ژباړه: حمیدالله حمیدي
کله، چې د انګېزې او په خپل نفس د اعتماد او باور له کمښت او کمبود سره مخ کېږئ، څه باید وکړئ، تر څو بېرته انګېزه پیدا کړئ، پر نفس مو اعتماد زیات شي او خپلې هڅې تعقیب او پاتې کارونه مو پر مخ بوزئ؟ د دې مهمې او اړینې پوښتې په ځواب کې باید وویل شي، چې انسانان تل له داخله انګېزه اخلي، هېڅوک او هېڅ بېروني قوت نشي کولای تاسو ته په هغه کچه انګېزه درکړي، کومه، چې تاسو یې خپله ځان ته ورکوئ. د نور کسان هڅې او کوښښونه هم کولای شي د یوه لنډ وخت لپاره ستاسو انګېزه را وپاروي، خونه د ټول وخت لپاره. د دې لپاره، چې تل انګېزه در سره مله وي، نو یوازې او یوازې تاسو خپله یئ، چې له ځانه سره مرسته وکړئ.
په خپل وجود کې د انګېزې د ساتلو او زیاتولو لپاره باید څه وکړو؟
د دنیا پرمخ ټول وګړي، هغوی که هر څمره بریالي هم وي، کله نا کله د انګېزې له «کمبود» سره مخ کېږي، هېڅوک به داسې پیدا نه شې، د دې ستونزې سره نه وي مخ شوي او ترې په امن کې پاتې شوي وي.
د انګېزې پارولو لارې چارې:
۱- له هغه کسانو سره، چې تل منفي خبرې کوي خپلې اړیکې تر ټولو ټېټ حد ته را کوزې کړئ مانا دا، چې اړیکې ور سره کمې کړئ. کېدای شي له دې ډول کسانو سره ستاسو د اړیکو پرېکول امکان ونه لري، خو دا مو په وس پوره ده، چې اړیکې ور سره کمې کړئ او ان د یو څه وخت لپاره ترې ځان لرې وساتئ.
ډېری وخت ځینې کسان دومره منفي خبرې کوي او په دې برخه کې دومره استعداد او تجربه لري، چې فکر به کوې کېدای شي د دې برخې په المپیک کې به د مډال خاوند شي. نو د دې لپاره، چې په وجود کې مو انګېزه یو ځل بیا را بر سېره شي له دې ډول کسانو ځان لرې وساتئ.
۲- ډېر وخت مو له داسې کسانو سره تېر کړئ، چې پوهېږئ په خبرو یې مثبته انرژي اخلئ. له داسې کسانو سره ناسته ولاړه وکړئ، چې غواړی د هماغه کسانو په څېر شی. له هغوی سره مو خپلې چارې داسې تنظیم کړئ، چې ان وکولای شئ کله کله یې په کاري جلسو کې هم ګډون وکړئ. مانا دا،هرهغه څه، چې د دې باحث ګرځي تر څو د خپلو الګو ( مخ بېلګې) په خوا کې مو وساتي تر سره یې کړئ.
۳- د مثبتو شیانو لوستل، لېدل او اورېدل مو د خپلو پروګرامونو یوه برخه وګرځوئ. کله، چې د مطالعې لپاره وخت پیدا کوئ، هڅه وکړئ داسې څه مطالعه کړئ، چې مثبته انرژي واخلئ او دغه راز خپله شا او خوا مو په داسې الهام بښوونکې او د مثبتې انرژۍ درلودونکو شیانو و پنځوئ، چې خپله بریا پکې له ورایه درته ښکاره شي.
۴- هغه څه، چې غواړئ تر لاسه یې کړئ د مهال وېش له مخې یې درجه بندي کړئ. د نړئ ډېری بریالي کسان د مهال وېش له مخې خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بیایي. د دې پر ځای، چې هره ګړۍ په دې اړه فکر وکړئ، چې کوم کار باید تر سره کړئ ښه ده، چې مخکې له مخکې ورته مهال وېش جوړ کړئ او له بې ځایه تشویشونو ځان وژغورئ.
۵- فیل ګوله، ګوله وخورئ، حیران شوئ؟ منظور مې دا دی، چې خپل لوی کارونه مو په وړو او کوچنیو برخو و وېشئ او د خپل جوړ کړي مهال وېش سره سم یې پر مخ بوزئ. په دې ډول سره به د هغه لویو کارونو په اړه، چې تر سره کړي مو دي حیران شئ. څمره، مو چې کارونه په ښه ډول پر مخ ځي په هماغه اندازه مو انګېزه زیاتېږي د نورو ښو کارونو د کولو لېوالیتا مو په وجود کې پیدا کېږي او د خوښۍ احساس کوئ.
د انګېزې د پېدا کېدو لپاره کېدای شي ډېر نور کارونه هم تر سره کړئ، خو کوم څه مو، چې دلته ولوستل ډېره ګټور دي.
که مو د خپلو پاتې کارونو په اړه انګېزه کمه شوې وي کېدای شي د خپلو کارونو واړه واړه تصویرونه په خپل ذهن کې جوړ کړئ او د دې وړو او کوچنیو کارونو په تر سره کولو سره به مو یو وخت په ذهن کې د هغه لوی کار د کولو تصویر جوړ برېښي، چې تاسو یې تر سره کولو ته خپل همت له لاسه ورکړی و. پرېږدئ، چې دا لوی تصویر تاسو ته اجازه درکړي تر څو خپلې موخې په سم ډول تعقیب او تر سره کړئ.
که له پوره هڅې وروسته او د دې لیکنې په لوستلو سره مو هم د خپلو موخو په اړه انګېزه نه وي را پارېدلې نو یوه بله لاره هم شته هغه دا، چې: د خپلو موخو له نوملړ څخه یوه موقتي موخه په ګوته کړئ، داسې یوه موخه، چې کېدای شي ستاسو په اند په یوه اونۍ او یا هم په یوه میاشت کې ورته ورسېږئ، نو لومړی یې له همدې موخې پیل کړئ. داسې څه درته غوره کړئ، چې مینه ور سره ولرئ. وړې بریاوې د لویو هغهو پیلامه ده او ستاسو د بریا ماشین روښانه کوي، نو له همدې اوسه یې پیل کړئ.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.