لیکنه: عطاءالله خان حیران
د مقبوضه پښتونخوا په تاریخ کې بابړه هغه پېښه ده، یا د پنجاب هغه جابرانه، ظالمانه ، وحشیانه او له بربریته ډک عمل دی، چې نه انساني دی او نه اسلامي که یې رالنډه کړم په هېڅ قانون کې داسې وحشت ته ځای نشته او داسې ظلم د داسې سپېڅلو خلکو په وړاندې هېڅ توجې نه لري، دا ظلم دا جبر دا وحشت د ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۲ مه په چارسده کې هغه وخت وشو کله، چې د خدایي خدمتګارانو مشران د فخر افغان باچاخان په شمول د پاکستان لخوا ونیول شول، نو د دوي د نیولو په غبرګون کې خدایي خدمتګاران په سولیز ډول او د عدم تشدد د اصولو پر اساس د بابړې ډاګ ته راټول شول او د خپل حقه حقوقو او د خپلو مشرانو د خلاصون غوښتنه یې کوله، دغه ډاګ له خلکو نه داسې ډک و، چې د دې پرځای چې د دې خلکو غوښتنې اورېدل شوې وی د پاکستان حرموني پوځ د قیوم خان حرموني په امر په بې ګناه پښتنو باندې داسې ډزې پیل کړې، چې نه یې ماشوم کاته نه یې سپین ږیری او نه ځوانان د بابړې ډاګ هغه خړ ډاګ داسې په وینو سور شو لکه د کربلا میدان په دې ورځ په ټوله پښتونخوا کې د غم ورېځې خورې شوې وې د پاکستان ددې وحشت او بربریت په اړه ټوله نړۍ چوپه خوله وه بس په اسمان کې د غم وریځې خورې شوې وې هغوي د دې شهیدانو په ویر ژړاګانې کولې او پنجابک باندې اختر و، چې په سونو پښتانه یې شهیدان کړي دي، د افسوس او د ظلم د انتها خبره خو لا داده چې کوم ټپيان به یې روغتونونه ته وړي و له هغو څخه یې د هغو مرمیو پیسې هم اخستې چې په دوی ورباندې ویشتل شوي و ټپيان به یې په روغتونونو کې شهیدان ول او ډېر زیات شهیدان یې په سیند باندې لاهو کړل هغه ورځ ټوله پښتونخوا په ویر وه، هغه ورځ ډېرې پښتنې میندې بورې او کونډې شوې، هغه ورځ ډېر پښتانه ماشومان یتیمان شول هغه ورځ ډېر پښتانه د کبانو خوراک شول هغه ورځ ډېرو پښتنو پېغلو خپل ارمانونه خاورو ته وسپارل.
دا ورځ یوه تاریخي ورځ شوه هرکال دغه ورځ د بابړې د شهیدانو ورځ شوه هر کال یې نمانځنه کیږي او د شهیدانو په قبرونو د ګلانو ګېډۍ اېښودل کېږي او دعاګانې ورته کیږي د دوی په نوم یو څلی دی چې هلته مشران راټولیږي او په یوځای ورته ټول د بابړې شهیدانو ته دعاګانې کوي.
د یادونې ده، چې دغه ورځ د نیشنل ولسي ګوند لخوا نمانځل کیږي کله، چې یاد ګوند په واک کې وي بیا دا ورځ په کورونو کې او یا د ګوند د مشرانو په حجرو کې نمانځل کیږي او کله چې له واکه لرې شي، نو بیا یې په واټونو کې نمانځي.
د بابړې پېښې ته که وګورو دا لړۍ دوام لري زموږ تاسې ورته پام نه دی ځکه، چې په لر او بر کې هره ورځ د همدې پاکستان لخوا په لسګونو افغانان وژل کیږي پاکستان له خپل بربریته هېڅ کله لاس نه دی اخستی او نه به پاکستان له دې وحشت او بربریت نه کار واخلي، کله چې یو ماشوم له ماشوموالي نه سړي خور ظالم، جابر او ترهګر لوی شوي وي له هغه څخه ګیله نه ده پکار د انګریز پرمټ د جوړ شوي پاکستان په خپله یو کلني ژوند کې د سلګونو پښتنو وینې نوش کړي دي له ماشوموالي نه په سړي خورۍ اموخته دی موږ یوازې بابړه یادو له موږ نه د ټکر شهیدان هېردي له موږ نه د قصه خوانۍ غمیزه هېره ده داسې نورې لوی لوی وحشتونه او ظلمونه په مقبوضه پښتونخوا کې له پښتنو سره شوي دي، چې د هغو یادونه باید له همدې ورځې سره یوځای وشي ځکه چې ټول یو دښمن او یو ډول او په یوه مفکوره وژلي یو.
ترهګر څوک دی څوک به نړۍ په دې خبره پوه کړي هغه ترهګر، هغه بلواګر، هغه وحشي، هغه اسلام ضد او انسان ضد پاکستان اوس د ترهګرو پر خلاف مبارزه کوي ډېره د تعجب وړ ده غل چې قاضي شي، نو ګیله له چانه کوې؟
پاکستان همد انن په وزیرستان کې څه نه کوي؟ همدا نن له بلوڅو سره کوم ظلمونه نه دي چې کیږي همدا نن د پښتونخوا په پښتنو پاکستان کوم ظلمونه نه کوي پاکستان لومړی دې سېمې ته او بیا ټولو مسلمانانو ته یو سردردی دی د اسلام د بدنامۍ لپاره پاکستان څه ونه کړل د پاکستان کړنې له چانه پټې دي د پاکستان او د مار ترمنځ توپیر غلط دی لنډ مثال یې طالبان راوړو طالبان یې پیدا کړل واک ته یې ورسول او بیا سفیر ونیو او امریکې باندې یې خرڅ کړ دوی نه قانون پيژني نه اسلام او انسانیت دوي ته له خپلو ګټو نور هېڅ شی ارزښت نه لري.
زموږ د مقبوضه پښتونخوا پښتانه باید د پنجاب د غلامۍ نه نور ځانونه خلاص کړي نور باید لکه د بلوڅو وروڼو غوندې خپل غچ په ټوله مانا ورنه واخلي.