ژباړه: اسدالله داور هلمند
۱.هغه قوم په دنیا کې ډیربدقسمته وی چي هغوی کې داسی خلک پیدا شې پخپله خو دقوم او ملک د خدمت لپارهم تیار نه وی او چي څوک پکښی د خدمت لپاره پيدا هم شې نو هغوی خدمت ته نه پریږدی .
۲.ای پښتنو! ستاسو کور وران شوی دی . راپاڅی دا وران کور ودان کړی دا خبره په یاد ولری چي تاسی ديوه باتورنسل سره تعلق لری .
۳. نن ورځ د پښتنو لپاره د ټوپک ضرورت نسته بلکی د قلم ضرورت دی ولی چې زموږ د ملک ازادی په ټوپک نه وی بلکی په قلم به وي.
۴. زموږ د صبر جنګ دی مونږ د وهلو او ښکنځلو بدل نه اخلو موږ به صبر کوو او ځان به په خدای ج سپارو .مونږ خدايې خدمتګار یو خدای ج به زمونږ بدل اخلي .
۵. افسوس په دې دی چې مونږ سره څوک ښه سلوک کوي هغه ته نیغ یو او چي څوک مو سر په ډنډو وهي ، نوهغه ته ټیټیږو او دا ډیر بد عادت دی او موږ ته داسی عادتونه پريښودل په کار دی .
. رسول اکرم ص موږ ته دا سبق راکړو چې هغه کس رښتینی مسلمان دی څوک چې د الله تعالی د مخلوق د ګټی لپاره کار کوي .
۷. زه نه مایوسه کيږم . مایوسی په هغه کسانو باندی راځی چې د ځان لپاره کار کوی زه خو د پښتون خدمت د خدايې خدمتګار په حیث کار کوم .زه به ولی مایوسه کیږم .
۸ . زما مدهب رښتیا مینه ، محبت او د خدای ج خدمت دی مذهب همیشه دنیا ته د اخوت او محبت پيغام راوړی دی .
۹ . زه دلته تاریخ نه بیانوم صرف دا خبره ښکاره کوم ددي څه وجه ده چې پښتون لوی حکومتونه جوړولی شول خو ټیګولی يې نه شول ؟
ددي وجه دا وه چي په پښتنو کې اجتماعې ژوند ،قومیت او اتفاق نه وه .
۱۰ . موږ د خلکو د پیغورونو له کبله غلط کارونه کوو.
ما ورته وويل چي زه د خلکو خبروته نه ګورم کارته ګورم که کار درست وي خلک که هر څه وايې زه به يې کوم او که کار غلط وي نو که خلک هر څه وایې زه يې نه کوم .
۱۱. دا خبره زما یاد ولری په دنیا کې کوم قومونه چې لږ خبري کوي او عمل ډیر نو هغه قومونه همیشه خپل منزل ته رسیدلی دی.
۱۲. د چا په زړه کې چې د خدای ج ویره نه وی هغه د هر چا نه ویریږی . ای ورونو ! تاسی په زړه کې د خداي ج ویره پيدا کړی.
۱۳. پښتنو په يوی خبری اتفاق کړي چی اتفاق به نه کوي .
۱۴ . اختلاف په خدمت کې نه وی
اختلاف له خود غرضی نه پيدا کيږی .
۱۵. انقلاب یو سیلاب وی چې راشی نو ویده خلک یوسی او ويښ تری ګټی اوچتې کړي