لیکنه: قاسم امیري
انټرنېټي نړۍ کې هم د حقیقي نړۍ په څېر ګڼې چارې ترسره کېږي، له سوداګریزو راکړې ورکړې را نیولې تر پرلیکه (آنلاین) زده کړو، بین الفردي او ټولنیزو اړیکو، خبرونو او د تازه پېښو په اړه مالوماتو، علمي او مسلکي څېړنیزو مالوماتو، پوسټي خدمتونو، تبلیغاتي کمپاینونو، تفریحي لوبو او داسې نورو سلګونو چارو ته لاسرسي شونی دی بلکه په اغلب مواردو کې تر حقیقي نړۍ په چټکه او اغېزمنه توګه موخې ته رسېدل یا د چارو ترسره کېدل د انټرنیټ پر مټ ترسره کېدای شي. د انټرنیټ پر مخ د مالوماتو کچه نن سبا ډېره پراخه ده خو آیا کله مو هم د دې ناملموسې نړۍ د پراختیا او پکې د شته محتویاتو د ظرفیت په اړه سوچ کړئ؟
د انټرنېټ پر مخ په هره ثانیه کې ۶۰۰۰۰ ټویټ، یوازي په ګوګل کې تر ۴۰۰۰ زیاتې پلټنې او تر دوه ملیون زیات برښنا لیکونه او داسې نورې چارې ترسره کېږي. آیا په یوه ثانیه کې په دومره کچه لوړ ارقام حیرانوونکي نه دي؟
په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د ترسره شوې څېړنې په بنسټ: د نړۍ په کچه د ویب سایټونو شمېر تر یو میلیارد هم اوښتی او هره شېبه ګڼ شمېر نوي ویب سایټونه جوړیږي، همدارنګه هره شېبه په زرګونو ویب سایټونه له منځه هم ځي چې ښايي همدا لامل د انټرنیټ نړۍ د دوام سبب وي.
د مورېس کانډر پذریعه د ترلاسه شویو موندنو څخه ښکاري چې لږ تر لږه ۴.۶۶ میلیارډ فعال انټرنیټي ویب سایټونه شتون لري، که پدې اړه د لاډېرو مالوماتو په لټه کې یاست؛ لاندې ویب سايټ ته د ننه شئ. www.worldwidewebsize.com
نن سبا په تېره بیا ځوانان تر ډېره انټرنېټي نړۍ ته لاسرسي لري، دوی پکې ځانونه راحت او خوښ احساسوي او تر ډېره انټرنيټ او انټرنیټي آسانتیاوې پخپل ورځني ژوند کې مدغم بولي. ځوانان د هر راز پوښتنو لپاره ګوګل او نورو پر لیکه پلټنځایونو ته مراجعه کوي، تر ټولو تازه پېښې او د پېښو په اړه کره خبرونه پکې څاري، د خپلو مالوماتو لپاره ترې د جامع الکمالات لارښود په حیث ګټه پورته کوي، له ملګرو سره اړیکي د انټرنیټي خدمتونو پذریعه سمبالوي، همدارنګه په کاروبار او مدیریتي چاپېریال کې د انټرنيټ پر مټ هره شېبه خپلې چارې پر مخ وړي او داسې نور…
د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په وروستیو کې د ځینو څېړنو موندنې ښيي: د انټرنېټي نړۍ پر مخ د زېرمې ظرفیت ۱۰ په توان د ۲۴ بایټ ته رسېدلی. په بل عبارت: همدا ظرفیت د یو مېلیون اګزابایټ په نوم یادېږي. په یاد مو وي چې هر بایټ په نورو ۸ کوچنیو یو بل ته ورته واحدونو ویشل شوې چې هر واحد ته یې بیټ ویل کېږی. که د اېګزابایټ د ناملموسې کلمې پر ځای بله کلمه وکاروو چې عین مفهوم افاده کړي هغه به یو ملیارډ میلیارډ بایټ وي. خو دا پورتني ذکر شوي ارقام د دوه کالو مخکې دي. څېړونکي پدې اند دي چې: د ۲۰۱۶ کال تر پایه به د انټرنېټ پر مخ د زېرمه شویو محتویاتو کچه تر ۱.۱ زيټابایټ ورسېږي، په همدې خاطر خو ځینې پوهانو اوسني عصر ته د زیټابایټ عصر نوم ورکړی. تر ټولو حیرانوونکې خبر دا چې له ۲۰۱۹ زیږدیز کال وروسته به د انټرنیټ نړۍ پر مخ هر کال د ۲ زیټابایټ په کچه نوي مالومات او محتویات ورزیاتیږي.
د زیټابایت عدد د لا ښه وضاحت لپاره د سیسکو شرکت مسؤل مدیر (ټوماس بارنټ) د خپل شرکت په ویبلاګ کې لیکلي: “یو زیټابایټ د ۳۶۰۰۰ کلونو په کچه د لوړ کیفیت ویډیو Duration څخه عبارت دی.”
د کالیفورنیا د ډیویس پوهنتون د کمپیوټري علومو استاد (پروفیسور مارټین هیلبرټ) په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د Science ژورنال خپرندویه مجلې پر مخ د خپلې مقالې په ترڅ کې لیکلی: “انټرنیټ په وروستیو لسو کلونو کې ډېر چټک او حیرانوونکي پرمختګ وکړ.” ښاغلی هیلبرټ زیاتوي: “په ۲۰۰۰ زیږدیز کال کې مخکې لدې چې د انټرنېټ څخه په پراخه او نړیواله کچه ګټه اخېستنه زیاته شي؛ د ټول انټرنیټ پر مخ د شته اطلاعاتو او محتویاتو کچه یوازې ۲.۲ ایګزابایټ وه چې همدا کچه په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې ۶۵ اېګزابایټ ته ورسېده.”
اما د انټرنیټي نړۍ دومره پراخوالی زمونږ په فزیکي او حقیقي نړۍ که څومره کېږي؟
د دومره بایټ او بیټ په لوستلو به خامخا لار ورکي شوي یاست، خو تاسو اندېښنه مه کوئ!
په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې څېړونکي پدې هڅه کې شول تر څو د انټرنیټ نړۍ پر مخ د اطلاعاتو او محتویاتو کچه په فزیکي مقیاس وښيي. دوی بالآخره دې انټرنیټ نړۍ پر مخ د زېرمه شویو محتویاتو کچه د آمازون ځنګلونو د ۲ سلنې اراضي له مساحت سره برابره وبلله. په همدې کال یو بل خبریال د انټرنیټ پر مخ د شته ویب پاڼو شمېر ته په کتو پکې د شته مالوماتو او محتویاتو د کچې په اړه لیکلي: “د ټول انټرنیټ اطلاعات او محتویات په ۳۰۵۵۰۰۰۰۰۰۰۰ پاڼو کې چاپېدای شي.”
هېلبرټ وایي: “د انټرنيټ پر مخ د انالوګ (لکه کتابونه او مجلې) او ډیجیټل محتویاتو ټوله کچه ۲۹۵ ایګزابایټ ته رسېږي. که همدا اطلاعات او محتویات په داسې سي ډي ګانو کې ځاي پرځای کړو چې هره یوه یې ۷۰۰ میګابایټ ظرفیت ولري او بیا دا ټولې سي ډي ګانې یو پر بل کېږدو؛ له یو پر بل ايښو سي ډي ګانو څخه به دومره لوړ کتار جوړ شي چې له پیل څخه پاي ته د رسېدو لپاره به یې یو ځل له ځمکې څخه سپوږمۍ ته او بېرته له سپوږمۍ څخه ځمکې ته د ټول مسیر څلورمه برخه لاره مزل کولو په کچه واټن ترې لاس ته راشي . دا پدې مانا ده چې: د سي ډي ګانو یو پر بل ایښو عمودي کتار به تر ۴۸۰۵۹۰ کیلومټره واټن ته ورسېږي.”
(د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ واټن ۳۸۴۴۰۰ کیلومټره دی)
هیلبرټ په پای کې لیکلي: “مونږ غواړو له اطلاعاتي دوران څخه علمي دوران ته ولاړ شو.”
قاسم امیري
د ارقامو سرچینه: livescience