د اور خښتې –خواص ،ډولونه او کارول . Fire Bricks – Properties, Types and Uses
د اور خښتې د خښتو یو ځانګړی ډول دی چې په جوړولو کې یې د اور کلی (clay) کاریږي او لوړې تودوخې پروړاندې ښه مقاومت لري.دا خښتې د نورمال خښتو ته ورته شکل تولیدیږي ،په اثتثنی ددې چې د هغې د سوزولو پروسې سره توپیر لري.د اور خښتې له لوړې درجې تودوخې سره مخ کیږي .
د اور خښتې ډولونه ،د کارول ،خواص او د کلی ترکیبي جوړښت په دې مقاله کې تشریح شوي.
د اور خښتو جوړولو لپآره د اور کلی .Fire clay for Making Fire Bricks
د اور خښتې چې نه سوزیدونکې (refractory) خښتې هم بلل کیږي داور کلی (Fire clay) څخه جوړیږي ، داکلی خاوره په عمومي ډول د ډبرو سکرو کانونو لاندې برخو کې پیداکیږي .د اور کلی دوه اساسي مرکبات لري –سلیکا او المونیا ،کوم کې چې د سلیکا فیصدي له 60 تر 70% پورې وي او المونیا له 25 تر 35% پورې متغیره وي .د اور کلی یو شمیر نور مرکبات هم لري لکه د کلسیم ،مګنیزیم ،اوسپنې ،پوټاشیم او تترانیم اکسایدونه .خو بیا هم دیوې ښې اور کلی د سلیکا او المونیم پرته نورو مرکبانو فیصدي له 5% نه زیاتیږي .
د اور کلی نظر د هغې داور پروړاندې مقاومت ظرفیت ته په درې ډوله ویشل کیږي .
1. لوړه درجه اور کلی .
2. متوسط درجه اور کلی .
3. ټیټه درجه اور کلی .
داور کلی بیلابیلو ډولونو د اور مقاومت په لاندې ډول دی .
1) لوړ له 1482 تر 1648 سانتي ګرید.
2) متوسط له 1315 تر 1482 سانتي ګرید.
3) ټیټ تر 870 سانتي ګرید .
د اور خښتو خواص . Properties of Fire Bricks
دا خښتې لاندې فزیکي خواص لري.
a) زیړ ته مایل او یا سپین رنګ.
b) دا خښتې بیلابیل سایزونه لري لکه 9 ˟ 4.5 ˟ 2.5 انچ تر 9 ˟ 2.75 ˟ 2.25 انچه پورې.
c) د اور خښتې وزن له 30 تر 35N یا تقریبا 3.5kg
d) د اور خښتې فشاري مقاومت له 200 تر 220N/mm2
e) د اوبو جذب له 5 تر 10%
f) د کیمیاوي موادو پروړاندې ښه مقاومت .
د اور خښتو ډولونه . Types of Fire Bricks
اور خښتې په عمومي ډول په لاندې ډولونو ویشل شوې .
1. تیزابي اورخښتې Acidic fire bricks
2. اساسي اور خښتې.Basic fire bricks
3. خنثی اور خښتې .Neutral fire bricks
تیزابي اور خښتې . . Acidic Fire Bricks
تیزابي اور خښتې چې د تیزابو پروړاندې مقاومت کوونکې خښتې هم بلل کیږي معمولا ددې لپاره کاریږي چې د کیمیاوي موادو د عمل او اقلیمي شرایطو پروړاندې ښه مقاومت وکړي.په عمومي ډول هغه نورمال اورخښتې چې د طبیعي اور کلی څخه جوړې وي د تیزابو پرواندې ښه مقاومت لري مګر که چیرې د تیزابو پروړاندې زیات مقاومت ته اړتیا وي نو بیا یو مقدار اضافي سلیکا ورسره زیاته شي کوم چې کیدای شي د هغې ترکیبي جوړښت یې فیصدي 97% ته لوړه کړي.د ښه نښلیدو لپاره کیدای شي له 1 تر 2% چونه هم ورسره زیاته کړای شي .تیزبي خښتې په لوړه تودوخه کې د اوږدې مودې لپاره سوزول کیږي .
اساسي اورخښتې . Basic Fire Bricks
a) دا ډول خښتې د سولیدو ،رژیدو او کیمیاوي موادو پروړاندې ښه مقاومت لري.ددې خښتو په ترکیبي جوړښت کې لوړ مقدار مګنیزیم وي او چونه هم د نښلونکو موادو په توګه ورسره وي .د اساسي خښتو بیلابیل ډولونه شتون لري کوم چې مګنیزیت خښتې ،مګنیزیا-کاربن ،مګنیزیا کورم او نورې خښتې دي .
خنثی اور خښتې Neutral Fire Bricks.
دا خښتې هم د تیزابو ضد او اساسي پوخ ورکولو لپاره کاریږي .دا خښتې د تیزابو د ګاز او رژیدو دواړوپروړاندې ښه مقاومت لري.خنثی خښتې دوه ډوله دي ،لوړ المونیم خښتې او کرومایټ خښتې .لوړ المونیم خښتې په خپل ترکیب کې زیات مقدار المونیم لري په داسې حال کې چې کرومیټ خښتې کرومیم ،اوسپنې اوکساید ،سلیکا اوسپنه او نور مواد لري.
د اور خښتو کارول .
د اور خښتې د لاندې موخو لپاره کاریږي .
1. دا خښتې د بټیو دننه استر ،دودکشونو او داسې نورو لپاره کاریږي .
2. د اور ضد ودانیو جوړیدو لپاره کاریږي څو د اور پیښو پرمهال زیانونه کم شي.
3. د لرګینو نغریو دننیو طرف استر لپاره کاریږي .
4. د عایق موادو په توګه کاریږي ځکه د دې خښتو حرارتي هدایت کم دی