لیکنه: ګل رحمن رحماني
دا پروا نه کوي دروېش چې د اشنا په در کې
دى په وروستي صف کې ولاړ که په اول کې ناست دى
بېګاه شپه په کوټه کې يوازې وم ، د شپې زياته برخه مې د پښتو ژبې د نوموتي او دروېش شاعر له شعرونو سره تېره کړه ” په کاڼي کې هنداره ” کې مې هره خواوکتل ، ډېر څه مې په کې وليدل او ډېر تصويرونه مې يو ځل بياله مودو وروسته تر سترګو تېر کړل .
هر لفظ يې سلګۍ وهلې اوټولې مسرې يې ديوه لرغوني خو دردېدلې ولس دکړېدلي روح او خړو اوښکو روښانه انځور وړاندې کاوه، ځينې وخت شاعر په شعر کې موندل کېږي او نورې اشنايۍ ته هېڅ اړتيا نه وي، همداسې ډېر ځله شعر هم په الفاظو پېژندلى او شاعر يې معلومولى شو.
غزلبول شاعر رحمت شاه سايل که د خپلې شاعرۍ په ګلبڼ کې د غوڅو شونډو، غوټۍ، ګلاب، پښتونخوا، پښتون، درد، پرهر، څېر ې ګرېوان او … په وږمو پېژندوى دى، نو دروېش درانى هم په خپل غزل کې په اس، توره، مېړانه، جنګ، وينه، مينه، دار، شمله، ګاڼى، ګوزار، تربور، قاتل، خنجر، بهار او نورو سره موندل کېږي .
ددغه شاعر کمال په دې کې دى چې ډېرې سولېدلې خبرې هم په داسې انداز کې وړاندې کوي چې شاعرانه جامې او ګاڼه يې په واده کې د زلمي او ناوې په څېر دګڼو خلکو په منځ کې هم دهر چا سترګې ځانته اړوي او فکر کوو، له يوه داسې څه سره مخ يو، چې مخکې مو هېڅ نه ليدلي او نه مو يې په اړه څه اورېدلي دي.
رښتيا هم همداسې ده، موږ دغه تصوير مخکې ليدلي وي، خو تل له يوه تکراري او زاړه ليد لوري ورته ګورو. ښاغلى دروېش چې همدې پېښې يا انځور ته له کومې زاويې او عينکو ګوري ، عادي شبې په شعر اړوي اوبيا يې انځوروي، نو دا ريښتيا هم د هغه ځانګړتيا او شاعرانه عالي هنر دى او دا هغه څه دي، چې له ښو شاعرانو يې تمه لرو.
دروېش استاد شاعر دى، عمر يې د پښتنو په يوه داسې سيمه کې تېرکړى چې نور خو پرېږده په خاوره او اوبو کې يې هم پښتنواله ګډه ده . دشاعر تر ټولو لوى هنر دادى چې دټولنې هرڅه چې لکه څرنګه دي بې ريا او زياتونې يې په خپله بڼه انځوروي ،چې دا شعر ته دطبيعت جامې ور اغوندي او له ورکېدو څخه يې ژغوري. يا په بل عبارت د شعر په لفظونو کې تلپاتې شي.
مخکې چې ما د کومو کلمو يادونه وکړه، دا اوس هم زموږ د پښتني ټولنې سره متناسبې کلمې دي ، پښتانه نن هم غشي اوخنجر په نوې بڼه په لاس ګرځوي، له خپل تربور او قاتل نه پټ ګرځي ، د مودو دښمني ور د غاړې ده او نسلونه نسلونه يې پور ادا کوي.
لاهم شملې، لوېږي، سپکېږي، د غرور څلي نړېږي، دار ته مخامخ يو او په ديدار پابندي ده، اس ته اوس هم ضرورت لرو او توره مو د نامعلوم دښمن د راتلو له وېرې په چت کې راځوړنده کړې، باور لرو چې لاهم دکار شى ده او پکارېږي. په وينه کې مو لاهم دجنګ جذبه او پرهارونه مو تر رغېدو وړاندې بيا تازه کېږي .
بهارونه په وينو نمانځو او مينې ته مو څوک نه پرېږدي .شاعر چې دخداى تعالى تر ټولو سترګور او نازک طبعيته مخلوق دى، مجبور دى چې دا هرڅه ووايي، که داسې ونه کړي موږ بيا مجبور نه يو چې دا دوه مخۍ او پردي والي جامې واغوندو او په هنداره کې دځان په ځاى دبل چا تصوير ته تم شو .
خاکساري، عاجزي، دخپلو خبرو کول، له تقليده ځان ژغورنه، له ځان ښودنې يا خود خواهۍ څخه ځان ساتل،دروېش ته بې ساري درنښت ورپه برخه کړى، کټ مټ د خپل شعر په څېر دى. دخپل شعر په رنګ اوښتى او د اوبو غوندې هر زړه په اسانۍ روان دى، خو دغه تګ يې خپله لار او انداز لري.
ګڼ داسې شاعران شته چې خپل شعر ته نه وي ورته او په خپل شعر کې يې نه شو موندلى، خو دروېش په بيت بيت او لفظ لفظ کې راته له ورايه ښکاري ، دا ځکه چې دى خپله يو خاکساره او د ځان غوښتنې له ناروغۍ پاک انسان دى.
دا پروا نه کوي ( دروېش ) چې داشنا په در کې
دى په وروستي صف کې ولاړ که په اول کې ناست دى
هغه دروېش دى، خو يوازې د مينې او انساني عظمت د غوښتو او درنښت لپاره، چې خپل ځان ته نه ، بلکې خپلې ټولنې او وګړو ته يې غواړي . دغه دروېش هرې دروازې ته ځي، ټکوي يې دهغوى نه څه نه غواړي، يوازې خپل پيغام په وړيا ډول ور رسوي، خو داچې څوک ورته دروازه نه خلاصوي ، غږ نه کوي او دروازې هم ددېوالونو غوندې چوپې ولاړې وي، په دې کې دروېش څه ملامت دى .
ستا دروازې راته وا نه شوې په هېڅ حال کې اشنا
ماخو فرق ونه ليد په دې او په دېوال کې اشنا
ته د سپرلي هومره هم نه يې مهربانه پرموږ
يو ځل خو دلته هغه هم راځي په کال کې اشنا
هغه بياهم نه نا هيلى کېږي ، روان دى ، مخ په وړاندې ځي ، خو يو ګيله به ضرور تر شا پرېږدي، اخر انسان دى او بيا خداى تعالى شاعر پيدا کړى، د شاعرګيله ، څومره سخته او دردونکې وي .
که زړه دعاطفې په اوبو لمېدلى وي، نو دغه ګيله به يې څنګه په زړه کې نه راګرځي او د درد يوه چيغه به يې ولې له خولې نه وځي.
څومره دى هېر زړى داجهان ، چې پکې تېر شومه
پلونه مې لاپاته وو او زه دخلکو هېر شومه
خپور لکه رڼا دسپوږمۍ نه شوم په جهان باندې زه
لکه څراغ په يوه خونه کې راګېر شومه
تېروتم پرځان باندې په دې ښېښه خانه کې زه
وم په رښتيا يو، خو ما ګمان کاوه چې ډېر شومه
د درويش شاعري ټوله د فطرت او طبعيت يوه رنګينه تابلو ده ، چې زموږ ستاينې نه پرې څه ورزياتولى شي او نه يې کموي، دغه شاعري د ښکلا هغه لوړغره ته ورته ده چې تل پرې دنظرونو باران وي او د خيالونو رمې پرې څري.
شاعر خپلې تجربې او د چارپېريال انځور وړاندې کړى، هم په کې ګيلې د عاطفي انسان زړه ماتوي او هم يې مينه ناک بيتونه يوې سپېڅلې مينې، پښتني غرور اولوړ انساني شخصيت خپلولو ته بلنه ده.
ښه مې په ياد دي ډېر پخوا يې زموږ کلي ته يو شهيد راوړى و، کله يې چې لحد ته ښکته کاوه يوه شاعر ملګري مې راته يو څو بيتونه وويل چې داډول وو:
لحده نيسه يې قرار په غېږ کې
يو زاره چاودى او خوږمن درسپارو
دي پرهارونه يې دستورو په شان
د کهکشان غوندې بدن درسپارو
دې بيتونو هلته هم ودردولم، د شاعر په اړه يې هم راته معلومات نه و، وروسته بيا پوه شوم چې دا هم دهمدغه دروېش شاعر بيتونه دي او بيا مې په ډېرو تنکيو جنازو کې هم تر غوږ شول، دادي تر ننه يې اورم. دروېش دخپل ولس اوځپل شوو وګړو داوښکو په راز پوهېږي ،د هغوى په مخکې لاهم د يوه لارښود په څېر “هوا او څرغونه “وړي.
“په ناورين پسې ناورين ” حس کولى شي ،هغه که په تيارو کې مزل کوي ، خو لاهم په “کاڼي کې هنداره ” ګوري او په دې کلک باور لري چې يوه ورځ به راځي او “دابوټي به لونګ شي”، هلته به يې وږمې د شاعر پر ټول وطن خورېږي.
که د خپل وطن له پولو او محدود لږ وړاندې دنيل تر ګاونډه او ساحلونو لاړ شو، فلسطينيان هم په خپل دروېش شاعرمحمود دروېش له دې امله وياړي ، چې د دوى د غږ يې اوچت کړ ى او د مقاومت له دريځه يې تر ټولې نړۍ رسولى دى.
هغه که نن هلته نشته خو شعرونه يې دتلپاتې نښو او نغمو په بڼو دفلسطين په مړاوو دردو او د زرګونو فلسطنيانو په ماتو زړونو کې ګرځي. هغه ته فلسطينيانو دمقاومت سمبول وايه او کله چې يې له نړۍ سترګې پټې کړې، نو سياستوالو او ولس په ډاګه وويل، چې د فلسطين د مقاومت او وېښتابه يو لوى غر پرېوت، خو په شعرونو او کتابونو کې لا ژوندى دى او دا رښتيا ده، چې د ولس او ټولنې ريښتينى شاعر کله هم نه مري .
موږ هم په خپل دروېش وياړو، هغه او شاعري يې زموږ لپاره دوخت دبدرنګو دېوانو او را الوتو سيليو په وړاندې دښکلا، مينې او حماسو يو لوړ او اوچت غره ته ورته دي او پښتانه څه چې هر مينه ناک انسان به يې په لمن کې د امن ژوند کوي .
هو ريښتيا هېر مې شول کله چې اوده کېدلم او سترګې مې له خوبه درنېدې،نو د دروېش صيب دغه دوه بيتونه مې له نظره تېر کړل او سترګې مې پټې کړې .
تاوان يې مه ګڼه که پاتې دې شي سر دښمن ته
تاوان به داوي چې ورپرېږدې توره سپر دښمن ته
د خپلې خاورې و دښمن ته دغه نوم ورکوو
موږ په دنيا کې دښمن نه وايو و هر دښمن ته
پاى