لیکنه: ذبېح الله اېمان
قضا مازدیګر یې را منډه کړه، غږ یې کړ مورې ما ته اوبه راکړه، چې سر او ځان ومینځم سبا اختر دی او پلار به مې راته نوې جامې او نوي بوټ راوړي، بیا به هغه اغوندم. مور یې په مینه ورته وویل: زما ګرانه زویه همدا اوس به یې درته تیارې کړم او وبه د مینځم، خو پلار دې ډیر ناوخته کړ، چې دا ولې الله دې خیر ورته پیښ کړې، د دې خبری په اوریدو ماشوم نور هم ګړندی شو په سرای کې یې یو تیندک و خواړه ویې ویل مورې خوږ نه شم. موریې ورته اوبه تیارې کړې ورته یې وویل: راشه دزړه سره، چې و د مینځم. ماشوم بیا رامنده کړه او د اوبو په ډک لګن کښې کښیناست او مور یې پاک ومینځ ورته یی وویل، چې اوس به دی پلار راشي تا ته به یی نوي کالي او نوي بوټ راوړي وي بیا به یې سبا اغوندې او د ماشومانو سره به اختری ټولوې څومره ښکلی به ښکارې لکه په چمن کې ګل، ماشوم بیا ورته په وړه او ښکلې لهجه وویل مورجانې! پلار به مې غوټۍ ته هم نوې جامې او بوټ راوړي او کنه؟
مور : هو کې بچیه ولی نه غوټۍ یې هم لور ده او بيا هغه کوچبنۍ هم ده، هغه ته به یې هم راوړي او بیا به دې د کاکا ګانو کره د پلار سره لکه ګلونه روان وې. غوټۍ هم په دې وخت کې راغله او ورته یی وویل: مور جانې! پلار به مې له ځان سره نکریزې راوړي کنه، نکریزې خو هم نشته دې، اختر خو په سپینو لاسو هیڅ ښه نه ښکاري.
د سپینو لاسونو په اوریدو سره یې د مور په سترګو کې اوښکې راغلې او یو سوړ اسولی یې وییست او ورته يې وویل: هو لورجانې ولې به یې نه راوړي، سپین لاسوونه خو هیڅ ښه نه ښکاري، را به يې وړي . مورته یې هغه د تیر کال اختر ورپه یا شو ، چې تېرکال د اختر نه دوې ورځې مخکې یی ورته زوی مړ راوړی وو، هغه اختر یې په سپینو لاسو نو تېرکړی ؤ. ماښام شو روژه ماتی هم وشو، خو د پلار یې درک ونه لګېدو، چې دی چېرته دی او کوم ځای ته را رسېدلی دی. ماشومان له خپلو خوښیو سره لګيا دي او وایي: چې پلاربه مو راته سږ کال اخترته نوې جامې راوړي.
په داسې حال کې ،چې پلار یې په بازار کې کراچۍ واني کوله د نورو کلونو په نسبت یې سږ کال کار و بارهم ښه ؤ ، نو خپلو دواړو ماشومانو ته یې د نویو جامو او نویو بوټانو وعده ورکړې وه. ماخستن شو مور یې بچیانو ته وویل: الله موپلار ته خیر پیښ کړه، چې ولی یې دومره ناوخته کړ، هغه دری ورځې مخکې یې په راډیو کې وویل، چې دری چاودنې پرله پسې شوی دي او په لسګونو کسان پکې مړه او له سلو څخه زیات ټپیان دي، چې په هغه کې دی هم نه وې خوږ شوی، بیايې زر زرله ځان سره وويل:نه، نه شیطان کافر دی هسې يوه وسوسه وه ، هغه خو یو غریب کار دی، کراچې واني کوی، نو هلته به څنګه چاودنه شوې وي، هلته خو ټول د ده په شان غريب کاره کسان کار کوي.
غوټۍ بیا مورته وویل: مورجانې! پلار خو رانه غې او لاسونه مو هم سپین پاتې شول، نور ماته هم خوب راځي ځم ،چې ويده شم ، ځکه باران هم ویده شوی. موریی وویل: خیر دی ته هم ویده شه، چې پلار دی راغۍ زه به درته لاسونه سره کړم.
د ملا د آزان نه وروسته ورته د کور دروازه ټک ټک شوه، د باران مور ورپاڅېده او غږ يې پرې وکړ،تاسو څوک يۍ؟ هغه ورته ځواب ورکړ: ورنداری! زه یم د ورور احوال مې درته راوړی دی، هغه درته دا لیک را استولی دی. د باران مور ورته وویل: ته یې راته ولوله، چې څه یې په کې لیکلي دي، هغه ورته د لیک په لوستلو داسې پیل وکړ،( سلامونه او نیکې هیلې تاسو ټولو ته د اختر مبارکي وایم ، زه نه درځم دا لیک مې دی ملګری ته ورکړ، د غوتۍ او د باران کالي او بوټ به مې بل ملګري ته ور کړم هغه به یی در وړي، له ده سره سودا ډیره ده او بل داچې اوس سودا ښه ده کیږي، نو ځکه نه درځم) او یو یی داسی بیت لیکلې دی.
ګرانې ما اختر ته ستا لپاره ډالۍ راوړې
د اوښکو له کلي مې درته غاړه کۍ راوړې
د باران کاکا بیا ورته غږ کړ: ورنداری دیره پرې ګرانه یې، داسې ښکلی بیت یې درته ډالې کړی دی اوترینه روان شو.
سبا خپله رڼا په ټول کلي راخوره کړه، چې بیا دروازه ټک ، ټک شوه ،د باران مور، باران او غوټۍ را ویښ کړ او ورته يې وویل:پلار مو درته جامې او بوټ رالیږلی دی او په خپله نه دی راغلې، هغه دی هغه سړي دروازه ټک ټک کړه، مور یې په خورا هوس دروازی ته ورغله،کله یې چې دروازه ور خلاصه کړه ،سترګې یې په چارپایي کې په بار تابوت ولګیدی او ورته يې وویل: دا څوک دی او دلته مو د څه له پاره راوړی دی؟ .
له راغلو کسانو څخه یو نفر ورته رامخ ته شو او ورته يې وویل: دنیمروز ولایت د زرنج له ښاره موراوړی او ستاسو خپل سړی دی ، بیا يې ورته غږ کړ: مورې د الله به داسی رضا وي ستا خاوند د هغو چاودنو له ډلې څخه دی ،چې له اختر څخه دری ورځې مخکې د نیمروز ولایت کې د اسلام د دوښمنانو له خوا تر سره شوې . په دی وخت کې باران له خوبه په ډکه او وړه لهجه وویل مورې! پلارجان مو څه رالېږلي دي.
مور یې په چیغو ورته وویل: د اوښکو غاړه کۍ.
پای
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.