لیکنه: مارټین م آنټوني
ژباړه: حامدالله ستون
دا څپرکی په دې پوښتنې سره پیلوو: آیا په بشپړ ډول د خپلې اندېښنې د رفع کولو لپاره مصمم شوي یاست؟
دې پوښتنې ته له ځواب ورکولو څخه مخکې د هغو عواملو پېژندل ارزښت لري، چې ستاسو د اندېښنې د کموالي سبب ګرځي.
په دې څپرکي کې به هغه معلومات ستاسو په واک کې درکړل شي، چې له اندېښنې څخه د خلاصون په اړه د تصمیم نیونې لپاره ورته اړتیا لرئ. په راتلونکو پاڼو کې به د بدلون کشف تعریف کړو او لګښتونه او د افراطي اندېښنې ګټې مشخصوو. د څپرکي په پای کې یو ځل بیا د دې په اړه پوښتنه کیږي، چې آیا د خپلې اندېښنې د کموالي لپاره ژمن شوي یاست او کنه؟ په ځینو تګلارو کې ژمنتیا مهم ګام دی، چې کولای شئ پورته یې
کړئ. د بدلون د را منځ ته کولو لپاره او په ژمنتیا وفادار پاتې کېدل بریالیتوب ته د رسېدلو لپاره حیات ګڼل کیږي. د دې کتاب حل لارې ګټورې دي،
مګر د اغېزمنتیا لپاره پرله پسې هڅو ته اړتیا لرئ. په همدې سبب ستاسو ژمنتیا او اراده زیات ارزښت لري.
څه ډول به اغېزناک بدلون را منځ ته شي؟
په هماغه ډول چې د اندېښنې د کچې په کموالي سره په خپل ژوند کې د مثبتو بدلونونو را منځ ته کولو ته ارزښت ورکوئ، د کنټرول د زده کړې د کشف په اړه هم د څو مهمو بحثونو زده کول مهم ګرځي. لومړی په یاد ولرئ، چې د
اندېښنې کنټرول یو مهارت دی او د دې زده کول د هغو نورو مسایلو په څېر دي، چې مهارت په کې لرئ. د بېلګې لپاره؛ د موټر چلونې زده کولو ته پام وکړئ. په لومړیو کې تاسو ته ډېر ستونزمن او سخت تر نظر ښکاري، ځکه د داسې څه د کنټرول مسئول شوي یاست، چې مخکې مو پرې کنټرول نه درلود. په سر کې چلول تاسو ته یو ناشونی کار ښکارېده، ځکه پرله پسې به په رېز فشار اچوئ، لار ښودونکی به مو واهه، هېندارې ته به مو کتل، ګېر به مو بدلولو او پېښه به مو هم نه کوله! تاسو به هم د هغو ټولو لومړنیو چلوونکو په څېر د ډېرو
تېروتنو مرتکب شئ. ښايي په تصادفي ډول د توقف له اشارو څخه تېر شئ، یا شاتنۍ سرې اشارې ونه لګوئ. مګر وروسته له څو ساعته چلونې څخه به دا کار درته آسانه شي. هغه کوم کس دی، چې خپله لومړنۍ جریمه یې په یاد نه وي؟
د اندېښنې کنټرول تر ډېره حده پورې د موټر چلونې په څېر دی. په لومړیو کې دا مهارتونه آزاروونکي او غیر معمول تر نظر راځي او ښايي هرو مرو د هغو په مقابل کې د فشار احساس وکړئ. مګر په پرله پسې تمرین سره به د اندېښنې کنټرول آسانه شي، کټ مټ لکه د موټر چلونې په څېر.
د اندېښنې د کنټرول زده کړه د بل هر مهارت د زده کړې په څېر هڅو او وخت ته اړتیا لري. که چېرې د خپلې اندېښنې د کنټرول تمرین ته وخت ځانګړی کړئ، په دې کتاب کې د مطرح شوو تګلارو څخه به ګټه واخلئ. د ورځني پروګرام پر بنسټ پرله پسې هڅې ډېرې ګټې لري. د هغو ناروغانو په منځ کې چې زمونږ
تمرینونه یې زده کړي دي، هغه کسان چې پرله پسې د خپلې اندېښنې کنټرول ته
دوام ورکوي، غوره پایله یې ترلاسه کړې ده. همدارنګه په دې کتاب کې چې ویل شوې حل لارې مخ ته وړئ، پام به مو شي چې د پرمختګ لاره د ډېرو لوړو او ژور درلودونکې ده. که چېرې ښې هڅې وکړئ، په
یقین سره به پرمختګ وکړئ. سر بېره پر دې ځینې ورځې د اندېښنې کنټرول به ستونزمن وي. دا په بشپړ ډول طبیعي ده، ځکه چې نوی مهارت زده کوئ او په دې تګلوري کې به بریالیتوبونه او ماتې تجربه کړئ.
زمونږ له ناروغانو څخه یو هم آلن د اندېښنې د کنټرول د زده کړې په برخه کې یوه ښه بېلګه ده. هغه د هڅو او مقاومت له لارې د اندېښنې په کنټرول کې زیات پرمختګ کړی دی. په حقیقت کې د دې کار په تر سره کولو یې دومره ښه لاس پورې کړ، چې د درملنې په پای کې دې ته حیران و، چې ولې پخوا اندېښمن و. کوم پرمختګ چې هغه د اندېښنې په کنټرول کې ترلاسه کړ، د دې سبب وګرځېد، چې د هغه له ژوند څخه د اندېښنې تورې ورېځې ورکې شي او خپل ځای له رواني فشار څخه خلاصون او لمرینو ورځو ته پرېږدي.
که هر څومره بیا هم د آلن د افکارو په افق کې اندېښنه را ښکاره شوه، مګر هغه د دې پر ځای چې دا چلنجونه د خنډونو او ستونزو په ډول وګوري او د ناهیلۍ احساس وکړي، هغه یې د خپلو مهارتونو د سمون لپاره د طلايي موقع په ډول ولیدل. د ګواښونو په حالاتو کې د نویو مهارتونو په تمرین سره هغه د خپلې اندېښنې په کنټرول کې رشد وموند او په پایله کې یې اندېښنه کمه او کمه شوه.
رښتینې موخې په ژوند کې د بریالیو بدلونونو په را منځ ته کولو کې بل مهم اړخ د رښتینو او لاس رسي موخو منظموالی دی. ډېری ناروغان له خپل ژوند څخه د اندېښنې د له منځه وړلو لپاره درملنې ته مخه کوي. تاسو هم ښايي د خپلې اندېښنې د لرې کولو لپاره همدا کتاب مطالعه کړئ، یا ښايي د هماغه نورو زیاتو ناروغانو په څېر بریالیتوب د(هېڅکله په اندېښنه کې نه ښکېلتیا) په معنی تعریف کړئ. که چېرې د افراطي اندېښنې له اغېزو څخه رنځ وړئ، د دې په علت پوهېدل آسانه دي.
له بده مرغه چې د اندېښنې په بشپړه توګه د له منځه وړلو لپاره هدف له مخکې څخه ماته خوړلې ده، ځکه چې هغو ته رسېدل ناشوني دي. حقیقت دا دی، چې د ځینو اندېښنو شتون د ژوند واقعیت دی، مګر یوازې هغه وخت چې کله اندېښنه له کنټرول څخه بهر او بې ګټې شي، د ستونزې په شکل څرګندیږي. په همدې سبب
د ټولو اندېښنو د له منځه وړلو پر ځای د بې ګټې اندېښنې په کنټرول باندې تأکید کیږي.
تمرین: د موخو منظموالی د دې متن له لوستلو څخه وروسته د څه څه زده کولو هیله لرئ؟ ښايي خوښ کړئ،
چې د ځانګړو څیزونو لکه د اولادونو او مسلک په اړه د اندېښنې کنټرول زده کړئ، یا ښايي وغواړئ چې په ټولیز ډول د اندېښنې د کنټرول کړنلارو ته لاس رسی ومومئ. همدارنګه ښايي هیله ولرئ، چې د اندېښنې د کنټرول په ځانګړو مهارتونو کې لکه په آرامتیا او په زړورو اړیکو کې مهارت پیدا کړئ. د هغو موخو په اړه فکر وکړئ، چې په لټه کې یې یاست او هغه د خپل دفتر د یاداشت په کتابچه کې ثبت کړئ