لیکنه: عبدالوافي نايبزی
د باندينۍ (خارجي) پانګونې ګټې
١- د سپما د تشې (خا ليګاه) پوره کول:
د نوي کلاسيک نظري په بنسټ د باندينۍ پانګونې په مرسته کولی شو چې د سپما تشه ډکه کړو. د باندينۍ پانګونې په مرسته مونږ کولی شو چې د سپما تشه ډکه او د اقتصادي ودې موخې ته ورسيږو.
٢- د باندينيو اسعارو د تبادلې د کمښت پوره کول:
د خصوصي باندينۍ پانګونې په مرسته مونږ کولى شو چې د باندينو اسعارو کمښت پوره کړو.
څرنګ چې د وارداتو په وخت کې د باندينو اسعارو په تبادله کې فرق پيدا کېږي نو پر دې بنسټ د باندينۍ خصوصي پانګونې په مرسته د باندينۍ اسعارو توپير د منځه ځي او د توازن حالت غوره کوي ځکه چې باندينۍ پانګونه اسعار له ځانه سره راوړي.
٣- د حاصلا تو د کښت پوره کول:
په وروسته پاتې هېوادو کې مهارت، صلاحيت، او د ټکنالوژۍ کمبود ډېر دی، نو د باندينۍ خصوصي پانګونې په مرسته مونږ کولی شو چې دغه کمښت پوره کړو. څرنګ چې نړيوالې ټولنې نه يواځې دا چې مالياتي وسايل برابروي بلکې هغوى ته مهارت او صلاحيت هم ور په برخه کوي. همدارنګه د غريبو هېوادونو خلکو ته په بېلابېلو سيمو کې ښوونې هم ورکوي او باندينيو بانکونو سره يي اړيکه هم پيداکوي. د باندينۍ (خارجي) پانګونې له کبله نوي ماشينونه او نوي ټيکنالوژي هېواد ته راځي، چې دې سره د هېـواد په عايداتو او پيداوارو (حاصلاتو) کې ډېرښت راځي.
٤- د توليد په سکتور کې د توليد زياتوالی:
د باندينۍ خصوصي پانګونې په پايله کې د توليد په عواملو کې زياتوالی راځي چې دې سره د کاريګرو (مزدورانو) په مزد کې زياتوالی راځي چې د مزد په زياتوالى سره مزدوران په خپل کار کې لاکوښښ کوې چې د دې په پای کې په کار کې زياتوالی راځي چې همدغه خپله د اقتصادي ودې سبب گرځي چې د دې سره سره مسلکي او تخنيکي (فني) خلکو ته هم اړتيا ډېرېږي.
همدارنگه د هېـواد په توليداتو کې ډېرښت (زياتوالی) راځي چې د توليداتو په زياتوالي سره اضافه توليد نورو هېوادونو ته صادرېږي چې دې سره د ټولنې د وګړيو د ژوند سطحه لوړېږي.
٥- ټولنيزې ګټې:
په باندينۍ خصوصي پانګونه کې د اقتصادي ودې سره سره ټولنيزې گټې هم شته دى. د باندينۍ پانګونې په مرسته د جوړ شويو کارځايو (کارخانو) گټه هم داخل ته راځي. څرنګ چې باندينۍ کارخانې هر يو څيز پخپله نه جوړوي نو يو اندازه توکي/اجناس د داخلي يا کورنيو کارخانو څخه اخلي چې دې سره په داخل کې توليدي ظرفيت لوړېږي. دې سره سره څه وخت چې باندينی هيـواد په داخل کي پانګونه کوي نو خپل ځان سره خپل کلتور (تهذيب)، د اوسېدلو طرز، فکر او مفکوره او داسې نور څيزونه هم راوړي چې دا ټول په کورني کلتور باندې اغېز کوي او د کورنۍ خلکو په فکر او مفکوره کې بدلون رامنځته کوي چې د اقتصادي او ټولنيزې ودې لپاره اړين دي.
٦- د گټو بيا کارونه/استعمال:
دا هم ليدل شويدي چې باندينۍ خصوصي پانګوونکي چى کومه ګټه لاسته راوړي هغه بيا په غريبو هېـوادو کې لګوي. نو له دې څخه داسې موخه اخستل کېږي چې باندينۍ خصوصې پانګوونکي او نړيوالې ټولنې خپلې ګټې د صنعت په نوي کولو، پراخولو او وده بېرته لګوي.
د باندينۍ (خارجي) خصوصي پانګونې زيانونه (منفى اغيزې)
د ځنې خلکو په اند د باندينۍ خصوصي پانګونې سره تړلی لګښت (مصرف) دومره زيات دى چې د هغې څخه لاسته راغلې ګټه له منځه وړي، په لاندې ډول يې رالنډوو:
١- رعايت او سهولت:
غريب هېوادونه د باندينۍ پانګونې د جلبولو لپاره ډير رعايت او سهولتونه برابروي لکه ارزنه ځمکه، د ماليه څخه معافول، د اوسېدلو اسانتياوې او داسې نور. د دغو رعايتو او سهولتونو برابرول د يو هېـواد لپاره غټ پيټی دى چې دغه پيټی د باندينۍ پانګونې ټوله ګټه له منځه وړي.
٢- د وړو پانګنيز (سرمايوي) سکتورو وده:
څرنګ چې مخکې وويل شول چې باندينۍ پانګوونکي د يو هېـواد په اقتصادي وده کې ډېره لېوالتيآ (دلچسپي) نه لري. دا خلک د هېـواد په دننه کې په يو داسې سکتور کې پانګونه کوي چې ورته ډېر ګټور وي، په همدې ترتيب سره يوازې د هغې طبقې خلکو په عايد کې ډېروالی راځي چې د مخکې څخه شتمنه وه او دې سره سره د هېواد داخلي عايد په غيرمنظم ډول وېش کې ډېروالی راځي.
٣- د تادياتو د بېلانس د توازن مسايل:
په عام ډول سره ويل کېږي چې باندينۍ خصوصي پانګونې سره د تادياتو په بېلانس کې توازن رامنځته کېږى.خو په اوږدمهال کې د باندينۍ خصوصي پانګونې په پايله کې د تادياتو د بېلانس په توازن او د پانګې په حساب کې د باندينۍ اسعارو په تبادله کې کمښت راځي. د تادياتو د بېلانس په توازن کې کمښت لدي خاطره راځي چې دغه پانګوونګي د خپل توليد لپاره اجناس په داخل کې د حاصلولو پرځاى يي د بېرون څخه واردوي او د پانګې په حساب کې د توازن کمښت لدي کبله راځي چې هغه ګټه چې دوی يې لاسته راوړي د سود او يا نورو لګښتونو په بهانه يې بېرون ته انتقالوي.
٤- د دولت د عايداتو کمېدل:
په عام ډول ويل کېږي چې د باندينۍ پانګونې په پايله کې د دولت په عايداتو کې ډېرښت راځي، خو دا درسته نه ده، ځکه د کمو مالياتو، سهوليتونو، د انتـقال بيه، د پانګونې اسانتياوې، امنيت او د داسې نورو سهوليتونو د برابرولو لپاره د دې پر ځاى چې دولت ته عايد لاسته راشي بلکې دولت د دې سهوليتونو د برابرولو لپاره مصرف کوي.
٥- نا مناسبه ټکنالوژي:
ويل کېږي چې د باندينۍ پانګونې په پايله کې په وروسته پاتې هېـوادونو کې د ټکنالوژۍ تشه له منځه ځي خو حقيقت دادى چې د باندينۍ پانګونې په پايله کې غريبو هيـوادونو ته په نا مناسب کيفيت سره ټکنالوژي راوړل کېږي چې د دې په پايله کې بېکاري ډېرېږي او هم په داخل کې د ټکنالوژۍ د مهارت حوصله له منځه ځي.
٦- منفي ټولنيز او اقتصادى سلوک (برخورد):
د باندينۍ پانګونې په پايله کې د يو هيـواد په داخل کې خو سپما، پانګونه،کار او په عايداتو کې پرته له شکه ډېرښت راځي خو د دې سره سره په ټولنيز او اقتصادي ودې منفې اغېزې لرى لکه په پرمخلليو هېـوادونو کې د عايد د غيرې عادلانه وېش زياتوالی؛ همدارنګه هغه وخت چې غريبو هېوادونو ته د باندينۍ هېـوادونو څخه مسلکي او په کارپوه خلک راشي نو د داخلي کارپوهانو ځاى نيسي اوکلتوري، مذهبي او ټولنيز او داسې نور منفي اغېزې له ځانه سره راوړي.