د لیکلو طرز یې نازک او باریک وي؛ دوی شرمناک، وسواسي خو هڅاند شخصیت لري، همدارنګه هغه کسان چې د لیکلو ډول یې ډبل او پلن وي؛ صمیمی، ټولنیز او نرم مزاج شخصیت لري.
کوم کسان چې په مسایلو کې له جدیت څخه کار اخلي؛ د لیکلو پر وخت پر قلم ډير زور راوړي پداسې حال کې چې لطیف او زړه سواند کسان پخپل قلم معمولي زور راوړي.
۲: رنګ: په Psychology Today کې د تازه خپرې شوې مقالې په بنسټ: کوم رنګ چې تاسو یې د خپلو جامو لپاره خوښوئ؛ ستاسو له شخصیت سره اړیکه لري. کوم کسان چې ډېری تور او تور ته ورته پیکه رنګونه ټاکي؛ دوی ډېر حساس دي، هنري روحیه لري، او په مسایلو کې د جزئیاتو سره علاقه لري. کوم کسان چې د خپلو جامو لپاره سور رنګ ټاکي؛ له خپل ژوند څخه خوند اخلي، د چارو د ترسره کولو په وړاندې انرژي لري او په پوره لېوالتیا د خپلو موخو رسېدو لپاره هڅه کوي.
کوم کسان چې شین رنګ خوښوي؛ تر ډېره وفادرا او حساس دي. هغه کسان چې د خپلو کالیو لپاره سپین رنګ ته ترجېح ورکوي؛ تر ډېره منطقي کردار لري او په چارو کې نظم خوښوي او منطقي تسلسل خوښوي، خو د آبي رنګ خوښوونکي تر ټولو حساس ښودل شوي او نور ته پاملرنه یې په فطرت کې ځای لري.
۳: د نوکانو ژوول (خوړل): په مکرر ډول د ځینو بدني عادتونو ترسره کولو ستاسو د شخصیت په اړه ډېر څه وایي: ویل کېږي هغه کسان چې خپل نوکان ژویي (خوري) د نوښت او خلاقیت وړتیا لري خو ډېر غوسه ناک او قهرجن هم دي.
۴: بوټ: ارواپوهان وايي: یواځې د نورو بوټانو ته په کتو د دوی د شخصیت په اړه په پوره ډاډ پرېکړه کولی شئ. د کانزاس پوهنتون د یو نوم وتي څېړونکي (Omri Gillath) د څېړنو په بنسټ: یواځې د مقابل شخص د بوټانو ډول، ماډل، بیې او رنګ ته په کتو د نوموړي د شخصیت په اړه د ځینو ځانګړتیاؤ لکه: مالي وضعیت، سیاسي اند، جنسي تمایلاتو او عمر په اړه ۹۰ سلنه سمه او کره وړاندوېنه کولی شئ.
۵: سترګې: سترګې د انسان د داخلي او پټو ځانګړتیاؤ او خصلتونو هېنداره ده. ستاسو سترګې ستاسو د شخصیت په اړه ډېر څه وايي. د سترګو د ډول څخه څو عمده ټکي استنباط کېدای شي. د بېلګې په ډول: د کوم شي په اړه فکر کوئ؟ آیا وفادار یاست که نه؟ څنګه احساس لرئ؟ او داسې نور…
د یو لړ څېړنو په بنسټ د آبي سترګو لرونکې کسان د نورو په پرتله په جوجاړي، هوکړې او تفاهم کې کمزوي دي. څېړونکو دا هم ویلي هغه کسان چې ډېر شرمناک دي او په سختۍ له نورو سره سترګې په سترګو کېدای شي؛ غالباً دوی د کمزوري ارادت او بې جرأتۍ خواص لري.
۶: وخت پېژندنه: دا چې غونډو او ناستو ته څومره پر ټاکلي وخت حاضریږئ؛ د نورو لید ستاسو په اړه ټاکلي شي. غونډو ته ناوخته او په ځنډ ورتګ ستاسو شخصیت نورو ته کمزوری او متزلزل ورپېژني خو پر وخت او بېړه ورتګ مو د ښه او سمبال شخصیت استازیتوب کولی شي.
۷: نورو ته د لاس ورکولو ډول: څېړونکو موندلې: هغه کسان چې نورو ته په کلکه لاس ورکوي او د دوی لاس هم ټینګوي؛ دوی د نورو په پرتله پخپل نفس ډېر اعتماد لري او پخپل ځان کې ثبات ښکاره کوي. دا ډول خلک خپل احساسات ژر ښکاره کوي او کراروالی یا چوپتیا نه خوښوي. له بلې خوا هغه کسان چې په نرمۍ سره یو بل ته لاس ورکوي؛ نسبتاً پخپل نفس لږ اعتماد لري او غالباً په چارو کې ساده والي ته ترجېح ورکوي. یواځې په یو لاس ورکولو سره د مقابل شخص د صمیمت او عدم صمیمیت کچه سنجولی شو.