ژباړه: انجنیر فرید عاطف
Methods and Procedure for Repair of Underwater Concrete Structures
د اوبو لاندې ساختمانونو د ترمیم لپاره له بیلابیلو تګلارو او میتودونو کار اخیستل کیږي چې دلته د بحث لاندې نیول شوي.
د اوبو لاندې ساختمانونو د ترمیم لپاره لاندې میتودونه کاریږي.
د پرچه پرچه شوې سطحې ترمیم .
د اوبو لاندې کانکریټي ساختمان په لویه پیمانه ترمیم.
مخکې ځای په ځای شوو ډکوونکو موادو کانکریټ.
د اوبو لاندې کانکریټي ساختمان د بیارغولو د پیچکاري کولو تخنیک .
د اوبو لاندې کانکریټي ساختمان لپاره د ګنټنګ یا شات کریټ میتود.
د اوبو لاندې کانکریټي ساختمان لپاره د اوسپنیز پوخ تخنیک .
پرچه پرچه شوې سطحې ترمیم Surface Spalling Repair of Underwater Concrete Structures
د حادثوي زیانونو له کبله کیدای شي د اوبو لاندې ساختماني عناصرو پوخ پرچه پرچه شی . په دې حالت د کانکریټو زیانمن شوی پوخ باید تبدیل او ترمیم شي څو په راتلونکي کې د سیخانو د زنګ نیولو مخه ونیول شي.له ترمیم وړاندې تخریب شوی ځای باید لومړی له سمندرې زرغون شوو بوټو او کمزورو کانکریټو پاک شي .وروسته له دې د کانکریټو ټوټه شوې برخه تر 2cm ژوروالي پورې د ارې په واسطه پرې شي .که تخریب شوې برخه زیاته وي نو کیدای شي سیمنټي مساله په هغې ځای کې وکارول شي او که کمه وي ایپوکسي مساله کیدای شي وکارول شي.که ترمیم په لویه پیمانه وي نو دترمیم موادو د ټینګ نیولو لپاره باید قالب ورکول شي څو هغه په خپل ځای کې ونیسي . داوبو لاندې ساختمان د پرچه پرچه شوې سطحې د ترمیم لپا ره تګلاره په لاندې ډول کیدای شي .
زیانمنه شوې برخه په تازه اوبو سره ومنځل شي.
د نښلونې پوخ (bonding coat) ورکول شي.
د ترمیم مساله د پوخ له ځان نیونې وړاندې ورکول شي.
د اوبو ورکولو لپاره ممبران ورکول شي.
تر سختیدو پورې ترمیم شوي برخه پوره خوندي وساتل شي.
د اوبو لاندې ساختمانونو په لویه پیمانه ترمیم . Large Scale Repair of Underwater Concrete Structures
کله چې د اوبو لاندې ساختمان کې د زیات باریدو ،اور ،د سیخانو زنګ نیونې او داسې نورو له امله زیان کچه زیاته وي ددې میتود کارول ترټولو ښه غوراوی دی.کله چې خبره په لویه پیمانه د ترمیم وي ،د ترمیم د میتود غوره کول ډیر مهم دي او همدارنګه که انقباض او لیکیج اندیښنه وي نو د موادو په غوره کولو کې باید ډیر احتیاط وشي څو نوي مواد د زړو هغو په سطحه ښه ونښلي.کله چې د ترمیم موادو پیړوالی زیات وي نو تودوخې له پورته کیدو سره د حرارتي درز پیداکیدو ویره موجوده وي.په دې حالت کې کله کله اړتیا لیدل کیږي چې سیخان هم بدل شي که زاړه سیخان زنګ وهلي وي.
د اوبو لاندې ساختمانونو په لویه پیمانه ترمیم لپاره تګلاره .
زیانمنه شوې ساحه چمتو شي.
سیخان پوره پاک شي.
قالب ورته وتړل شي.
له کانکریټ اچولو وړاندې ورلاندې کانکریټ ومنځل شي څو مالګه په کې نه وي.
هڅه وشي کانکریټ د پمپ په واسطه وراچول شي.
مخکې ځای په ځای شوو ډکوونکو موادو کانکریټ . Preplaced Aggregate Concrete
وروسته له هغې چې د ترمیم کیدونکې برخې لپاره قالب وتړل شي،ښه درجه بندي شوي ډکوونکي مواد (جغل) هلته اچول کیږي او په قالب کې تخته کیږي ،وروسته پرې تازه اوبه پاشل کیږي څو جغل پاک ومنځل شي.بیا مناسب ګروت یا د سیمنټو دوغه ورپیچکاري کیږي .باید وویل شي قالب باید داسې کلک وي چې د سیمنټ دوغه ترې ونه ووځي .باید د قالب تر بره برخې پورې جغل په کې واچول شي او تخته شي .د دوغې ورکولو په وخت باید ویبراتور ورنه کول شي .
د اوبو لاندې ساختمان د بیارغولو لپاره د پیچکاري کولو تخنیک. Injection Technique for Restoring Underwater Concrete Structures
د وچو ساختمانونو د ترمیم په څیر ،د اوبو لاندې ساختمانونو د ترمیم لپاره سیمنټي دوغه یا هم ژاوله کیدای شي وکارول څو د هغې درزونه او خالیګاوې پرې ترمیم شي.د موادو په غوره کولو کې نه یواځي د درزونو پلنوالي مهم دی بلکي په راتلونکي کې د عناصرو ممکنه حرکت هم مهم دی .
ایپوکسي ژاوله د هغو ترمیمونو لپاره مناسبه وي چې د درز پلنوالی یې تر 0.1mm پورې وي او سیمنټي دوغه د هغو ترمیمونو لپاره مناسبه وي چې درز پلنوالی یې تر څو ملي ملي متر پورې وي او کله چې ددرز پلنوالی تر 0.1mm کم وي پیچکاري کول ورته مناسب نه وي.د پیچکاري کولو لپاره دوه میتودونه کاریږي .فشاري پیچکاري کول او خود به خودي ترزیق .باید کانکریټ ترسیخانو پورې ټول رالرې شي څو وکتل شي چې سیخان خو زنګ نه دي وهلي .
د پیچکاري کولو تخنیک لپاره تګلاره .
د کانکریټ سطحه د درز تر اوږودوالي پورې راښکاره شي .
د درز په اوږدو کې په مشخص انتروال کې د څار سوري ورکول شي.
درز سطحه سیل کړای شي .
هرډول چټلی رالرې کړای شي او ډاډ ترلاسه شي چې د پیکاري کولو لاره پرانسته ده .
د درز په یو انجام کې ایپوکسي ژاوله ورپیچکاري شي .
د اوبو لاندې ساختمانونو د ترمیم لپاره د ګنټنګ میتود . Guniting or Shotcrete Method to Repair Underwater Concrete Structures
له دې تخنیک څخه ګټل اخستل هغه وخت ډیر غوره دي چې پراخه ساحه یا هم پایې یا بیمونه ترمیم کیږي او معمولا په دې کې وچې پروسې کاریږي.په وچو پروسو کې وچ مخلوط مطلوب ځای ته لیږدول کیږي او بیا اوبه د یو نوزل په واسطه وراچول کیږي.ددې تخنیک بریالیتوب د نوزل ماهر کاګر په تجربې ،د اوبو په ورزیاتولو او د پیړوالي په یو شان والي پورې اړه لري.د شات کریټ ترټولو زیات پیړوالی باید له 50mm زیات نه شي که له دې زیاته طبقه غوښتونکې باید په دوه ځلې واچول شي.
د اوبو لاندې ساختمانونو د ترمیم لپاره د اوسپنیز پوخ تخنیک . Steel Sleeve Repairing Technique of Underwater Concrete
په دې میتود کې ،د اوسپنیزپوخ د میخې تهداب او یا هم پایې چاپیره لپاره کاریږي وروسته له دې د پوخ او میخي تهداب یا هم پایې ترمنځ ځای له کانکریټ یا مسالې څخه ډکیږي . اوسپنیز پوخ باید له زیان من شوې برخې لاندې او بره څخه لږ تیر شي .
د اوسپنیز پوخ تخنیک په لاندې ډول ترسره کیږي .
له زیانمنې شوې برخې څخه کمزوري کانکریټ او نورې اضافي شیان رالرې شي.
له زیانمنې شوې برخې څخه چاپیره سیل کوونکي موقتې حلقه راتاوه شي .
دوه نیمه دایرې پوخ ورکول شي.
سیمنټي مساله د پمپ په واسطه ورپمپ شي .
موقتي اتکا رالري او د اوسپنې پوخ د زنګ نیونې د مخنیوې لپاره د خوندي کولو قشر ورکول شي.