په دې درس کې به د اونۍ د ورځو نومونه او اړوند جملې زده کړئ، چې په ورځني ژوند کې موږ ډېر له داسې صحنو سره مخ کېږو چې باید یو چاته د اونۍ د ورځو نمونه یاد کړو او یا ورته وخت وښییو،دا درس په خپل ډول کې ډېر ګټور دي.
لغتونه او جملې:
| Nederlands | پښتو |
|---|
| de maandag | دوشنبه |
| de dinsdag | سه شنبه |
| de woensdag | چهارشنبه |
| de donderdag | پنجشنبه |
| de vrijdag | جمعه |
| de zaterdag | شنبه |
| de zondag | یکشنبه |
| de week | اونۍ یا هفته |
| van maandag tot zondag | له دوشنبې تر یکشنبې پورې |
د ورځو ترتیب:
| Nederlands | پښتو |
|---|
| De eerste dag is maandag. | لومړۍ ورځ دوشنبه ده. |
| De tweede dag is dinsdag. | دوهمه ورځ سه شنبه ده. |
| De derde dag is woensdag. | درېيمه ورځ چهارشنبه ده. |
| De vierde dag is donderdag. | څلورمه ورځ پنجشنبه ده. |
| De vijfde dag is vrijdag. | پنځمه ورځ جمعه ده. |
| De zesde dag is zaterdag. | شپږمه ورځ شنبه ده. |
| De zevende dag is zondag. | اوومه ورځ یکشنبه ده. |
نور جملې:
| Nederlands | پښتو |
|---|
| De week heeft zeven dagen. | اونۍ اوه ورځې لري. |
| Wij werken maar vijf dagen. | موږ یوازې پنځه ورځې کار کوو. |
ګرامري ټکي:
- de maandag، de dinsdag…
- د ورځې نومونه تل د معرفې “de” سره راځي.
- De week heeft zeven dagen.
- دا جمله د اونۍ په عمومي جوړښت تمرکز کوي.
- Van maandag tot zondag:
- “Van… tot…” عبارت د څه نه تر څه پورې موده ښيي.
بېلګې:
- Wat is de eerste dag van de week?
- د اونۍ لومړۍ ورځ کومه ده؟
- De eerste dag is maandag.
- Hoeveel dagen heeft een week?
- یوه اونۍ څو ورځې لري؟
- Een week heeft zeven dagen.
- Werken jullie op zaterdag?
- تاسو د شنبې په ورځ کار کوئ؟
- Nee, wij werken maar vijf dagen.
د درس پای:
د اونۍ د ورځو یادولو لپاره تمرین وکړئ او هڅه وکړئ چې جملې جوړې کړئ. دا به ستاسو په ورځني خبرو کې مرسته وکړي. که کومه پوښتنه لرئ، له موږ سره یې شریکه کړئ! مننه.