• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د اوسپنیزکانکریټي (RCC) کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست .Checklist for Quality Control of RCC Work

Home انجنیريد اوسپنیزکانکریټي (RCC) کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست .Checklist for Quality Control of RCC Work

د اوسپنیزکانکریټي (RCC) کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست .Checklist for Quality Control of RCC Work

د اوسپنیزکانکریټي (RCC) کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست .Checklist for Quality Control of RCC Work
کله چې د اوسپنیزکانکریټو کارونو د کیفیت کنترول له کانکریټ اچولو وړاندې چک کوو ،غوره داده چې دچک کولو لپاره یو لست له ځانه سره ولرو کوم چې باید چک او کنترول شي ،ځکه هغه مونږ ته یاد نه وي څه چک کړو .دا لست په لاندې ډول .
1. د کانکریټو کار وړتیا لپاره په مناسبو انتروالونو کې سلمپ ازمایښت ترسره کړۍ .
2. کله چې د کانکریټو فشاري محکمیت د ازمایښت لپاره مکعبې نمونې اخستل کیږي ،باید د 7 ،21 ،او 28 ورځو محکمیت یې مالوم شي .
3. دسیخانو د فزیکي ازمایښت تاید له اړونده کس څخه چې سیخان تولیدوي او یا یې پروژې ته ورکوي ترلاسه کړۍ .
4. ډاډ ترلاسه ترلاسه کړۍ چې د سیخانو تړلو لپاره مناسب اندازه تړونکی سیم(binding wire) کارول شوی .
5. د ګژدمونکو سایز او اندازه چک کړۍ .
6. د کانکریټو د سیخانو لپآره مناسب محافظوي قشر د spacer په ورکولو سره چک کړۍ.
7. د سیخانو ترمنځ فاصله او قطر د نقشې مطابق وګورۍ.
8. دچنګکونو ورکول او اوږودوالی او یو بل کې تیرول (Overlap) وګورۍ .
9. دشټرنګ افقي &عمودي سیده والی ،محکمیت او په مرکزیت ساتل وګورۍ .
10. د برق لین تیرلو او د هغې د نقطو لپاره ځایونه د نقشې مطابق چک کړۍ.
11. وګورۍ چې د مقطعې پلنوالی د ویبراتور کارولو مناسب اندازه دی یا نه .که ضرور وي د تغیر په اړه له اړونده شخص سره مشوره وکړۍ .
12. کانکریټو ته د اوبو ورکولو په اړه ډاډ ترلاسه کړۍ .
13. د ساختماني او انبساطې جینټونو د موقیعتونو مناسب والی وګورۍ چې د نقشې مطابق دی اوکه نه .
14. د سلب لپاسه د کارونو د څار لپاره دتګ راتګ مناسب ترتیب برابرکړۍ چې د سیخانو موقیعت او سیده والی ته زیان ونه رسیږي .
15. د بیمونو ژوروالی او پلنوالی وګورۍ .
16. د کانکریټو پورته کوونکي لفت اندازې او عمودوالي چک کړۍ .
17. د بیمونو څنګونه باید مطلق عمود شاقول او سیده وي .
18. کله چې کانکریټ اچول کیږي د تګ راتګ لپآره لرګینې تختې (plank)وکارول شي .
19. په کانکریټو کې د سوړ جینټ (Cold joint)دمخنیوي لپاره کانکریټ په تسمو(strip) شکل واچول شي.د راتلونکې تسمې کانکریټ باید د30 دقیقو په دننه کې واچول شي که بیا کیدای شي دوه ټاټکي کانکریټ په اخرې برخه کې واچول شي او ویبراتورشي څو د سوړ جینټ منځ ته راتلو مخه ونیول شي.
20. د کانکریټ اچولو پروخت لومړی د بیمونو او بیا د سلبونو کانکریټ واچول شي.
21. د کانکریټو په ساحه کې اضافي ویبراتور او ستنې یې وساتل شي .
22. له 1m زیات لوړوالي څخه د کانکریټو له اچولو ډډه وشي ځکه په دې سره پّ کانکریټو کې جلاوالی (segregation )
پیداکیږي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د شرک اساس او بنياد

د شرک اساس او بنياد

Jan 23, 2016

  ليکنه:دکتور عبدالبصير بصيرت کوم خلق چي الله تعالى ته[...]

د  1990م کال راهیسې مطلقه بې وزلي له نیمايي څخه ډېره کمه شوې، څه ته اړتیا ده چې بې وزلې ته په بشپړ ډول ماتې ور کړي؟

د 1990م کال راهیسې مطلقه بې وزلي له نیمايي څخه ډېره کمه شوې، څه ته اړتیا ده چې بې وزلې ته په بشپړ ډول ماتې ور کړي؟

Sep 18, 2016

 ژباړه: شفیق الله یوسفزی Extreme poverty has halved since 1990.[...]

جهادي تاړاک او ملي تاوان

جهادي تاړاک او ملي تاوان

Sep 18, 2015

د افغانستان د لوټ شويو نظامي تجهیزاتو بوږنوونکې احصائیه لیکنه:[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022