لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
د ښو خبرو اترو فن ستاسې د پوښتنې کولو او بیا په پوره پام سره ځوابونو ته غوږ نیونې کې نغښتې دې-تاسې خبرې اترې او بحث د خپلې پوهې، اندونو او مفکورو په وړاندې کولو سره په خپل واک کې اخیستې شئ خو که غواړئ چې د خبرو اترو په فن او مهارت کې پوره ورسیږئ نو تاسې باید په ښه ډول جوړو شویو پوښتنو د کولو فن ښه پوره زده کړئ چې دا به ستاسې بحث ته یوه مخه ورکړي او نورو خلکو ته د هغوي د اندونو د وړاندې کولو موکه –
خلاص سرې پوښتنې وکړئ
هغه خلاص سرې پوښتنې وکړئ کومې چې یوازې په ”هو“ یا ”نه“ باندې نه شي ځواب کیدې- خلاص سرې پوښتنې د مقابل لور خبرې کونکې اړ باسي چې خپلو اندونو او څرګندونو ته پراختیا ورکړي- او یوه پوښتنه به د بلې پوښتنې لامل شي- تاسې په یو بحث کې هر څومره چې وغواړئ خلاص سرې پوښتنې کولې شئ چې دا به د بحث بل اړخ دې ته اړ کړي چې هغه په یو موضوع کې هر هغه څه چې غواړي و واي څرګند کړي-
قانع اوریدونکي و اوسیږئ
د دې دپاره چې فوق العاده خبرې کونکې (conversationalist)و اوسئ، تاسې باید هڅه وکړئ چې ځان د بحث د واکمن کیدو څخه وژغورئ- یو ډیر ښه خبرې کونکې هغه څوک دې چې په بحث کې ځان ډیر مخکې مخکې نه کړي بلکې ارامه، د ورین تندي خاوند داسې یو څوک وي چې د خبرو اترو د هغه بل اړخ خبرو اوریدو ته پوره لیوالتیا لري- دا ډول خلک کله چې نور خبرې کوي ډیر قانع او ارامه وي او دوي په بحث کې د خپلې برخې خبرې ډیرې لنډې او موضوع پورې تړلې کوي-
د خبرو کولو موکه د نورو سره شریکه کړئ
اصلاٌ، ښه بحث او خبرې اترې ډیر نرم او اسانه رواني لري، لکه څنګه چې بحر کې څپه ځي او راځي- که دا د دوه کسانو ترمنځ وي او که د ډیرو، بحث او خبرې او اترې باید مخکې او وروسته د تګ راتګ خوځښت ولري چیرته چې هر کس د خبرو موکه ترلاسه کړي- د خبرو اترو دا بڼه داسې ده لکه چې توپ له یو کس نه بل ته ور اچول کیږي او یو هم حق نه لري چې تر ډیره وخت توپ د ځانه سره ولري-
که تاسې احساس کوئ چې تاسې د ډیر وخت دپاره خبرې کړي نو تاسې باید غلي شئ او په ډله کې له یو بل چا پوښتنه وکړئ- تاسې به د خبرو توپ بل چا ته ور اچولې وي او دې سره یو بل چا ته خبرو کولو موکه-
ښه اوریدل زده کړئ
د بریالیو خبرو اترو دپاره تر ټولو مهم مهارت اوریدل دي- ډیرې خلک په اوریدو کې ډیر کمزوري دي- دا چې هر څوک د خبرو کولو څخه خوند اخلي نو د غوره اوریدلو د عادت د خپلولو وړتیا درلودل ډیرې هڅې ته اړتیا لري-
عملي تمرین
هغه څه مو چې په دې لیکنه کې زده کړل د هغو په چټکتیا سره د عملي کولو دپاره درته دوه لارښونې دلته وړاندې کیږي-
لومړې، په هر بحث او یا د ستونزو او سختیو د حل د هڅو په لړ کې د ښو خلاص سریو پوښتنو کول خپل عادت وګرځوئ- دا ستاسې لیوالتیا روښانه کوي او د موضوع په اړه ستاسې پوهه ډیروي-
دویم، ژوره ساه واخلئ، ارامه شئ او نورو ته د ډیرو خبرو کولو اجازه ورکړئ- په وار وار تمرین وکړئ ترڅو تاسې غوره اوریدونکي شئ-