لیکنه: ارش ننګیال
د ارواپوهنې له نظره انسانان دعمر له مخې په ډېرو برخو ویشل شوي دي، لکه د خاپوړو موده، د ګرځېدو موده، د خبرو کولو موده او……… کله چې پروډیوسر د یوې خپرونې د جوړېدو تابیا کوي لمړی باید خپل اورېدونکي یا هم خپل ټارګیټ مخشص کړي.
ـ د کوم عمر خلکو لپاره خپرونه جوړوې؟
ـ څه ډول ژوند لري؟
ـ په ښار یا کلي کې ژوند کوي؟
ـ څه ډول ژوند خوښوي؟
ـ اړتیا وې یې څه دي؟
ـ غوښتنې یې څه دي؟
او……………
یوه ورځ د ماشومانو د ادبیاتو په هکله په یوې غونډه کې له مشرانو سره زه هم ناست وم، غونډه کې یو شمیر کېسې او شعرونه نقد ته وړاندې شول او د ماشوم په ادبیاتو هم خبرې کېدې. په غونډه کې زما نظر دا وو چې ماشومان باید په څو برخو وویشل شي، ځکه پینځلس کلن هم ماشوم دی او څلور کلن هم، خو د دواړو استعداد او د جذب قوه سره توپیر کوي، ددوی اړتیاوې، غوښتنې هرڅه توپیر لري، نو پکار ده چې مخکې د خپرونې له جوړېدو لومړی دا په نظر کې ونیول شي چې زه د چا لپاره کار کوم، د چا استعداد په پام کې ونیسم؟
موږ چې خپرونې جوړولې، ماشومان مو په څو برخو وېشلي وو. لکه له پینځو نه تر نهو، له نهو نه تر دیارلسو، له دیارلسو نه تر شپاړسو کلونو پورې.
خو په هغې غونډه کې زموږ یو شمېرمشرانو وویل چې، لومړی باید لیکنه وشي، لیکنه چې د هر عمر ماشوم ومنله نو د هماغو به شي. خو زه له دې خبرې سره جوړ نه یم. ځکه چې هغوی خیالي خبرې کولې او زه عملي کار کوم چې هره ورځ او هر ساعت مې له همدغو موضوعاتو سره سرو کار دی. د پینځه کلن اړتیا او د شپاړلس کلن اړتیا او غوښتنې سره ډېر توپیر لري، د هغوی ځواک، استعداد، حوصله، درک او هر څه سره توپير لري. شپاړلس کلن په ښوونځي کې فزیک، هندسه او تاریخ وایي او پینځه کلن ماشوم لا په ښوونځي کې نه وي، نو څنګه کېدای شي چې نالوستي او لوستي ماشوم ته یو ډول خپرونه جوړه کړو؟
په دې کتاب کې زموږ اصلي بحث په راډیويي خپرونو دی، که د لویانو لپاره وي او که د ماشومانو لپاره، خو د جوړونې سلسله او توکي په ټولو خپرونو کې اړینې دي. یعنې که موږ ماشومانو ته یوه خپرونه جوړوو، نو په کار ده د لیکنې له ژبې نیولې بیا تر مرکو او موسیقۍ پورې د ماشومانو لپاره وي او همداسې د لویانو خپرونه هم لویانو ته ځانګړې وي، چې په دې سره یې هم جوړښت له یو بل سره توپیر درلودای شي او هم محتوا، نور خو د هرې خپرونې لپاره تحقیق، سکرپت ، سناپس، مرکې او…. ترسره کېږي.
راشئ چې له پیل نه تر پایه پورې خپلې تجربې له تاسو درنو سره شریکې کړم چې موږ د بی بی سي په تعلیمي پروژو کې په څه ډول خپرونې جوړولې؟
You also might be interested in
ـ د جذابیت قانون زه د ښکلا او ظاهري جذابیت[...]
اتلان یو ژوکانګ هره ورځ خپل معلول زوی په شا[...]
لیکنه: ارش ننګیال اوس نو ملنګ بابا دوی اړ دي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی