لیکنه: ګل رحمن رحماني
د ځوان او نوښتګرشاعر فريد نوښت خليل(فريد باراني) لومړۍ شعري ټولګه “زه دناکامه تصور په لوري” د افغانستان د قلم ټولنی له خوا په ١٣٩١ لمريز کال کې په نامعلوم تيراژ خو ښکلی صحافت او کاغذ سره په ۱۱۲ مخونو کې له کابله خپره شوې ده.
په دغه ټولګه کی د شاعر نږدې اوه اويا ازاد شعرونه او ډېر کم غزلونه راغلي دي او تر دې دمه يې دشعر مينه والو هم ښه هر کلی کړی دی . د ټولګې ډالۍ داسې ليکل شوې :”يوې داسې ناليدلې هستۍ ته چې ياد يې ددې کتاب په هره کرښه کې پروت دی”
هو ددې ناليدلې هستۍ ياد ددې شاعرانه البم په هره پاڼه کې زموږ سترګو ته راځي او دې ته مو اړباسی د يوې کيسه ييزې تلوسې غوندې ورسره بيت په بيت او پاڼه په پاڼه وړاندې لاړ شو .زه هم د هغه دشاعرۍ لوستونکی خو دازاد شعر زيات مينه وال او دده دشاعرانه ژبې او ازادې شاعرۍ خوښوونکی يم .
دده شعر له نوو کلمو، ماناګانو، ترکيبونو او انځورونو( ذهنی او عينی ) څخه مالا مال دى، د لوستلو پر مهال ترې مخ نه اړول کېږي او په کی نغښتې رنګينه تلوسه او ښکلا مو تر پايه ورسره ساتي .
ازاد شعر که څه هم شاعران يې ليکي او مينه وال لري، خو په عوامو کي چې ما څومره په مشاعرو او غونډو کي ليدلي، دومره مينه وال نه لري او پاملرنه نه ورته کړي .
يو خو دا چی شاعران کله کله د من غم لپاره خروار اوښکې تويوي او يا دکوزې اوبه په وياله کې اچوي، حال دا چې شاعر راته بايد سيند په منګي کې راغونډ کړي .
خو لږ تر لږه که شاعر نوښتګر تخيل ولري او تل له نوو خبرو سره مينه وکړي؛ نو شک نشته چې زړونو ته به يې دورتګ لاره هم تر ډېرې اندازې پرانستې وي .په ياده شوې ټولګه د ښاغلو ليکوالو: غفورليوال، شېرين اغا جهانګير، سيد عبدالله نظامي، ګل رحمن رحمانی او خپله د ويناوال يادښتونه هم راغلي دي .
مخکې له دې چې په ټولګه يو څو خبرې وکړو لږ به دازاد شعر جوړښت ته تم شو .
استاد محمداسمعيل يون د شعر په اړه د خپل يوه اثر” دپښتو شعر هندسي جوړښت” په دويم څپرکي کې د ازاد شعر په اړه ليکي: په پښتو شاعرۍ کې ازاد شعر ډېر ډولونه لري، چې اوسنۍ بڼه يې له ډېرو پړاوونو تېرولو څخه وروسته تکميل شوې ده. استاد يون په دې اړه ازاد شعر ته دغه ډولونه ورکوي چې ديوې برخې راوړل به یې بد نه وي .
١- هغه ډول ازاد شعر، چې د دوديز شعري فورمونو په چوکاټ کې نه وي راغلي، په شکلي ډول په کې يو څه بدلون راغلى وي. ځينې مسرې يې له قافيې ازادې، لنډې يا اوږدې وي، په نورو اکثرو مسرو کې قافيه راغلې وي، خو دا قافيه په مسرو يا بيتونو کې يو شان نه وي، څو څو مسرې يا څو بيتونه په خپل منځ کې مشترکه قافيه لري، بيا بېلې مسرې ورپسې لوېږي او په دې ډول يو بند جوړوي.
په دې ډول نظم کې اکثره مسرې تقريباً يو متحد وزن تعقيبوي. يانې له ځينو وړو مسرو پرته د نورو اکثرو مسرو د څپو شمېر سره برابر وي. په دې ډول فورم کې د ځينو بندونو د مسرو تر قافيې وروسته کېدى شي رديفونه راغلي وي او ځينې هم کېدى شي هېڅ رديفونه ونه لري.
په پښتو ژبه کې ټاکلي شمېر نظمونه او شعرونه په همدې او يا دې ته ورته فورم کې ويل شوي دي. د نيمه ازاد شعر دا فورم يا ډول عام نه دى، بلکې د کارونې ساحه يې ځانګړې او خاصه ده، يون صيب ددې لپاره ښه بېلګه دارواښاد اسحاق ننګيال ” ښکاري ته” شعر دی .
يون صيب ددې په دوام سره دويمه بېلګه په دې ډول را پېژني :
٢- د ازاد شعر بل ډول دادى، چې له مسرو څخه قافيه لرې شوې وي، يو متحد وزن تعقيبوي، يانې د يو قراردادي وزن لرونکى وي. د مسرو د څپو شمېر يې سره مساوي وي، خو يوه ټاکلې موضوع تعقيبوي. ځينې پښتانه ادب پوهان له هغې جملې نه پوهاند ډاکټر مجاوراحمد زيار دې ډول شعر (نظم) ته (مونډى) (٣٨) شعر (نظم) وايي.
دا هم د بشپړ ازاد شعر پر لوري يو ګام دى. شاعر دلته د قافيې او رديف له باره ځان ژغورلى دى، خو له غزلو او قافيه والو شعرونو سره يې توپير دا دى، چې دلته يوه ټاکلې موضوع تعقيبېږي. د شعر دوه مسرې کومه خپلواکه او مستقله مانا نه شي ښندلى. د مسرو شمېر يې هم ټاکلى نه دى.
د ښکلا لمبې
جوړ زما د نظر سيورى
ستا په دواړو اننګو کې
دا چې ناڅي راته وايي
په لمبو کې د ښکلا دې
د الفت د دوک په ګوتو
اړولم راړولم
ستا له پامه چې ياغي شوم
د کږو وروځو په ول مې
د ارام زړګي کوډله
د ماښام د اوښکو تل کې
د کباب زړګي له تاوه
په اميد د ژوند لاهو کړه.
او درېيم ډول يې داسې راوړی :
٣- ازاده منظومه: د ازاد شعر يو بل ډول، ازاده منظومه ده، چې يوه اوږده موضوع او پېښه انځوروي. دا فورم داستاني بڼه لري، په پېښو کې نورې پېښې هم انځوروي، په دې ډول فورم کې قافيه او رديف موجود نه وي، خو کله کله کېدى شي د خوند لپاره يو نيم ځاى په کې قافيه او رديف راشي.
په دې فورم کې د مسرو د څپو شمېر سره يوشان نه وي. په پښتو کې دا ډول منظومې ډېرې دي. د استاد بهاوالدين مجروح ځانځاني ښامار، نا اشنا سندرې هم دې فورم ته ورته دي، د پيرمحمد کاروان او ځينو نورو شاعرانو هم دا ډول منظومې شته.
اوس راځو” زه دناکامه تصور په لوري ” ټولګې ته ، په دغه کتاب کې له يادو شوو درېيو کته ګوريو څخه بېلګی شته که څه هم درېيمه به په يو څه کموالی سره وي. خو” دپاچاهانو پاچا ومړ” او ” ناهيد ته ” شعرونه يې ددغه بېلګو په توګه يادولی شو چې د ليکنې د اوږدوالي له امله ترې تېرېږم او که مو کله دغه کتاب لاس ته درغی نو وبه يې لولی.
يوه بله ښه خبره داده چې د نوښت صيب په دغه ازادو شعرونو کې دهنر ترڅنګ له اوسنيو حالاتو سره يو مناسبتي تړاوو شته چې د شعر مخاطب د شعر په لوستلو سره پېښې له يوې نوې زاويې نه ګوري . ښه بېلګه يې بياهم همدغه د ليبيا د پخواني واکمن ډګروال معمر قذافی شاهي ژوند او حقيرانه مرګ ته کتنه ده.
وايی چې قذافي به ځان ته د خپل شاهانه لېونتوب او عربي مغرورانه انداز له مخې دشاهانو شاه ويل چې شاعر همدغه نوم خپل شعر ته هم غوره کړی، مطلب مې د ” پاچاهانو پاچا ومړ” شعر نه دی .
کره کتونکی او ليکوال غفورليوال د ښاغلي نوښت دشاعرۍ په اړه وايي:”دښاغلي نوښت په همزولې شاعرۍ کې، چې له بده مرغه د جګړې او سياستبازيو له امله بيا د شعاري کېدو په لور روانه ده. د نوښت څرک لږ ښکاري او دا زموږ د ګران نوښت ددې مجموعې هڅې تر يوه بريده د هنري نوښت په لور د ګام پورته کولو يوه زلمۍ هڅه بللی شو.”
ښاغلی لېوال همدا ډول زياتوي او وايي: “ښاغلی نوښت دذهنی انځورونو شاعر دی ، نويو او معاصرو مفاهيمو دشاعرانه کولو شاعر دی ، او بلااخره د خپل ژوند دهرې شاعرانه خاطرې د رندانه بيان شاعر دی .”
دا رښتيا ده چې د شاعر خبرې هغه وخت په موږ ښې لګېږي چې کله يې خبرې خپلې وي او داسې څه يې وړاندې کړي وي، چې وړاندې تر دې مو په دې بڼه نه وي اورېدلې چې دلته د لېوال صيب موخه هم همدا ده .
که څه هم په لوديځ يا په نوره نړۍ کې ادب او فردي شخصيت يا اخلاق دومره سره تړلي نه دي خو زموږ په سنتی ټولنه کې دا دواړه سره تړلي دي او دشاعرپه ټولنيز اغېز کې د شخصيت رول مهم او څرګند دی .
سيد عبدالله نظامي همدې ټکي ته په پام سره د نوښت په اړه وايي:” نوښت د ډېرو هغو کړتنو ځوانانو په څېر نه دی، چې په محفل کې تور ږيري او سپين ږيري نه ګوري، خو خپله فلسفه او ببولالې وايي.”
د نورو ژبو له ادبياتو نه يو څه ديو څه اخيستل او د تجربو زده کړه نه يوازې چې د شاعرلپاره د شاعرانه تخيل په بډاينه کې مرسته کوي، بلکې دغه مطالعه شاعر ته ددې وړتيا وربښي، چې خپلې خپلې خبرې څنګه صيقل( توږل) او د وړاندې کولو لپاره يې تر ليکلو مخکې د ليکنې د ډول او انداز په اړه يو الهام ورکړي.
د نوښت صيب په دې ټولګه کې مو ځای ځای د دري ژبې د نوماندو شاعرانو لکه فروغ فرخزاد ، سهراب سپهری او نورو … په شعرونو هم سترګې لګي چې ښاغلي نوښت پښتو کړي او راته څرګندوي چې دی د دري شاعرۍ ښه مينه وال هم دی او مطالعه کړې يې ده .
دی د خپلې شاعرۍ په اړه راته داسې وايي:”کوم کتاب چې ستاسې په مخکې دی زما شپږ کلنه شاعري ده، په دې کتاب کې تر ډېره زما د زړه خبرې دي چې تر ډېره د خپګان، غم، درد او تنهايۍ په حالت کې د قلم په مهربانۍ په دې کتاب کې ځای په ځای شوې دي. په دې کتاب کې راغلي شعرونه چې تاسې يې ګوری؛ هغه زما د ژوند ترخه واقعيتونه دي چې زه يې ځورولی او زه يې مبارز رالوی کړی يم.”
هو د دغه مبارز دغه مبارزه د يوه هيومونست شاعر په توګه له دردونو، خواخوږۍ او خوږلت نه ډکه ده، خپله ” زه دناکامه تصور په لوري” شعر دافغانی اوسنۍ ټولنې يو ډېر رياليستي واقعي انځور دی چې رنګيني او خوږلت هم لري .
دده له هر نظم سره روان موازي عينی او ذهني انځورونه په ډېر ښه ډول موږ ورسره اخيستلی شی او د فطرت له ښکلاووړ يو ډک البم راباندې ګوري چی زه يې د نوښت يو نوښت او غوره ځانګړنه بولم.
په کتاب ليکنه کې له تخنيکي اړخه مهمه او اړينه ده چې لومړی بايد ليکوال په خپل کتاب د نورو ليکوالو ليکنې دهغوی دعلميت او لياقت درجې ته په پام سره راوړي او وروسته يا تر ټولو وروستۍ يې بايد خپله دليکوال خبره وي او معمولا د شاعر يا ليکوال بيوګرافي ” پېژندليک” د کتاب په وروستۍ پښتۍ راوړل شي.
خو په دغه کتاب کې ليکوال خپله لويه ليکنه د سريزو په منځ کې له د دوو نورو سريزو وړاندې راوړي او بله دا چې خپله ليکنه يې تر ټولو لويه او له ځينو شاعرانه خاطرو ما لامال ده ، خپله دده پېژندليک هم په منځ کې راغلې چې بايد يوه اړخ ته وی .
ښه ادبي اثرهېڅکله د ستاينو محتاج نه وي. زه همدغه اثر په پښتو ادب کې يوه غوره او په ځای زياتونه ګڼم چې هم به دازادې شاعرۍ ښکلا پالي او هم به په واقعي مانا د شعر د مينه والو شاعرانه ذوقونو ته سرور وربښي.
ما دګران نوښت ناچاپ نوي شعرونه هم لوستي، دی له شعره تر شعر هره فاصله په نوښت وهي ، له زړو خبرو ځان ساتی او نوو ته يې د شعر دهوسۍ سترګې له شاعرانه تلوسې نه ډکې وي .
په دې هيله چې ددغه ټولګې شعرونه تر تاسې هم ورسېږي او په خبرو مې يو څه باور وکړی! نور مو ترمنځ نه خنډ کېږم، د ګران ورور نوښت د لا نوښتيزو هڅو او نوښتونو په هيله .د هغه يو بيت دحسن ختام په توګه ومنئ .
د قبرخوله مې د شعرونو په کتاب وتړئ
چې مې د خاورو په ځای واخلي ټول مزار غزلې