• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د انشټین شل خبرې، چې ستاسو د فکر بڼې ته بدلون ورکوي

Home ژباړهد انشټین شل خبرې، چې ستاسو د فکر بڼې ته بدلون ورکوي

د انشټین شل خبرې، چې ستاسو د فکر بڼې ته بدلون ورکوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

البرت انشټین د ۱۸۷۹ زېږدیز کال د مارچ میاشتې په څوارلسمه نېټه د آلمان د اولم په ښار کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. انشټین په ۱۹۲۱ زېږدیز کال د نوبل جایزه تر لاسه کړه. انشټین له سفر کولو سره ډېره زیاته مینه درلوده او په بېلابېلو برخو کې به یې خپل نظر څرګنداوه. ډېری خبرې یې ژوره مانا لري او واقعاً لاره پرانیستونکې دي.

انشټین په خپل وخت کې ډېر ستر سړی و، د نظري فزیک مشهور پوه و، د نسبیت د تیورۍ وړاندې کوونکی شخصیت و. نن به په ډېری سختۍ سره داسې څوک پیدا کړئ، چې د انشټین نوم یې نه وي اورېدلی او د هغه د ژورو خبرو تر اغېزې لاندې نه وي راغلی.

د هستوي فزیک مشهور پوه رابرټ اوپنهایمر د انشټین په اړه داسې ویلي دي: هغه په هېڅ وجه دنیا غوښتونکی سړی نه و او له مادیاتو سره یې مینه نه درلوده، هغه یو رښتینی او سپېڅلی انسان و.

دلته له تاسو سره د انشټین شل ژورې خبرې شریکوو، ترڅو په مرسته یې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وغوړوئ.

۱ ـــ طبیعت ته په ژوره توګه وګورئ، له هغې وروسته به هرڅه په غوره توګه درک کړئ.

۲ ـــ هڅه مه کوئ، چې یو بریالی کس درنه جوړ شي، په بدل کې یې هڅه وکړئ، چې یو ارزښتمن انسان واوسئ.

۳ ـــ روزنه هغه څه دي، چې د هغو څیزونو له هېرولو وروسته، کوم چې په ښوونځي کې مو زده کړي، کولای شو، بېرته په یاد راوړو.

۴ ـــ موږ نه شو کولای، چې خپلې ستونزې د فکر په هغې بڼه باندې حل کړو، په کومې چې ستونزې مو را منځته کړې دي.

۵ ـــ ژوند د یوه بایسکل په څېر دی؛ د دې له پاره چې خپل توازن وساتئ، نو باید حرکت ته دوام ورکړئ.

۶ ـــ مهمه موضوع داده، چې هېڅکله له پوښتنې کولو څخه لاس وانخلئ، د ځیرکتیا د هر حس له پاره یو ځواب شتون لري.

۷ ـــ انسان باید هرڅه ته هغه ډول وګوري، چې دي، نه هغه ډول، چې خوښېږي یې.

۸ ـــ له منفي انسانانو څخه واټن واخلئ، ځکه چې هغوی د هرې حل لارې له پاره یوه ستونزه لري.

۹ ـــ منطق تاسو د ( الف) له ټکي څخه د (ب) ټکي ته رسوي، خو تصور تاسو هرځای ته بیایي.

۱۰ ـــ هېڅکله له هغه کار څخه لاس مه اخلئ، کوم چې د ترسره کولو قصد یې لرئ. هغه څوک چې ستر خوبونه لري، له هغه چا څخه ډېر ځواکمن دی، کوم چې په ټولو حقایقو باندې پوهېږي.

۱۱ ـــ کمزوري خلک غچ اخلي، ځواکمن خلک بښنه کوي او هوښیار خلک نالیدلي نیسي.

۱۲ ـــ یوه کښتۍ په ساحل کې تل خوندي ده، خو دا هغه څه نه دي، چې ورته جوړ شوي.

۱۳ ـــ هغه څه چې سم دي، تل مینه ناک او خوښونکي نه دي او هغه څه چې خوښونکي دي، تل سم نه دي.

۱۴ ـــ زده کړه، په حقایقو باندې د ځان پوهول نه دي، بلکې د فکر کولو له پاره د ذهن روزنه ده.

۱۵ ـــ تخیل له پوهې څخه ډېر غوره دی.

۱۶ ـــ له  مرګ څخه وېره، د وېرو تر ټولو بېځایه بڼه ده، ځکه هېڅ یوه بده پېښه مړ انسان نه ګواښي.

۱۷ ـــ د هرې ستونزې په منځ کې یوه موکه شتون لري.

۱۸ ـــ زه ټولو سره په یوه بڼه خبرې کووم، که هغه ښار پاکوونکي وي او که د پوهنتون رییس.

۱۹ ـــ د ژوند کولو له پاره دوې تګلارې شتون لري، یوه هغه چې داسې وګڼو، چې هېڅ معجزه شتون نه لري او بله یې دا ده، چې هرڅه معجزه وګڼو.

۲۰ ـــ زه له هغو ټولو کسانو څخه د زړه له کومې مننه کووم، چې ماته یې (نه) ویلي، دا هرڅه د همغوی له امله دي، چې زه په دې مقام کې یم.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

درې کسان، درې نېکۍ
عطامحمد میاخېل

درې کسان، درې نېکۍ

May 30, 2015

ژباړن : عطا محمد میاخېل یوه ورځ درې کسان په[...]

د اولاد روزنې پنځوس مهارتونه

د اولاد روزنې پنځوس مهارتونه

Oct 8, 2015

ژباړن : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ خپل اولاد  ته[...]

له بد چلندي ماشوم سره څه وکړو؟

Nov 14, 2017

ژباړه: عطا محمد میاخېل هر کله چې مېلمستیا ته ځم،[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022