د اوبو ضد کانکریټي ساختمانونو لپاره د مایع اوبو ضد غشا کارول . Using Liquid Waterproofing Membrane for Waterproofing Concrete Structures
په کانکریټي ساختمانونو کې له کانکریټو څخه د اوبو تیریدل یوه جدي مسله ده په ځانګړي ډول د اوبو په زیرمو،تشنابونو او سیپټک کې د اوبو نفوذ یا هم د کورونو له بامونو څخه د باراني اوبو څڅیدل .له ډیر پخوا راهسیې ددې ستونزې د حل لپاره معمولا دکانکریټي ساختمانونو د جوړولو پرمهال له سیمنټو سره د اوبو ضد پوډر ډوله مواد مخلوط کیږي او یا هم پلاستیکي تختې او یا هم قیرکاریدیږي . پورته میتودونه یا هم پوره کار نه ورکوي او یا وه کړي بیا هم دکارولو لپاره یوشمیر محدویتونه لري چې نه شي کیدای په هرځای کې وکارول شي .اوس ددې ستونزې یوه ښه حل لاره منځ ته راغلې چې داوبو د نفوذ د مخنیوي لپاره د کانکریټو پرسطحه له اوبو ضدمایع غشا څخه ګټه اخستل کیږي .
داوبو ضد مایع غشا د مایع په بڼه پیداکیږي چې د کانکریټو پرسطه د برس یا هم رولر په واسطه پاشل کیږي او په دې ډول کانکریټو ته د اوبو د نفوذ مخنیوی کوي او له ازادې هوا سره د کانکریټو اړیکه پرې کوي .
د نورو میتودونو پرتله د د اوبوضد مایع قشر ګټې .
ددې پروسو ګټه داده چې په ساده شکل سره کاریږي او کارول یې ډیره پېچلتیا نه لري. د پاشلو پروخت په کې کوم جینټ نه راځي نو ځکه د اوبو ضد نورو میتودونو لکه WPM په پرتله په کې داوبو ننوتو چانس هم نه وي .په یوه ورځ کې کیدای شي په یوه غټه ساحه باندې وپاشل شي او که بلې ورځې ته کار پاتې شي هم پروا نه کوي فقط د تیرپاشل شوي ساحې یوه برخه باندې دا مایع بیا پاشل کیږي او نوې ساحه ورسره رانغاړل(overlap) کیږي او په دې ډول د جینټ پیداکیدو منخنیوی کیږي .
احتیاط .باید پام وشي چې د غشا پیړوالی مناسب اندازه وي اوکه پیړوالی له ټاکلي حد زیات شي هغه ماتیږي او داوبو ضد خاصیت له لاسه ورکوي .
داوبو ضد مایع غشا اچولو څرګندې نښې .
ددې مایع سیستم پوخ ورکول یو شمیر ځانګړي خواص لري لکه د اوږدیدو،مداومت ،ارتجاعیت ، ،کیمیاوي موادو او سولیدو پروړاندې مقاومت او اسانه اچول .نو ځکه ددې مایع اچول د کار وخت سپما کوي او اړتیا نشته ددې د اچولو لپاره نور ساختماني کارونه ودرول شي ،ځکه که دا مایع غشا د سهار لخوا واچول شي تر ماسپښین پورې وچیږي او کار پرې کیدای شي.په دې سره د مزدور لګښت سپما کیږي او ښه پایله هم ورکوي .په داسې حال کې چې د اوبو ضد نورو تختو او غشاګانو کارول د وخت په تیریدو خرابیږي ،مایع اوبو ضد غشا اوږد عمر لري او زر نه خرابیږي.کله چې د اوبو ضد مایع د کانکریټو پرسطحه واچول شي د کانکریټو واړه درزونه بندوي اود تبخیر پروړاندې د خنډ اچولو سیستم ایجادوي چې دا کیدای شي د کانکریټو په سطحه کې تر 20mm پورې ننوځي او د اوبو ضد خاصیت ورکړي چې په دې سره د کانکریټو مقاومت هم لوړیږي .
د اوبو ضد مایع غشا کارول . Applications of Liquid Waterproofing Membrane
په ډیری هیوادونو کې لکه امریکا او برطانیه دا د باندنیو دیوالونو مخونو باندې هم کاریږي .مایع اوبو ضد غشا مختلفو رنګونو سره پیداکیږي او کیدای شي د دیوال د رنګ سره همرنګه وکارول شي.کیدای شي یو کیلو ګرام د 13 مترمربع کانکریټي سطحې لپاره وکارول شي.د کارولو پرمهال لومړی یو پوخ اچول کیږي هغه چې کله وچ شي بیا دویم قشر ورکول کیږي .په یو ساعت کې 800 مترمربع کاریدای شي.
ټیټې او لوړې تودوخې په حالت کې کانکریټ انبساط او انقباض کوي چې ددې له امله درزونه پیداکیږي او له دې درزونو څخه اوبه نفوذ کوي د اوبو ضد مایع غشا دا درزونه بندوي ،مایع اوبو ضد غشا په ډيری نمجنو ساحو کې هم ښه کارکوي.اوبو ضد مایع غشا نه یواځې داچې په نوو کانکریټو کې کاریږي د زړو کانکریټو لپاره هم کاریدای شي .
داوبو ضد مایع قشر په یو وخت څو ښه خاصیتونه لري ځکه دا نه یواځې داچې ددرزونو مخنیوی کوي همدارنګه کولی شي دسیخانو زنګ نیونی مخنیوی هم وکړي .دا کولی شي تر 1.3mm پلنوالي پورې درزونه بند کړي او کیدای شي تر 0.4mm انبساط پورې کار ورکړي.
د اوبو ضد مایع قشر د اچولو لپاره دسطحې چمتو کول . Surface preparation for Applying Liquid Waterproofing Membrane
هغه سطحه چې داوبو ضد مایع ورباندې کاریږي باید له ګرد پاکه وچه او وینځل شوې وي .هیڅ ډول سست مواد باید هلته نه وي .
اوبو ضدمایع قشر ساتل یا اوبه ورکول .Curing of Liquid Waterproofing Membrane
دا مهمه ده چې د اوبوضد مایع کارولو وروسته کله چې غشا وچې سطحې سره تماس کې شي سمدستي اوبه ورکول شي او لوند شي .باید څو ورځو پورې اوبه ورکول شي.