لیکنه: محب الله آرمل
خان عبدالغفار خان په ۱۸۹۰ زيږديز کال د هشنغر په اتمانزو کلي کې د نيا ته راغلی، د اتمانزو کلی د پېښور نه شل ميله لرې شمال ختيز ته د هشنغر په منځ کې د سوات او باجوړ د سيند په غاړه لمر خاته ته پروت دی ، پلار يې بهرام نوميږي چې په مشر خان مشور و، باچا خان وا يې : ((زه د مور او پلار کشر زوی وم، له ټولو نه مشره زموږ خور وه، ورپسې ډاکټر خانصاحب و، بيا مې بله خور وه، بيا زه وم… نيکه مې لوی خان و. دا قدرتي خبره ده چې د محمدزو او يوسفزو شريک اولاد ډېر لايق وي… زما درې نمسۍ ډاکټرانې دي. نورې نمسۍ مې څوک ام اې، څوک بي اې دي، او يوه لور مې ده هغه بي اې، بي ټي ده، يو کشر زوی مې عبدالعلي د اکسفورډ ام اې دی، دوه مې نور زامن دي مشر عبدالغني دی… بل عبدلولي دی چې سينيئر کمبريج يې پاس کړی …))
زموږ خان باچا خان د وخت يولوی مفکر، نړيوال سياستوال، مشر، مبارز، د عدم تشدد پلوی… او خان و، له ده افغان ملت او بلکې نړۍ ته هم په ميراث زيات څه په ميراث پاتې دي، باچا خان د خپل ژوند پېښې په ( زما ژوند او جد و جهد ) کتاب کې خوندي کړې دي نوموړي په دې کتاب کې د خپلې مبارزې، ويناوو، خدايي خدمتګارۍ، ښونځيو… او بندي خانو خاطرې او ورپېښ حادېثې ليکلې دي.
ما د باچاخان ژوند ليک ( زما ژوند او جد و جهد ) د روژې مبارکې په لومړيو اوو ورځو کې ټول ولوست او له نوموړي کتاب مې ځينې مهم ټکي له ځان سره نوټ کړل، که څه هم هر لوستونکی د نظر بېل ليدلري او شايد هغه څه چې ماته پکې تر نورو مهم يا له وخت سره سم ښکاره شوي نورو ته نه وي خو زه دلته خپلې اخستنې ستاسې سره شريکوم . يوه بله خبره دا کوم چې ما کومې ويناوې له ياد کتاب راټولې کړې کټ مټ هماغه د کتاب متنونه دي يانې ماپکې ادلون بدلون ندی راوستی دلته د باچاخان ځينې ويناوې چې څنګه ده په خپل قلم ليکلې په هماغه شکل درته وړاندې کيږي .
که څه پوره وي او که سپوره د ټولو لپاره د يوشان وي .
زما څلور نمسۍ په يوسفزو کې واده دي. دوه په خټکو او يوه په پنجاب کې واده ده. موږ خپل اولاد په دولت پسې نه ورکوو، په شرافت، قابليت او لياقت پسې يې ورکوو. موږ خپل اولاد بغير د هغوی د خوښې چاله نه ورکو .
د دې څه وجه ده چې پښتنو لوی لوی حکومتونه جوړولی شوی، خو ټينګولی يې نه شول ؟ ددې ووجهه داوه چې په پښتنو کې اجتماعي ژوند، قوميتوب او اتفاق نه وو ، که څه هم پښتنو کې به داسې وخت په وخت لوی لوی او قابل ستاست دانان پيدا شول ، لوی لوی سلطنتونه به يې قائم کړل خو به چې ده سر په کفن کې ونغښتو په پاتې کسانو کې به د قامولۍ مينه او اتفاق او اهليت جذبه نه وه .
له ډېر فکر او غور نه وروسته دې نتيجې ته ورسېدو چې پښتون دوه خاصيته لري. يو پښتون من حيث القوم مسلمان دی او د اسلام سره لوی عقيدت لري. دويم انساني کمزوري يعنې د دولت سره مينه لري .
يو خو يې پښتون بدقسمته قام له تعليم په پردی ژبه کې ورکولو. د دې د پاسه يې ملايان ورپسې لمسولي وو چې که دا قام تعليم وکړي ستاسې قدر به کم شي او بازار به مو سوړ شي، بيدار شئ چې د پښتون بچی درنه علم ونکړي .
کشری اولاد په مور پلار ډېر ګران وي او ورسره يې ډېره مينه محبت وي او نيازبين وي . زه هم مور پلار ته ډېر نياز بين وم او زما دې نياز بينتوب ماته ډېر نقصان رسولی و او زما مور له يې ډېر تکليف ورکړی و . ما چې به ويل که دوی به منل خو ښه او که به يې نه منل او د منلو به نه و نو زه به بيا په ځمکه رغړېدم او په چيغو چيغو به مې ژړل او ترهغې پورې به مې ژړل او رغړېدم به چې تر څو به زما مور زما خبره منلې نه وه .
په ماشوم والي کې چې څه عادتونه په بچو کې پيدا شي نو چې بيا غټ شي نو هم پکې وي او په ډېره مشکله د هغو بدو عادتونو نه خلاصېدای شي .
خدای دې پښتون ته د بدۍ وس نه ورکوي او چې وس و مومي لکه د لړم د بچو خپله مور خوري .
د انفرادي او اجتماعي حرکت يو فرق دا دی چې حکومتونه انفرادي حرکتونه خاموش کولی او ختمولی شي. خو اجتماعي حرکتونه نشي وژلی. همدا وجه ده چې په انفراديت کې ويره او ترس هم ډير وي او حکومت اجتماعي حرکتونه وژلی نشي ځکه چې وېره پکې نه وي .
په پښتنو کې ډېر لوی لوی پاچاهان او مشران پيدا شوي دي او تېر شوي ، خو هېچا په پښتنوکې اجتماعي ژوند او د اجتماعي ژوند فکر نه دی پيدا کړی ، اولنی تحريک د خدايي خدمتګار تحريک دی چې اجتماعي ژوند او او فکر يې پکې پيدا کړو .
موږ د خدای د مخلوق، د خپل قام، ورور او عزيز خدمت کولو ته تيار نه يو . خدمت خو لا پرېږده په اور کې رانه ولاړ وي او ځکه خو خدای خوار او ذليل کړي يو .
د سقات او له جنازې مخکې د طريقي په دود نيوکه کوي: (( زه د عربو په ټولو ملکونو کې ګرځېدلی يم ما هلته حتې په مکه معظمه، مدينه منوره ، نجف او کربلا کې هم چېرې دا د سخات او خيرات طريقه نده ليدلې حال دا چې هلته دا طريقه ده چې مړی وشي، د دوعا نه پس وارثان خپل مړی د ښخولو د پاره مقبرې ته يوسي او نور مسلمانان خواره شي، دا اسلام خو موږ ته د عربستان نه راغلی دی خو خبره داده چې دا قسم عادتونه په موږ کې خود غرضو خلکو پيدا کړل …))
په کوم قوم کې چې مينه محبت، همدردي، وروري او عزيز ولي پيدا شي، هغه قام آباد شي موږ بې همتو او خود غرضو خانانو او ملايانو او بابا ګانو تيارې ته کېنولي يو ځکه خو زموږ د قام دا حال شو که چېرې دا کارونه په تش کف او چف وظيفو او دوعا ګانو کېدی شوی نو زموږ خپل رسول الله (ص) به دومره کړاونه ، دومره قربانۍ ولې کولې تکليفونه او زحمتونه به يې ولې تېرول …
پستي او بلندي په عمل ده، که د چا عمل پست وي هغه نر وي که ښځه پکار دي چې پست وګڼل شي او که د چا عمل اوچت وي په درانه نظر کتل ورته پکار دي .
خدای نر او ښځه د دنيا د آبادۍ دوه ملګري پيدا کړي او د بشريت د ګاډۍ دا دوه پائې دي او دا ګاډئ په يوه پايه نشي چلېدای .
پښتانه اوس هم د اخبار لوستلو شوق نلري، په چټي څيزونو، په بې ځايه رواجونو په زرګونه پيسې خرڅ کوي خو په اخبار يوه پيسه نه ورکوي .
هغوی چې زوی ته په يوه او لور ته په بل نظر ګوري د وړوکوالي نه د جينکو په مغزو کې دا خبره کېنوي چې هلکان او نارينه خدای د جونو او ښځو نه بهتر او لوی پيدا کړي .
تاريخ ګواه دی چې په کوم قوم کې داسې اشخاص پيدا شوي دي چې هغوی د خپل قوم د اصلاح د پاره پاڅېدلي د اقتدار خاوندانو يې مخالفت کړی. ولې چې هغوی خپل اقتدار په خطر کې ليدلی.
د زمانې له بدلون سره که قام بدل شي ترقي وکړي او که نه وروسته پاتې شي .
په کوم قوم کې چې مېړانه او د قربانۍ ماده پاتې نشي، هغه به تل د بل تورې ته ګوري .
سازيان به و. جنجونه به وو، ټوپکې او غربينونه به خلاصېدل لنډه دا چې ډېر فضول خرڅونه به وو . زما په واده کې دا ټول ما بند کړل او دامې ددې پاره وکړل چې د قام او ملک د پاره ډېر نقص دی .
د افغانستان او آزادو قبايلو حالت مې وليد او پنځلس کاله مې په هندوستان، قبايلو او افغانستان کې غرزې پرزې وکړې نو پدې نتيجه ورسېدم چې انقلاب د منډې کار او دومره آسان څيز ندی، انقلاب د سړې سينې کار دی. عمل او پوهه غواړي، عالمان او پوهان غواړي چې قوم ورسره وروزي.
پښتانه ډېر ښه قام دی، دوی په افسانو او کيسو ډېر نه پوهيږي که هر ښه کار چې په دوی کوې نو ځان ورته نمونه کړه چې ته روان شوې دوی هم درپسې روانيږي .
… د قيديانو به روزانه تالاشي کيده، چې دا روغه لاړ ما هغه ګوړه بهر ګوزار کړه او اراده مې وکړه چې جلخانه کې به د جېلخانې د اصولو پابندي کوم، چې کوم کار پکې منع وي هغه به نکوم ځکه دا کار د سړي په زړه کې وېره راولي .
هغه کار چې سړی يې ښکاره نشي کولی او پټ يې کوي . سړی کمزوری کوي او د خپلو اصولو نه يې باسي او په سړي کې وېره او بزدلي پيداکوي .
پښتون ډېر ښه قام دی. ډېر ژر يې اصلاح کېدای شي، په شرط د دې چې څوک يې پوهـ کړي. دا نن چې دی پداسې بد حال کې دی ددې وجه داده چې څوک يې غم نه خوري او نه يې پوهوي .
مونږ همېش په خپل خيال پسې ځو او د بل فکر نه کوو، دا يو لوی کمی دی، مونز له پکار دي چې همېشه د خدای د مخلوق د تکليف او آرام فکر او خيال وساتو او څه چې کوو نو اول يې په ځان وګورو، که چېرې ځان له خوښوو نو پکار دي چې نورو له يې هم خوښ کړو او که ځان له نه خوښوو نو چې بل ورور له يې هم خوښ نه کړو .
افسوس پدې چې موږ سره څوک ښه سلوک کوي، هغه ته نېغ يو او چې څوک مو سر په ډنډه وهي نو هغه ته ټيټيږو .
د هر سړي خپل عزت پخپل لاس کې دی او که هر سړی خپل خواهېشات او ضروريات قابو کړي، نو همېشه به آرام، خوشاله او عزتمند وي .
په جېلخانو کې ما د خپل قوم په حالاتو باندې په ښه شان سره غور کړی و، زه پدې نتيجه ورسېدم چې په دونيان کې هېڅ قوم بېغير د خپلې ژبې نه ترقي نشي کولی او په هغوی کې علوم او فنون پيدا کيدی نشي .
کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو هغه ورک شي .
انقلاب يو شېلاب وې چې راشي ويده خلک يوسي او ويښ ترې فايدې اوچتې کړي. د افغانستان انقلاب کې د افغانستان پښتانه لاهو شول، مونږ کوزو پښتنو ترې فايدې اوچتې کړې .
مونږ پښتانه خدايي کار او خدمت هغه کار او خدمت ته وايو چې بې د کومې طمعې او غرض او اجرت نه يې د خدای د پاره کوو او خدای خو خدمت ته ضرورت نلري، د خدای د مخلوق خدمت د خدای خدمت دی .
د پښتون کور د تشدد په وجه وران دی او دې ده تشدد خو د خپل ورور سره دی بل ته يې اېمان نشته .
د عدم تشدد وسله تبليغ دی او د تشدد وسله ټوپک دی، عدم تشدد په خلکو کې محبت پيداکوي همت پيداکوي او جرات پيداکوي او تشدد په خلکو کې نفرت، وېره او بزدلي پیداکوي .
په دنيا کې کوم قامونه چې خبرې لږې کوي او عمل ډېر، نو هغه قامونه خپل منزل ته رسېدلي دي.
يو قوم هغه وخت ترقي کولی شي چې ښځې هم له نارينه وو سره اوږه په اوږه لکه د ګاډي د دويمې پايې روانې شي .
په کوم قوم کې چې نفاق او ډلې وي هغه خپل منزل ته رسېدلی نشي .
هغه قوم په دنيا کې بد قسمته وي، چې هغوی کې داسې خلک پيداشي چې په خپله خو د قوم او ملک د خدمت د پاره تيار نه وي او چې څوک پکې خدمت ته تيار شي نو هغوی خدمت ته نه پرېږدي .
پښتون داسې قوم دی چې د زور په نسبت په احسان زر تابع کيږي .
چې د سړي په زړه کې وي يو څه او وايي بل څه نو په خلکو د هغه ډېر اثر نه وي .
په چف او کف قومونه اباديږي نه کار په کار دی.
حاکم قوم کې يو قسم کشش وي او محکوم قومونه خود په خود ځان ته راکاږي. دغه وجه وه چې مابه له پرنګيانو سره نه ليدل، هغوی به زما خلاف پراپګنډه کوله چې د ده د پرنګيانو نه نفرت دی.
چې حيوانات له انسان سره مينه کوي نو انسان خو اشرف المخلوقات دی که د هغه سره مينه ونشي نو ولې د دسړي دوست نه شي .
د کومو خلکو په زړونو کې چې د بني نوع انسان د پاره رواداري، مينه، محبت نه وي او د کوم سړي په زړه کې چې نفرت، بغض او کينه وي نو دا سړی د مذهب نه ډېر لرې وي .
[quote]داوې هغه ويناوې چې ما د خپلې مطالعې په پايله کې د باچاخان له ژوند ليک ( زما ژوند او جد و جهد ) نه را ټولې کړې وې، هغه کسان چې مطالعه کوي ښه داده چې مهم ټکي له ځان سره نوټ کړي او بيايې له نورو سره شريک کړي .[/quote]پای