لیکنه: شیرشاه تسل
دا چې زیات کلونه وشول ایران او عربستان په ښکاره او پټه جګړه کې بوخت دي او دواړو هیوادونو تل هڅه کړې په بهرني سیاست کې یو بل ته ګواښونه جوړ کړي، چې یو په بل ځان قوي او د سړې جګړې ګټونکی ښکاره کړي.
د نړۍ ټولې پټې او ښکاره جګړې تر شا تاریخي مسایل لري د نړیوالو اړیکو په رڼا کې هرکله، چې موږ د دولتونو او ملتونو تر منځ ستونزې څېړو باید تېر تاریخ ته یو کتنه وکړو، چې څنګه روابط یې لرل مشترکې او متضادې ګټې یې پيدا کړو، د ټولو هیوادونو جګړې او رقابتونه تاریخي شالید لري.
د ایران او عربستان سړه جګړه جغرافیوي، مذهبي او اقتصادي سیاسي عوامل لري، دې څېړنه کې تاسو ته د ایران او عربستان د سړې جګړې عوامل په ډاګه کوو.
جغرافیوي عوامل:
د ایران او عربستان تر منځ لوی درز د بحرین په خپلواکي را منځته شو، کله چې سیمه د انګلیسي استعمار لاندې وه د قاجاریانو له دورې نیولې د رضا شاه پهلوي تر لومړیو کلونو د ایران خبرې اترې له انګلیس سره روانې وې، چې بحرین بېرته د ایران تابیعت ته وګرځوي او د انګلیس استعماري ځواکونه له بحرین په شا کړي له کال (۱۲۹۹)ه ش تر کال (۱۳۴۶) د ایران له خوا (۱۱) ځله د بحرین نیولو هڅه شوې؛ مګر هر ځل یې د انګلیس له لوري ماتې خوړلې په کال (۱۳۳۶) کې پهلوي ستره ملي شورا را منځته کړه، چې د هغې په مټ بحرین د ایران برخه وګرځوي؛ مګر په کال (۱۳۵۰) کې د عربستان په مداخله د انګلیس په فشار بحرین خپلواک هیواد اعلان شو او له ایران بېل شو.
له همدې ځایه د عربستان او ایران سړه جګړه پيل شوه، چې د وخت په تېرېدو یې لا شدت پیدا کړ.
بله ستره مسله، چې عربستان او ایران یې په رقابت راوستل د فارس خلیج مسله ده دا، چې په تاریخي لحاظ تر کال (۱۹۶۰) پورې په ټولو نړیوالو تړونلیکونو کې منطقه د فارس خلیج په نوم یادېده وروسته له همدې کال سعودي عربستان د عربانو د ځان غوښتنې په اساس دعوه وکړه، چې د فارس خلیج ته باید د عرب خلیج وویل شي دا ستونزه، چې تر نن ورځې دوام لري په تاریخي لحاظ یې شدید رقابت را منځته کړی.
د درې ګونو جزیرو پر سر هم د عربستان او ایران تر منځ ستر کړکېچ پروت دی، کله چې متحده امارات را منځته شول، د ابو موسی، لوی تنب او واړه تنب جزیرې په تاریخي لحاظ د عیلاني، ماد، هخامنشین، اشکاني او ساساني حکومتونو تر وخته د ایران برخه وې؛ مګر په کال (۱۹۰۸) کې انګلستان مستعمره کړې تر کال (۱۹۷۱) پورې ایران دا استعمار قبول نه کړ هغه وو، چې په کال (۱۹۷۱) کې انګلیستان له ایران سره توافق وکړ او درې واړه جزیرې یې ایران ته و سپارلې، عربستان اوس هم په نوموړو جزیرو دعوه لري.
له کال (۱۹۶۰تر۱۹۷۰) د نړیوالې سړې جګړې په مهال د دواړو هیوادونو تر منځ د امریکا په منځګړیتوب روابط ښه شول؛ ځکه امریکا دواړه هیوادونه د شوروي د نفوذ د مخنیوي لپاره کارول خو دا روابط تر لنډ مهال وغځېدل، چې بېرته له منځه ولاړل.
سیاسي؛ مذهبي عوامل:
په کال (۱۹۷۹) کې د ایران له انقلاب وروسته، چې په ایران کې د ولایت فقیه امام خمیني دولت حاکم شو د عربستان او ایران تر منځ د سني او شعيه په ستونزه د مذهب رقابت اور واخیست.
له کال (۱۹۸۰) تر(۱۹۸۸) د عراق او ایران جګړه کې سعودي عربستان له عراق ملاتړ وکړ، چې دې موضوع هم د مذهب اړخ درلود د ایران او عربستان روابط یې له منځه یوړل.
کال (۱۹۸۰) د اپریل پر څلرویشتمه د سپاه قدس مظاهره کې د امریکا سفارت ونیول شو، چې (۵۳) دیپلماټان د ځوانانو له خوا یرغمل شول امریکا د خلاصون زیاته هڅه وکړه خو بلاخره د امریکا ریس جمهور جیمي کارټر د نظامي عملیاتو امر وکړ د زیبګنیو برژنیسکي (Zbigniew Brzezinski) په طرحه د امریکا پوځ په ایران حمله وکړه د طبس دښته کې جګړه وشوه؛ مګر امریکایان بریالي نه شول (۸) امریکایان مړه شول.
له دې پېښې وروسته، چې د ایران سپاه قدس څېړنې وکړې دې عملیاتو کې یې د عربستان، ترکیې، عمان او پاکستان د پوځ لاس لرل په ګوته کړل، دې سره هم د دواړو هیوادونو روابط زیانمن شول.
په کال (۱۹۸۷) د جنوري په درېیمه کله، چې د ایران حاجیانو په مینا کې مظاهره وکړه شعار یې: له مشرکینو خلاصون، مرګ په اسرایلو او امریکا!
دا مظاهره د عربستان دولت یوه دسیسه وبلله د مظاهرې د مخنیوي په ترڅ کې د حاجیانو او پولیسو تر منځ شخړه وشوه، چې (۲۷۵) ایرانیان مړه او (۳۰۳) زخمیان شول.
په کال (۱۹۸۸) کې ایران کې د عربستان خلاف سپاه قدس مظاهره وکړه تهران کې يې د عربستان سفارت ونیوه، چې دې پېښې بیا د عربستان او ایران روابط پرې کړل.
د یمن کورنۍ جګړه کې د ایران ملاتړ له شعیه جنګیالیو، چې له کال (۲۰۰۹) را په دې خوا پیل شوې، د سوریې جګړه کې د ایران ملاتړ له بشاراسد هم عربستان او ایران په ښکاره جګړه کې ښکېل کړي دي.
په کال (۲۰۱۱) د اکتوبر په یولسمه امریکا کې د عربستان په سفیر عادل الجبیر د ترور په موخه برید تر سره شو، د امریکا دولت د برید پړه په دوه ایران توکمه امریکایانو (منصور ارباب سیر او غلام شکوري) واچوله او دا یې د ایران د سپاه قدس لخوا طرحه شوې لوبه وبلله، چې دې هم روابط زیانمن کړل.
په کال (۲۰۱۵) کې د جدې هوايي ډګر کې په دوه ایراني حاجیانو، چې عمرونه یې کم ول د عربستان د پولیسو له خوا جنسي تېري د دواړو هیوادونو روابط زیانمن کړل.
بلاخر په عربستان کې د شعیه مشر (نمر باقر النمر) په اعدام، ایران توند غبرګون ښکاره کړ تهران کې یې د عربستان سفارت ته اور ورکړ، دې پېښې سره عربستان هم غبرګون ښکاره کړ د عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ایران ته (۴۸) ساعته وخت ورکړ، چې له عربستان دیپلماتان بېرون کړي او هر ډول روابط وتړل شول، چې دې سره د ایران او عربستان روابط په مکمله توګه پرې شول.
اقتصادي او استخباراتي عوامل:
دا، چې د ایران د هستوي پروګرام څو فزیک پوهان ترور شول ایران هر ځل د ترور پړه د انګلستان، امریکا، اسرایلو او عربستان په څارګرو ادارو اچولې او د ایران د اټومي پروګرام درولو لپاره یې ستره لوبه بللې، په رښتیا هم د ایران اټومي پروګرام د ساینس پوهانو په ترور زیانمن شوی(ډاکټر مصطفی احمدي، ډاکټر مسعود علیمحمدي، ډاکټر مجید شهریاري، ډاکټر داریوش رضای نژادي) ترور شوي او د (ډاکټر فریدون عباسي) د ترور هڅه ناکامه شوه، د ډاکټر مسعود علی محمدي په ترور د اسرایلو جاسوس (مجید جمالي فشي) ونیول شو.
د نورو ساینس پوهانو د ترور عاملین اوس هم تر څېړنې لاندې دي.
کله، چې په کال (۲۰۱۴) کې په ایران اقتصادي بندیزونه ولګېدل د ایران اقتصاد په نفتو ولاړ وو، عربستان د نفتو تولیدات زیات کړل، چې د نفتو نړیوال نرخونه ټيټ کړي دې سیاست هم ایران ته شدید زیان ورسولو او د نفتو په سیاستونو کې هم د ایران او عربستان روابط خراب شول.
اقتصادي اړخ کې هم د نفتو د نړیوالو نرخونو له لویدو داسې څرګندېږي، چې ایران او عربستان په ټول شدت د نفتو سیاست کې یو بل ته لومې ږدي له جګړې لاس نه اخلي.
د عربستان او ایران د نفتو د رقابت له کبله، چې عربستان د نړیوالو اقتصادي بندیزونو تر څنګ د ایران د ملي اقتصاد د شکست او هستوي پروګرام درولو لپاره دوام ورکړ د ایران ملي اقتصاد ته یې ژور زیانونه واړول د ۲۰۱۴ کال په اوړي کې د نفتو د هر بېرل بیه تر ۱۰۰ ډالرو رسېده او ثابت نرخ یې وو؛ مګر د ۲۰۱۵ کال د جنوري میاشتې له پیل نفتو د ټيټ نرخ نړیوال ریکارډ ثبت کړ، چې له ۱۰۰ سل ډالرو هر بېرل نفت ۳۵ پنځه دیرش ډالرو ته ولوېدل د عربستان د نفتو زیات تولید د نفتو نړیوال نرخونه وغورځول او د ایران ملي اقتصاد ته یې موقتآ ژرو زیان ورسولو.
له دې رقابت وړاندې له ۲۰۱۰ کال تر ۲۰۱۴ کال، چې د نفتو نرخونه ثابت وو ایران د محمود احمدي نژاد په اته کلنه دوره کې د نفتو له خرڅلاو ۷۰۰ اوو سوه میلیارده ډالره درامد تر لاسه کړی وو، چې د ایران د ملي اقتصاد په غوړېدو کې یې موثر کردار تر سره کړی وو؛ مګر د عربستان نفتي سیاستونو د ایران د اقتصادي پراختیا پلانونه سخت زیانمن کړل.
اوس، چې د عربستان اقتصادي حالت مخ په ځوړ روان دی د اقتصادي اصلاحاتو په موخه شاهي حکومت هره ورځ نوي ګامونه پورته کوي خو، ایران د نفتو د سیاست په ډګر کې عربستان ته ستر ګواښونه رامنځته کولای شي له همدې کبله غواړي د نفتو صنعت ته د بهرنیو پانګونو په مټ پراختیا ورکړي، چې د بېلګې په ډول د شیل کمپنۍ او ایران پتروشیم تر منځ یې نوی تړون ښه سند وګڼو.
ایران غواړي د نفتو په صنعت لا پانګونه وکړي او نفتو مارکیټ کې د عربستان برخه تر خپل واک لاندې کړي د همدې موخې لپاره یې د روان کال ۲۰۱۶ د اکتوبر په لسمه نېټه د نفتو لوی برتانیایي هالنډي شرکت شیل سره نوی تړون لاسلیک کړ، چې تر ۲۰۲۵ کال به د ایران د نفتو تولیدات د کال له ۶۰ میلیونه ټنه تر ۱۶۰ میلیونه ټنو ورسوي.
که د ایران او عربستان د روابطو تاریخ ته کتنه وکړو داسې څرګندېږي، چې دواړو هیوادونو کله هم نه دي غوښتي، چې ښه روابط ولري ایران او عربستان په دې کشمکش کې ښکېل شوي، چې هر یو هڅه کوي د مسلمانانو تر منځ مخکښ هیواد واوسي او د اسلام بیرغ لاس کې واخلي او ټول مسلمانان رهبري کړي ایران هڅه کوي د شعیه امپراتوري را منځته کړي او عربستان هڅه کوي د سني وهابیانو امپراتوري جوړه کړي، چې د دې موخې لپاره دواړو هیوادونو زیاتې هڅې کړې او ستر لګښتونه یې کړي د بېلګې په توګه د افغانستان کورنۍ جګړه کې د ځینو ډلو تر شا د ایران او عربستان درېدل.
د یمن کورنۍ جګړه کې د سعودي ملاتړ له سني دولت او د ایران ملاتړ له شعیه جنګیالیو.
د سوریې جګړه کې د سعودي ملاتړ له سني جګړمارو د ایران ملاتړ له شعیه جنګیالیو،کردانو او بشار اسد.
فلسطین کې هم د (فتحې غورځنګ او حماس) تر منځ اختلافات وروسته د یاسر عرفات له مړینې د ایران او عربستان د رقابتونو او ناوړه سیاستونو له کبله پيدا شول.
لیبنان کې له حزب الله د ایران ملاتړ هم د عربستان او ایران تر منځ سړه جګړه شدیده کړې.
همدارنګه پاکستان هم له هغو هیوادونو شمېرل کېږي، چې د ایران او عربستان له سړې جګړې یې تل ګټه پورته کړې او دواړه هیوادونه یې د رقابت په ډګر کې د ځان جوړونې لپاره کارولي پنجاب ته یې ګټې انتقال کړې پښتانه او بلوڅ یې د عربستان او ایران د سړې جګړې ښکار کړي، چې له (۲۰۰۲) کال را په دې خوا د پښتونخوا او بلوچستان زیاتو سیمو کې د سني او شعیه د غچ اخیستنې شخړې تل روانې وي ، پاکستان کې هم ګڼ شمېر مذاهب او مذهبي اقلیتونه دي او هر کال په مختلفو ښارونو کې د سني او شعیه جګړې پېښېدونکې وي، چې تر شا یې د ایران او عربستان سړه جګړه ده، د بېلګې په توګه وروسته د ایران له اسلامي انقلاب پاکستان کې د ایران انقلاب ځپلو په موخه وهابي ډلې جوړې شوې، چې له هغه وخته تر اوسه یې د پاکستان کراچۍ ښار کې په زرګونه شعیه تعلیم یافته طبقه تر هدف لاندې ونیوله او قتل عام یې وکړ د عربستان او غرب په لارښونه! پاکستان کې له شعیه چریکیانو، چې مشري یې د (حزب فقیه جعفریه او اتحاد المسلمین) لاس کې ده ایران ملاتړ کوي؛ همدارنګه د سني جنګیالیو شاته عربستان ولاړ دی، چې مشري یې د (جماعت الدعوه سلفیانو، سپاه صحابه ، لشکر طیبیه او جیش محمد) په غاړه ده دا ډلې زیاتې خطرناکې دي، چې هم د سني جګړه له شعیه سره رهبري کوي او هم افغانستان کې ترهګر حمایت کوي.
دا چې پاکستان د نړۍ ټولو ترهګرو ته امن کور دی، که د ایران او عربستان سړه جګړه شدت پیدا کړي ټولې سیمې ته به د پاکستان دولت له سیاستونو زیات زیان ورسېږي، چې له هغې ډلې به د پاکستان سني او شعیه ترهګر د غچ اخیستنې جګړه پيل کړي په دې جګړه کې به پښتانه وژل کېږي او د بلوڅانو بېلتونپال خوځښت به تر اور لاندې راوستل شي؛ ځکه د پاکستان دولت د سني او شعیه جګړه د پښتنو او بلوڅو ځپلو لپاره کاروي.
پاکستان او سیمه کې به د شعیه او سني مذهبي شخړې د چین سیمیزې اقتصادي پروژې او مخ په ودې اقتصادي پلانونه له سترو خنډونو سره مخ کړي چین باید په پاکستان فشارونه راوړي، چې له مذهبي نیابتي شخړو او لوبو لاس پر سر شي که داسې و نه کړي راتلوونکې کې بلوڅان په اسانۍ سره کولای شي سیمه کې د چین او پاکستان مشترکې اقتصادي پروژو ته ګواښونه رامنځته کړي لکه اوس، چې دوام لري.
د ایران او عربستان د ځان غوښتنې سیالي ټولو مسلمانانو ته زیاته خطرناکه ده باید د سیمي سني او شعیه ولسونه د ایران او عربستان نیابتي جګړې ته وسایل و نه ګرځي. که ایران او عربستان سړې جګړې ته دوام ورکړي د دې جګړې اور به له ټولو زیات د پاکستان ولسونه سوځوي؛ ځکه د پاکستان دولت د اسلامي هیوادونو پوځي اتحاد کې له عربستان سره ملګری دی، چې دې پرېکړې سره د پاکستان او ایران روابط مخ په خرابېدو دي او د پاکستان دولت له یوې تاریخي سیاسي مرحلې سره مخ دی ټول عمر یې عربستان او ایران دواړه په خپله ګټه لوبولي؛ مګر اوس لوبه د پای په لور روانه ده پاکستان به یا د ایران ملګرتیا ټاکي یا د عربستان.
که وروستیو تغیراتو ته وګورو عربستان هم، چې دې وروستیو کې یې له امریکا سره د سپټامبر د یولسمې په پېښه روابط مخ په خرابېدو دي د شرق خوا ته یې سیاسي افکارو تغیر کړئ غواړي له روسیې سره روابط ځواکمن کړي او پراخې هڅې یې پیل کړې که چېرته عربستان له روسیې سره روابط رامنځته کړل بیا به اوضاع ژور تغیر کوي ممکن ایران او عربستان یو د بل زغملو ته غاړه کېږدي او موقتاً یې روابط ښه شي خو، د ایران او عربستان سړه جګړه ژورې ریښې لري که له دواړو هیوادونو یو کې د حاکمو نظامونو بڼې تغیر و نه کړي د دواړو هیوادونو د سړې جګړې له کبله به سیمه کې اور بل وي عربستان کې د واک په سر ناندرۍ روانې دي په تمه به شو، چې راتلوونکی مشر څنګه ټاکل کېږي خو، دا هم حل لاره نه ده ،چې ګټې متضادې وي د ټکر امکان شته خو د ټکر اوج به د نورو هیوادونو ګټو ته د زیان له کبله ځنډول کېږي او دواړه هیوادونه به له سرحدونو باندې د درېیمې نړۍ بېوزله هیوادونو کې خپلو نیابتي جګړې ته دوام ورکړي.
نږدې وختونو کې د ایران او عربستان د سړې جګړې د کرارېدو امکان نشته؛ ځکه، چې د روان کال د اکتوبر په اتمه نېټه د عربستان لخوا د یمن په صنعا ښار بمبار کې ۱۴۰ شعیه وګړي ووژل شول، چې د ایران توند غبرګونونه یې را وپارول د ایران د دفاع وزیر حسین دهقان وویل: باید د عربستان حکومت د یمن په جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې کې د مجرم هیواد په توګه وپېژندل شي.