لیکنه: عارفه عمرلور بشیر
کورنۍ هغه ځاله ده چې انسان په کې د خپل ژوند ټول پړاونه تیروي او په کې د خپل کرکټر او شخصیت توکي پوره کوي، د نړۍ په هر ګوټ کې کورنۍ خپل ځانګړی ارزښت لري، چې زموږ په ټولنه کې هم کورنۍ خپل ارزښت په ځواکمن ډول ساتلی دی، زموږ کورنۍ ډيری وخت د نورو پر مختللیو ټولنو له کورنیو سره لږ توپیر لري، نورو ډيرو ټولنو کې یوه کورنۍ له څو محدودو کرکټرونو له پلار،مور او بچیو نه جوړه وي، خو زموږ د ډیری کورنیو لمنه ډيره پراخه ده، ترونه د تره زامن او لوڼې، تریندارې، بابا او نیا، چې په دا ډول ګډ کورني ژوند کې د کورنۍ د بیلا بیلو غړو کړه وړه، غوښتنې او چلندونه د بچیو په روزنه خپل خپل اغیز لري، دا چې ښه اغیز لري او کنه؟ دا له دې بحث نه لرې خبره ده، اره موضوع دا ده چې زموږ په سترو کورنیو کې چې ټول د ماشومانو د روزنې، پالنې او زده کړو تر یوې کچې مسولین دي څوک باید د بچیو واده ته د چمتو کولو مسولیت په کومو لاملونو په غاړه واخلي؟ زموږ دودیزه ټولنه ده، او کورنۍ مو هم په دودیزو اصولو اخلاقي او روزنیز معیارونه ټاکي، زموږ د دودیزو اصولو په بنسټ د کور د لوړ عمر څښتن نارینه چې کیدای شي د ځوانو زامنو پلار یا د ماشومانو نیکه وي، نږدې د کور د ټولو کړو وړو ، چلندونو، راکړو ورکړو، د ماشومانو د روزنې او راشه درشي واکمن او څارونکی منل کیږي، او دغه اصول زموږ په ډيرو ښاري کورنیو کې هم په ورته ډول پلې کیږي، دا ښايي تر یوې کچې پر ځای اصول وي خو د بچیو روزنه په خپل ځای د خورا ډير اهمیت لرونکې مسله ده چې مور پلار او د کورنۍ نور غړي که په مسولیت سره ورته پام وکړي نو د همدغو کورنیو د نیکمرغۍ سبب ګرځي، په داسې کورنیو کې اړینه ده چې ځينې ښوونیز او روزنیز مسولیتونه د کور نورو غړو ته هم ورکړ شي چې یو له هغو نه واده ته د بچیو چمتو کول دی.
که چیرې په داسې سترو کورنیو کې واده ته د بچیو د چمتو کولو بشپړ مسولیت د هغوی مور او پلار په غاړه واخلي او د کورنۍ نور مشران له دغه مسولیته ځان تر ډيره لرې وساتي، نو دا به یوه غوره او پر ځای پرېکړه وي، دا چې ولې دغه مسولیت باید مور او پلار په غاړه واخلي په لاندې دلیلونو دې پوښتنې ته ځواب ویلی شو:
۱ـ مور او پلار له بچیو سره له نورو نږدې او ډير پاتیږي، دوی د هغې مینې له مخې چې له خپلو بچیو سره یې لري، هغوی په دقت څاري، ارزوي یې نو ځکه کولای شي د خپلو بچیو د شخصیتونو او کرکټرونو په ټولو ځانګړنو له نورو نه ښه وپوهیږي او هغه لارې ومومي چې مثبت اغیز یې ډير وي.
۳ـ بچي د کورنۍ له نورو غړو سره له بې کچې مینې سره سره ځانونه مور او پلار ته نږدې احساسوي او د هغوی خبرې، کړنې او خویونه ورته له نورو نه ښه بریښي او په اسانه یې د خبرو منلو ته چمتو کیدای شي.
۴ـ په دا وړ سترو کورنیو کې بچي خپل رازونه او پټې خبرې یواځې له خپل مور او پلار سره شریکوي، دغه ډول اړیکه له نورو سره د شرم او حیا او یا د ډار له مخې نه ټینګوي.
۵ـ په فطرتي ډول مور او پلار ځانونه د نورو په پرتله د اولاد د روزنې ډير مسول بولي خو د کورنۍ له نورو غړو سره ښايي دغه د مسولیت احساس دومره ځواکمن نه وي. دا ځکه د ځينو د مسولیت ساحه ستره وي چې هرې برخې ته په ښه ډول رسېدل به ورته ستونزمن وي او د کورنۍ ځينې نور غړي هم خپله ورته مسولیتونه لري، نو د ورته نورو مسو لیتونو پالل به یو اروايي بوج شي او تر سره کول به یې له ډيرو نیمګړتیاو نه تش نه وي. نو غوره داده چې واده ته د اولادونو د چمتو کولو مسولیت مور او پلار په غاړه واخلي او نور هڅه وکړي چې له دغه مسولیت ځان یا لرې وساتي او یا هم له مور او پلار سره په همغږې تر ډیرې لږې کچې دغه مسولیت ته اوږه ورکړي.
۶ـ واده ته د بچیو د اماده کولو په روزنه کې د مختلفو کرکټرونو ګډون، د روزنې مختلف ډولونه او بیلا بیل اندونه کیدای شي د روزنې اغیز زیانمن کړي، بچي لار ورکي یا ان بې لارې کړي همدا شان په اړوندې موضع د پوهېدا لپاره د اولادونو لیوالتیا کچه راټيټه کړي.
۷ـ که مسولیت په بشپړ ډول مور او پلار ته وسپارل شي، دوی به وکړای شي چې واده ته د اولاد د چمتو کولو پلان پرته له ستونزو او په دقیق او اغیز من ډول پلې کړي.
۸ـ دا به یومور او پلار ته غوره بوختیا او ښه تجربه شي.
خو هغه کورنۍ چې دغه ډول پراخ او ستر کورني جوړښت نه رابیلې شوې دي او ځانګړې دي هلته ښايي په دې برخه کې ستونزې کمې وي او معلومه خبره ده چې دغه مسولیت سیده مور او پلار ته ور تر غاړې کیږي.
تر دې دمه په دې وغږېدو چې مور او پلار باید دغه مسولیت واخلي، دلته باید هم ټاکنه وشي چې په مور او پلار کې باید کوم یو د بچیو واده ته د چمتو کولو مسولیت په غاړه اخلي؟
زه یوه افغانه کورنۍ پيژنم دوه لوڼې او یو زوی لري، زوی تل د پلار سره په خواکې ناست وي، خپله هره ستونزه له پلار سره شریکوي، لوڼې بیا خپلې ټولې ستونزې مور ته وايي. دلته اړینه نه ده چې یو تن دې د دریواړو د روزنې مسولیت نیغ په نیغه واخلي، لوڼو سره کیدای شي مور واده ته د چمتو کولو په برخه کې مرسته وکړي او د زوی د چمتو کولو مسولیت پلار واخلي. لنډه دا چې د دغو تجربو او معلوماتو لپاره باید په مور او پلار کې داسې څوک وټاکل شي چې اولاد کولای شي له هغه سره خپل رازونه بې ډاره شریک کړي، او یا اولاد له همدغه پلار یا مور نه د واده په اړه پوښتنې کوي.دویم تن یانې پلار یا مور دې په غیر مستقیم ډول له هغه تن سره مرسته کوي چې د اولاد واده ته د چمتو کولو مسئول دی. لکه کله نا کله ځينې کېسې دې وکړي ، خپلې انګیرنې د حل لارې او وړاندیزونه دې ووایي او دا دې هم ووایي چې که دی وای نو څه یې کول؟ خو که دغه مسئولیت د مور په غاړه وي، زموږ په ټولنه کې دا ښه خبره ده او اغیز یې ډير او د حیا ځواکمنتیا به هم زیانمنه شوې نه وي.
د مسولیت له ویش نه وروسته واده ته د بچیو د چمتو کولو په لاره کې د مور او پلار همغږي ډیره اړینه او ارزښتمنه ده، په دې برخه کې مور او پلار باید سل په سلو کې د یو بل ملاتړي او یو له بل سره همغږي وي، دغه هغه وخت کیدای شي چې مور او پلار یوله بل سر منظم بحثونه ولري، په خپلو بحثونو کې د خپلو هڅو په اغیز یا نه اغیز و غږیږي، نوې لارې ولټوي، د یو بل ستونزې په ګوته کړي، د یوبل له انګیرنو او اندونو نه ځان خبر کړي او د یوبل مشورې واوري او دواړه له دغې خبرې خوند واخلي چې یوې داسې موخې ته کار کوي چې د دوی د اولاد راتلونکی د نیکبختۍ پر لار سیخولی شي.