لیکنه: محمد محق
ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
د دې خوځښت د تاریخي شرایطو او ټولنیز بستر مطالعه راښيي چې د رامنځته کېدو اصلي عامل یې د بحران د موجودیت احساس و. هاغه مهال بحران دا و چې ټولنیزه اوضاع ګډه وډه، سیاسي دستګاه فاسده او تمدني فعالیتونه په ټپه ولاړ وو. په حقیقت کې د ژوند په مختلفو برخو کې رکود و.
د نورو ژورو عاملونو په څنګ کې، هاغه مهال د عثماني او صفوي پاچاهیو تر منځ پرلپسې جنګونو ډېرې اسلامي سیمې له رکود سره مخ کړې وې. د عربستان ټاپووزمه په دې وخت کې په سخته ګډوډۍ کې ډوبه وه او داسې وضعیت په کې جوړ شوی و لکه تر اسلام د مخه چې و او هېڅ مرکزي حکومت یې د ادارې لپاره نه و. د مختلفو قبیلو او امارتګوټو تر منځ بې حاصله شخړو ټول قهرولي وو او د شرایطو د ښه کېدو هیله یې ختمه کړې وه. (ښايي په همدې وجه د محمد بن عبدالوهاب (1703-1791م) په لیکنو کې د جاهلیت د عصر او هغه ته د ورستنېدلو خبره په تکرار سره لیدل کېږي).
د هند د براعظمګي وضعیت هم تر دې ښه نه و. هلته اسلامي امپراتوري پرځېدلې وه او پر ځای یې کمزوري سیمه ییز حکومتونه رامنځته شوي وو چې غالباً د هندوانو له خوا اداره کېدل او له مسلمانانو سره به یې بد چلند کاوه. د مسلمانو ایالتونو تر منځ دروني اختلافات تر دې حده وو چې له دې وضعیته د راوتلو هیله یې وژلې وه، ان تر دې چې شاه ولي الله د ناهیلۍ په وجه، احمدشاه ابدالي (1723-1773م) ته لیک واستاوه او د هند د مسلمانانو د خراب وضعیت په تشریح کولو سره یې ځنې وغوښتل چې د هغوی مرستې ته دې ورودانګي(3). خو د احمدشاه لښکرکښۍ چې د هېواد له پراخولو او د غنیمتونو له راټولو پرته بله صبغه نه درلوده، د مسلمانانو حالت ته کومه ګټه ونه کړه او د مسلمانانو د وضعیت له خرابېدو او د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د دښمنیو له زیاتولو پرته یې بله نتیجه نه درلوده. دا لښکرکښۍ سبب شوې چې هندوان د مسلمانانو د بریدونو پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره د شرقي هند کمپنۍ ته پناه یوسي او سیمې ته د استعمار د نفوذ لاره ورسره لا هواره شوه.
تر دې مهاله له نوې نړۍ سره د مخامخېدو پیل نه و شوی او لا د بهرني استعمار او د پردي فرهنګ او تمدن خبره په منځ کې نه وه. په همدې وجه د بحران په شننه کې نه خو بهرنیو لاسونو ته کومه اشاره کېدله او نه د بحران د تشخیص او علاج لپاره له بهرنیو سره د مبارزې او شخړې اشاره په کې کېدله. لا مسلمانانو ځانونه د نورو د توطیو قرباني نه ګڼله او د ستونزو علت یې په دننه کې لټاوه. خو دوی چې د څېړنې له مډرنو میتودونو نا خبره وو او د تحلیل نوي ابزار ورسره نه وو نو د مسایلو د ساده کولو او ساده انګېرلو ښکار شول.
د محمد بن عبدالوهاب او همدارنګه د شاه ولي الله په نظر له بحرانه د راوتلو لاره اولیه اسلام ته ورستنېدل وو. هماغه اسلام چې په مرسته یې عربو او مسلمانانو وشول کولای قبیلوي اختلافونه او شخړې ختمې کړي او د اسلام د تعالیمو په رڼا کې داسې واحد امت رامنځته کړي چې پراخ فتوحات او د ژوند په مختلفو ډګرونو کې پرمختګونه یې په برخه شي.
د سلفیت د مخکښانو په نظر، هغه څه چې مسلمانان یې له اولیه اسلامه لرې کړي وو او اولیه جهالت ته یې نږدې کړي وو، داسې خلاصه کېده: د مسلمانانو د عقایدو په ساحه کې د خرافاتو ننوتل چې تر ټولو مهمه نښه یې د زیارتونو مقدس ګڼل او د اولیاوو له ارواحو څخه د مرستې غوښتنه وه، د فقهي مذهبونو د پیروانو تر منځ شخړې او په دې وجه د مسلمانانو تر منځ د درز پیدا کېدل، د عامیانه او له اعتقادي او عبادي بدعتونو سره د ګډ تصوف بابېدل، او د دین له لومړۍ درجې منابعو (قران او سنت) سره د مسلمانانو د مستقیم ارتباط کمېدل او ضعیفو یا جعلي حدیثونو یا د دویمې او درېیمې درجې منابعو ته، چې په وروسته وختونو کې د مختلفو سلیقو عالمانو په لاس لیکل شوي وو، مخه کول.
د دې بهیر د تشخیص پر اساس، که چېرې مسلمانان په مستقیمه توګه د دین له لومړۍ درجې منابعو سره خپل ارتباط برقرار کړي او د دوی په منځ کې د قران او حدیث د زده کړې له لارې د لومړي لاس دیني معلومات رواج شي، معیوبه او نارسا منابع څنګ ته شي، د خرافاتو مظاهر په تېره بیا قبرپرستي له منځه لاړ شي، فقهي تقلید او مذهبي تعصب راکم شي، له بدعتونو سره ګډ تدین چې په تصوف کې ښکارېده، نقد شي او د توحید مفاهیم احیا او اعاده شي، د مسلمانانو ستونزه به حل او شته بحران به ختم شي. (ښايي همدا وجه به وه چې شاه ولي الله د مشهورو محدثانو په دود، په میتودولوژیک ډول د حدیث تدریس په جدي توګه پیل کړ او په دې بریالی شو چې له څو پېړیو وروسته د هند په براعظمګي کې د محدثانو سبک احیا او اعاده کړي. ده په دې برخه کې شاګردان وروزل او د هغوی په وسیله یې حدیث ته د تمایل یو ډول غورځنګ جوړ کړ. نو دا بې دلیله نه ده چې د دهلوي محدث لقب تر هر چا زیات شاه ولي الله ته ورکړل شوی دی.)
سره له دې چې دغه تحلیل د خرافاتو په ځپلو کې سم هدف په نښه کړی و خو ښکاره ده چې د بحران د علتونو او عاملونو دا تشخیص د سیاسي–اجتماعي پوهې پر اساس نه دی رامنځته شوی، له تاریخي – تمدني لیده بې برخې دی او په تحلیل کې یې یوازې فقهي- سنتي شناخت او ذهنیت کارولی و. دا ذهنیت چې له تاریخي پوهې محروم دی او له تاریخ سره یې اړیکه پرې شوې ده، نه شي کولای هغه مسافه او لوړې ځوړې چې اسلامي امت تر شا پرې اېښي دي، په اسانۍ سره درک کړي. په همدې خاطر نه شي کولای د فقهي او کلامي مذهبونو په رامنځته کېدو کې د تاریخي بدلونونو پر اغېز وپوهېږي او د هغه تمدن پراخوالی وپېژني چې سبب شوی دی چې د دې امت زیات تمدني ځواکونه په فعل بدل شي. همدارنګه نه شي کولای تېر ته د ورستنېدلو امکان په دقیقه توګه وارزوي.
دا لید، د ساده کولو په شدیده ستونزه اخته ده، هم د بحران په تشخیص کې او هم د هغه د حل په ښودلو کې. سره له دې چې د ابن عبدالوهاب په پرتله د شاه ولي الله په تحلیل کې د قضیې بُعدونو ته لا پراخې اشارې شوې دي (په همدې وجه، د مودودي په نظر باید د دولسمې پېړۍ مجدِّد وبلل شي) (4) او بې له شکه د امت د وضعیت په اړه د ده لید تر یوه بریده پراخ و خو بیا هم له هغو نیوکو نه شي بچ کېدای چې مخکې مو یادې کړې.
د دې نمونې د قوت تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د بحران پر داخلي بُعد ټینګار کوي او که د امت د پېچلي تمدني وضعیت په تحلیل کې یې له لا زیاتو پوهو څخه کار اخیستی وای او له حده زیات سیمه ییز رنګ یې نه وای خپل کړی، او که چېرې د نورو امتونو او ملتونو د وضعیت په مطالعې سره یې قضیې ته له لا پراخ لیدلوري کتلي وای نو د بحران د حل لپاره یې لا کامیابه نسخه ورکولای شوای. مثلاً د هغه نوي لید دوام او پرمخ بېول چې ابن خلدون (1332-1406م) د مسلمانو متفکرانو په منځ کې پیل کړی و او دا له هغه څه سره سمون درلود چې په طبیعت او اجتماع کې د الهي سنتونو د پېژندنې په اړه په قران کې ورباندې ټینګار شوی دی.
خو د اصلاح دا نمونه له داسې هرکلي سره مخ نه شوه شو چې د یوه لوی ټولنیز بدلون غوښتونکي غورځنګ بڼه خپله کړي. د دې شي اصلي دلیل دا و چې د خلکو د واقعي ستونزو په حل کې یې مرسته نه شوه کولای. د خلکو ستونزې تر هغه څه ډېرې ژورې وې چې د دې بهیر د مخکښانو سترګو به لیدلې.