• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د انشټاين معما

Home ژباړهد انشټاين معما
د انشټاين معما

د انشټاين معما

کلونه کيږي چې دا په زړه پورې ذهني ازموينه د کنجکاوو وګړو له لوري خپريږي او ډېر کسان يې د حل هڅه کوي. ویل کيږي چې دا ازموينه البرټ انشټين جوړه کړې ده او د نړۍ له ټولو وګړو يوازې دوه په سلو کې يې د حلولو ذهني ځواک لري. که تاسې ته ځان ځيرک او باهوښه ښکاري نو ځواب يې په څرګندونه کې وليکئ.

د يادونې وړ ده چې په دې ازموينه کې هېڅ ډول چل او دوکه نشته؛ يوازې منطقي فکر تاسې تر ځوابه رسولای شي. هيله ده نورو ځوابونو ته مه پاملرنه مه کوئ؛ خپل ذهني ځواک وازمويئ.

فرضيه: وانګېرئ چې:

په يوه کوڅه کې پنځه کورونه دي چې بېلابېل رنګونه لري او په هر يوه کې د بېل مليت لرونکی کس ژوند کوي. دا پنځه کسان هر يو بېلابېل ډول څښاک کوي؛ بېلابېل ډول سګرټ څکوي او بېلابېل ډول کورنی څاروی ساتي.

انګريز په سره رنګه کور کې ژوند کوي.

سويډنی يو سپی لري.

ډنمارکی چای څښي.

زرغون رنګی کور د سپين رنګ کور کيڼ لوري ته دی.

د زرغون رنګه کور خاوند قهوه څښي.

د پال‌مال سګرټو څکوونکی مرغۍ ساتي.

د زېړ رنګه کور خاوند ډون‌هېل سګرټ څکوي.

د منځني کور خاوند شيدي څښي.

ناروېژی کس په لومړني کور کې ژوند کوي.

د بلېنډز سګرټو څکوونکی د پشۍ ساتونکي د کور تر څنګ ژوند کوي.

د اسپ ساتونکی د ډون‌هېل سګرټو څکوونکي د کور تر څنګ ژوند کوي.

د بلو ماسټر سګرټو څکوونکی د وربشو اوبه څښي.

جرمنی پرنس سګرټ څکوي.

ناروېژی د شنه کور د خاوند تر څنګ کور لري.

د بلېنډز سګرټو څکوونکی د اوبه څښونکي کس ګاونډی دی.

پوښتنه:

څوک په خپل کور کې ماهی ساتي؟

 

يادونه: که ځواب نه لرئ؛ څو ورځې وروسته راشئ او لاندې د نورو کسان ځوابونه ولولئ.

ژباړه: سعيد

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

توبه

توبه

Dec 13, 2015

ذوالنون مصري وايي: د بدن هر غړي لره توبه شته:[...]

يوه ورځ ژوند

يوه ورځ ژوند

Oct 25, 2015

ژباړه: محمود سعيد د نړۍ له پای نه يوازې دوې[...]

مثبت فکرونه

مثبت فکرونه

Dec 13, 2015

مثبت فکر (1) مينه خپره کړئ ډېر مهال د فېسبوک[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022