لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
سور رنګ … د اور سړي
دا رنګ که د ځينو خطرناکو شيانو رنګ دي خو له بل پلوه يې بيا ګټې هم زياتې دي … سور رنګ د اور رنګ دي او اور هغه څه دي چې انسان يې له تودوخې ګټه اخلي ، همدا راز سور رنګ د وينې رنګ دي او وينه د ژوند راز دي .
هغه کسان چې سور رنګ يې خوښيږي ، هڅه کوي چې د نورو پام ځان ته راجلب کړي ، ځکه دا رنګ ډېر ژر د خلکو پام ځان ته راړوي او پر سترګو يې جادو کوي … دا ډول کسان د ډيناميکي کرکتر خاوندان وي او ځان هيڅکله وروسته او په دويمه رتبه کې نه حسابوي …. دا ډول کسان خبرو اترو او مناقشې سره ډېره لېوالتيا ښايې، د يادونې وړ ده چې دوي کله په خپله کورنۍ کې د کورنۍ له غړو سره او يا هم له ملګرو سره په خبرو اترو او مباحثو کې دومره ليرې لاړ شي چې مباحثه يې د ترينګلتيا تر بريده ورسيږي .
سور رنګ د انرژۍ،ژوند،ګړنديتوب او زړورتيا رنګ ګڼل کيږي .
د سور رنګ ماده چې روميانو او داسې نورو سبزيجاتو او مېوو ته سور رنګ ورکوي، د ( لايکوبين ) په نامه ياديږي. يو لړ امريکايي څېړنو ښودلې چې دا د زړه د ناروغۍ اوپه نارينه وو کې د پروستات د سرطان د راپيداکېدو مخه نيسي . نوموړې ماده د اوکسايډ ضد هم ده، يو لړ ساينسي څېړنو ښودلې چې اوکسايډ په بدن کې د ځينو ناروغيو د راپيداکېدو لامل ګرځي، او په هر څومره اندازه چې په مېوو او سبزيجاتو کې د سور رنګ ماده زياتيږي په هغومره اندازه ورکې د ( پيتاکاروټين ) ماده زياتيږي چې دا په بدن کې په A ويټامين باندې بدليږي . او په پايله کې A ويټامين دبدن پوستکي ته ډېره ګټه رسوي او د ناروغيو په وړاندې د بدن مقاومت پياوړي کوي . خوپه زياته اندازه د سره رنګ بوټو خوړل ښايې ددې لامل هم وګرځي چې د ادرينال غده زيانمنه کړي، او کله چې دا غده زيانمنه شي دا ډول انسانان ډېر ژر په غوسه کيږي او ژر غبرګون ښايي .
ژېړ رنګ …
ژېړ رنګ د لمر د وړانګو رنګ دي ….دا رنګ انسان ته د خوشبينۍ او لويي احساس ورکوي….هغه کسان چې ژېړ رنګ خوښوي هغوي ډېر ټولنيز ښوي لري.دا ډول کسان تل د خوشالۍ په لټه کې وي او دا خوښوي چې نور خلک هم ورسره خوشالي شريکه کړي .
هغه کسان چې دا رنګ خوښوي دهغوي طبيعت وخت په وخت بدليږي …که څه هم دا ډول کسان رښتينې عاطفې لري ، خو بيا هم دوي ډېر ستړي وي، د يادونې وړ ده چې دا ډول کسان د اوږدې مودې لپاره يوه اړيکه نه شي ساتلي … ډېر ژر ستړي کيږي او اعصاب يې راپاريږي او په ناڅاپي توګه اړيکه شلوي. دا رنګ د خوشبينۍ رنګ ګڼل کيږي .
د ژېړ رنګ ماده د ( لوتين ) ماده ده چې په ژېړو مرچکو ، کېلو،جوارو، ليمون، اناناس (زرد جوبه ) او داسې نورو کې شتون لري ،او د کرنې پوهان وايې چې د ژېړ رنګه مېوو خوړل په انسان کې د مستۍ روحيه زياتوي ، او د هضمي سيستم او په ځانګړې توګه د ځګر او کولمو فعاليت راپاروي او لا يې ګړندي کوي .
بنفشه يي رنګ …
دا رنګ د انسان په نفس کې خپګان پيدا کوي … هغه کسان چې بنفشه يي رنګ خوښوي، تل د خيالونو په نړۍکې ژوند کوي او ددوي زرګونه خوبونه ،وسوسې او تمې يې له واقعيته ليرې ساتي … هغه کسان چې دا رنګ يې خوښيږي تل په دې ټينګار کوي چې بايد دده کرکتر هرڅوک خوښ کړي او هيڅ مخالف ونه لري . که څه هم نوموړي به په دې پوهيږي چې دا کار له واقعيته ليرې دي خو بيا هم په دې ټينګار کوي چې ټول خلک ورسره ښه چلند وکړي، ځکه نوموړي په دې پکر دي چې دي يوازيني انسان دي چې ځانته د خلکو د راجلبولو وړتيا لري ، د نورو خلکو په څېر عادي انسان نه دي او د کشش قوه يې تر بل هر چا پياوړې ده .
دا ډول کسان تل هڅه کوي چې سختې تجربې ترسره کړي او په دې لاره کې له ټولو خنډونو تېر شي، دوي په دې کار سره غواړي ترڅو خلکو ته ثابته کړي چې دوي ډېر سخت او ناشوني کارونه هم کولي شي . يا په بله وينا ، دوي تل ددې لېوال وي چې ددوي ټولې پېښې په جادويي توګه ترسره شي او ددې کار کولو لپاره هڅې هم کوي.
ددې ډول کسانو د نوښت وړتيا هم زياته وي ، او د هر ډول هنرونو خوند څکي او ځان ورکې آزمايې . خو که دوي هرڅومره کار وکړي بيا هم دوي په شته امکاناتو بسنه نه کوي او په پاي کې دا عتراف کوي چې ګويا ددوي امکانات محدود دي .دوي له هغه کسانو سره ملګرتيا ډېره خوښوي چې په دوامداره توګه دده ستاينه کوي ، له جذابيته يې متاثر وي او دده غرور زغمي .
کله چې دا ډول کسان له ناکامۍ سره مخ کيږي نو هغه خوبونه چې له واقعيته ليرې دي خو دوي ورته په تمه دي ، له هغې تيريږي … خو بيا ډېر ژر رابيداريږي ، خپلې مړې شوې او له منځه تللې وړتياوې بيا په لاس راوړي او له سره پيل کوي خو هيڅکله ماته نه مني .
تک نسواري رنګ …
ددې رنګ ماده هغه مادې ته ورته ماده ده لکه په چايو ، قهوه او داسې نورو شيانو کې چې شتون لري ، دا ماده د ( پوليفينول ) کورنۍ څخه ده، او د ( فينول ) ماده چې په چايو کې په زياته کچه شتون لري د جسم په پاکوالي کې مهم رول لري . او همدا راز د تومور ( پړسوب ) په مخنيوي کې هم ډېره مرسته کوي ، ځکه دا ماده د اوکسايډ ضد ماده ګڼل کيږي . دا ماده په چکليټ کې هم شتون لري، چکليټ د منګانيز يا د اوسپنې عناصر هم لري ، نو ځکه کله چې چکليټ په زياته اندازه غوړ او شکر ونه لري ، او په مناسبه اندازه وخوړل شي نو ګټې يې هم زياتې وي.
دلته د ( بايو فلافونويډز) (BIOFLAVONOIDS ) عناصر هم شتون لري .او دا عناصر ښايې په بوټوکې د رنګونو په بڼه راښکاره نه شي ، خو د څېړنو له مخې دا عناصر د بدن لپاره ډېر ګټور دي . له دې عناصرو څخه يې ځينې د اوکسايډ ضد دي ، او ځينې يې هرمونونه دي . دا عناصر په مېوو او سبزيجاتو کې شتون لري او د سرطان او د يو شمېر د زړه د ناروغيو مخنيوي کوي. د بېلګې په توګه په بوټو کې د ا ستروجين (estrogen) هرمون هغه هرمون دي چې په ( صويابين) کې په زياته اندازه ترسترګو کيږي . او ويل کيږي چې په ښځو کې د تيونو د سرطان څخه په مخنيوي، او په نارينه وو کې د پروستات د سرطان په مخنيوي کې مهم رول لري .