– ليکنه: ګل رحمن رحماني
يوه ستړې او ستومانه پرښته د خدای “ج ” په وړاندې ودرېده، وزرونه يې له ډېرې ستړيا ځوړند اچولي وو او د سپينو بڼکو څوکې يې په وينو سرې ښکارېدې، خدای “ج ” په خپل مهربانه نظر کې را ونغاړله او پرښته هم د خپلې دندې له مخې د تعظيم لپاره د پروردګار په ستاينو سر شوه.
وروسته يې په بنده ژبه وويل: پروردګاره، زه د وينو او اوښکو له هېواده راغلی يم، زما دنده په يوه داسې هېواد کې ده چې له اوښکو او وينو پرته پکې له بل څه سره نه يم مخ شوې، هغوی خپل هېواد افغانستان بولی خو زه يې ” د اوښکو او وينو هېواد ” ګڼم .
پرښته غلې شوه او بيا يې خپلو وزرونو ته وکتل:
پرودګاره ! زه وېرېږم چې زما ملګرې پرښتې په مابل ګومان ونه کړي، ځکه زما سپين وزرونه هم په وينو سره دي، خو يوازې ته پوهېږې، ته ګواه يې چې زه په کومو اوږو کېنم، نو شېبه وروسته يې سر پرې کېږې او وينې يې ماته را بادېږي، زما وزرونه سره کوي، هلته دا پېښې دومره زياتې تکرارېږي چې ما ته د خپلو وزرونو د وينځلو موقع هم نه وي او زه وېرېږم چې ستا د امر پر ځای کولو کې پاتې رانه شم.
پروردګاره ! زما نورې ملګرې د ځمکې د مخ په داسې هېوادونو کې خپله دنده او ماموريت تر سره کوی چې وينه پکې ارزښت لري او د يوې اوښکې له تويېدو سره په زرګونو زړونه درېږي او ټوله هېواد په شور راولي، بيا نو د هغوی پښې له وېرې ولړزېږي او همغه اوښلنې سترګې د موسکاګانو په راختلي زيرين او مهربانه لمر کې وچي شي.
پروردګاره! زما دنده په يوه داسې هېواد کې ده چې وګړي يې، يو د بل وينو ته خاندي، ستا د بنده ګانو د ځنکدن سلګۍ د هغوی لپاره تر ټولو ښه ننداره وي او اوښکې يې د مخونو دوديز سينګار دی، د دوی هديرې له ښارونوپراخه دي او فرياد يې ملی سرود دی، دوی چې يو بل ته قبرونه کيندي؛ نو خاندي او خپلې مېړانې بيانوي، دوی ځانونه ډېر لرغوني ګڼي خو د خپلې لرغونتيا هېڅ ډالې ورسره نشته، په دوی کې هغه څوک بېګانه ښکاري چې لاسونه يې له وينو پاک او په سترګو کې يې اوښکې نه وي.
پروردګاره! نور زما ګوتې د هغوی د عمل نامو له ليکلو وچې شوې، د هغوی ډېر عملونه سره ورته دي، زما په لاس کې راوړې دوسيې کې وګورې؛ نو فکر به وکړې چې ټول د همدې يوې پاڼې کاپي دي، خو داسې نه ده، حتی د دې عمل نامو ټولې کرښې سرې دي او د وينو رنګ يې اخيستی.
تر ما وړاندې پرښتو چې په دې هېواد کې يې ستا سپېڅلی ماموريت تر سره کړی و، ما ته ويلی وو چې دوی د نړۍ په مخ په يوه داسې هېواد کې ګرځي چې د ګلونو او شاتو په هېواد شهرت لري، هغوی ويلي وو چې د نړۍ ټول پسرلي د دې هېواد له ګلورينو غرونو او رنګينو دښتو رنګ اخلي او بيا يې د نړۍ نورو بڼونو ته وړي او ما هم هغه وخت ورسره منلې وه.
دا وګړي او هېواد يې همدغسې و، ځکه ما د خپلو هغو ملګرو په وزرونو د ګلونو شېره او وجود د شاتو خوږلت حس کړی و، د هغوی د ښي لاس ګوتې سولېدلې وې او ددوی د ښېګڼو له ليکلو نور بيخي ستړيا ته رسېدلې وې، خو زه حيرانه يم چې دا وروستۍ نيمه پېړۍ ولې د هغوی هر څه بدل شول؟
پروردګاره! ستا په حضور کې يوه هيله کوم او هغه دا چې نور مې د اوښکو او وينو دغه هېواد ته مه استوه، ما يوه داسې هېواد ته ولېږه، چې هلته خپل ښی لاس وازمايم او يوه شېبه د هغوی د موسکاوو او رنګينو په څپو کې ستا عبادت وکړم. يوه داسې هېواد ته چې وګړي يې تور زړي نه وي او د اوښکو ليدلو توان ونه لري.
ستومانه پرښته په ډېرو زارو بې هوشه شوه او سر يې خدای “ج ” ته په سجده کېښود او شېبه پس چې له سجدې اوچته شوه؛ نو د پروردګار فرمان يې تر لاسه کړی چې بېرته همدغه ټاټوبي ته ستنه شي.
پرښتې ځمکې ته وکتل د يوې دايروي شنې ټوټې په منځ کې يې په يوه سره خاپي نظر پرېوت، له سترګو يې د اوښکو څاڅکي وڅڅېدل او بېرته د هغه هېواد په خوا والوته چې دې پرې “د اوښکو او وينو هېواد” نوم اېښی و.
۲۰۱۲ دسمبر ۲۳مه