ژباړه: ایمل فهیم
د افغانـسـتـان د نـفـتـو او ګـازو په بـاره کی لـمـړنی معـلـومات د 1930 م کـال په پـای پـوری تـړاوو لـری . د انلـیـنداکـسپـولوریشـن کـمـپنی لخـوا د هـایدروکـاربـنونو د شتـون په اړه ځـیـنی معـلـومات آرایـه شوی دی .
پـه 1936 م کـال کی نفت د هـمدغی کـمپـنی لخـوا د ف. کـلاپ په مشـری د افـغـانـستان په شمـال کی کـشف شـول چی بایـد د هغـوی تفـحصاتـی بـرمه کـاری سـرتـه رسیـدلایـی وایی . ددغه ساختـمـانـونـو په جمـله کی د یـتـیم تـاق او خواجـه ګـوګـردک سیـمی هم شـامـلـی دي .
پـه 1937 م کـال ف. ریوس یـوه لـړي مطالـعـات او څیـړنی د افـغـانـستـان په شمـال کی سرتـه ورسـولی چی د هغـوی پـه جملـه کی د انګـوټ ساختـمان چی په سـرپـل ولایـت کی موقیـعـیـت لـری ، شـامـل دی چی د نـفـتو د کـیفـیت او زیرمـی له نـقـطی نظـره د خـورا آهـمـیـت وړ دي .
وروستی مطالعـات د پ. شلـوم بـرز (1947 م ) او ډاکـټـر تـرومـپ (1957-1950 م ) لخـوا سـرته رسـیـدلی دی . پ. شلـوم بـرز د خپـلو څـیـړنـو پـه کــلـنو کی څرګـنـده کـړه چی د جـوزجـان ولایـت نـزدی او لـیری ساختـمـانـونـه د نـفـت خـیـزی له پلـوه ډیـر ارزښت او آهـمـیـت لـری . همـدارنګه ډاکـټـر تـرومـپ او افـغـانی جیـولـوژیـسـت ډاکـټـر پـوپـل په 1954 م کـال د سـتـراتـیګــرافـی او د افـغـانـسـتان د جیـولـوژیکـی ساخـتمانـونـو تـر عـنـوان لانـدی مقــالـه په چـاپ ورسوله چی په هغـه کی د شبـرغـان او سـرپـل ولایـتـونـو اطـراف ساختـمانـونـه د نـفـت او ګـاز خـیـزی له پـلـوه اولـه درجـه او د آهـمیـت وړ ښودل شـوی دي .
پـه 1956 م کـال کی د ډاکـټـر تـرومـپ د پـروژی پـر بـنـسـټ د ســویــډنـی کـمپـنـی ( سونیکـادیـامـند) له خوا د کـریـلـیـوس دستګـاه په ذریعـه د سرپـل په انګــوټ کی بـرمه کـاری پـیـل او په 817.7 مـتـره ژورو کی د نفـتـو نـښی نـښـانی څرګـنـدی شـوی .
دوه څـاه ګـانی ( کـوهـیان ) د 1120.9 متـر په ژوروالی وکـیـندل شوی او په دواړو څـاه ګـانـو کی د نـفـتو نـښی څرګـنـدی شـوی .
په 1958 کـال د افـغـانـستان او د پخـوانـی شـوروی اتحـاد لخـوا په دغـه عـرصه کی د تخـنـیکـی او اقـتـصادی هـمکـاریـو په آړه یـو قــرارداد لاسلـیـک شو . څیـړنی د شـوروی اتحـاد د متخصصیـنو لخـوا د افـغـانـستـان په شـمـال km244000 سـاحـه کی شـروع شـوی .
پـه 1959 – 1958 م کـلنـو څیـړنو کی چیـپـوف او شیـروکــوف د دریـای سیـاه او سمـنګــان سیـمی د نـفـت او ګــاز خیـزی لـه لحاظـه بـاارزښـتـه وښـودلـی اود انګــوټ ساخـتمـان یي دوهـمـه درجـه تفـحصاتی سـاحـه ارزیـابـی کـړه .
پـه 1959 م کـال د رومـانـیانـو بـریګــارډ په واسطـه د انګــوټ پـه ساختـمـان کی تـر m147 پـه ژوروالـی بـرمه کـاری سـرتـه ورسوله چی د دیـبـت سره ژیـړ رګه نـفت h24/ m30.7 د هغـه څخه په لاس راغـلل .
د انګــوټ نفـتی معـدن د سرپـل ولایـت خـتیـځ خـوا 6 کـیلومـتری اود شبـرغـان ښـار په 56 کـیلـو مـتری کی موقـیعـیت لـری چی پـه ټـوله کی د 15 حلقـو تفـحصی – اکـتـشافی څـاه ګـانـو لرونکـی دی چی د هغـه 8 ، 9 ، 11 او 12 نمـبر څاه ګـانی مـثـمری ( ګـټه ورکـوونکـی ) اود هـغـه د استخـراج وړ زیـرمه د 1.125 میـلـیون ټـن پـه حدودو کی ده .
د انګــوټ ساختـمان د پخـوا څخه تـردی مهـاله پوری د بـیلابـیلو محقیـقـونو پـاملــرنه ځانـته اړولی ده . د انګــوټ په سیـمـه کی (15) حلـقی تفحصی – اکـتـشافـی څاه ګانی چی (6) حلقـی د آلـب رسوباتـو د اکـتـشاف په خاطــر او (9) حلـقی د ګـتـریـف رسوبـاتـو د اکـتـشاف په خاطـر برمـه شـوی دی .
د انګــوټ ساخـتـمان څخه د نـفـتو لـمړنی جـریان په 1959 م کال د منـځـنی آلـب رسوبـاتـو څخه د (1) نـمـبر څاه څخه پـه لاس راغـلـی دي . پـه 1964 – 1963 م کـلنـو کی د انګــوټ ګـاونـډی ساختـمان کی د ځیـنو متخصصیـنو له خـوا یـو تعـداد نـوی او جـدیـد ساختمـانـونه هم تثـبـیـت شول .
د انګــوټ سیـمی د نـفتـی څـاه ګـانـو لـه جمـلـی څخه فـقط دوه څـاه ګـانی (1 او 2) د آلـب طبـقـه (Kal) د ګـټـی اخیـستنـی لانـدی نـیولی چی د هغوی استـخراج غـیـر فـنی دي .
پـه 1969 م کـال روسـی جیـولـوژیـست د اربـات (Arbat) په نـوم د انګــوټ د ګـتـریـف (K1h) معــدن اکـتـشاف پـروژه تـرتـیب کـړه . د دغی پـروژی مطابـق 5 نـوری څـاه ګـانی (10 ،11 ، 12 ،13 ، 14) د انګــوټ په سیـمـه کی وکـیـندل شـوی ، د هغــوی لـه جمـلـی څخه څلـور حلقـی د ګـتـریـف معــدن د اکـتـشاف په منظـــور او یـوه حلـقه څـاه (11) نـمـبر د نـفـت او ګــاز د تـفحص لـپاره د ذکر شوی ساختمان په شـمال غرب کی د جـوارسیـک رسوباتـو د پـراخـتیا په مـنظور وکـینـدل شـوي .
پـه کـال 1970 م کی د جیـولـوژیکـی نقـشه بـرداری ، تفحصاتی – اکـتـشافـی او ساختـمانی بـرمـه کاریـو پر بـنسـټ د انګــوټ معـدن د زیـرمـی محاسبـه د همـاغه کــال د جـولایـی په مـیاشـت کی صـورت ونیـولو اود هغـه د استخــراج د 100 زره ټـنو څخه اضافـه وړانـدویـنه کـیـږی .
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.