لیکنه: محمد بن ابراهیم الحمد
ژباړه: انـــدیال ســاپی
عفوه او تېرېدنه د لوړ مقام لامل کيږي، بلکې په دې سره سکون، د ژوند خوږوالی او د نفس عزت مينځته راځي، چې له دوی څخه يو هم يې په مقابله او غچ اخستنه کې نشته.
نبي عليه السلام فرمايي:«وَمَا زَادَ اللَّهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلَّا عِزًّا ».
ژباړه: یواځی په عفوه او بښنه الله تعالی د بنده عزت زیاتوي.
د بښنى او بدۍ په مقابل کې د ښيګړى کولو په اړه دسلفو ويناوې:
⏺عمر بن عبدالعزيز رحمه الله وايي:” الله تعالی درې کارونه خوښوي، د قدرت او توان په وخت کې بښنه، د زيار او کوښښ هوډ کول او له مریانو سره ښیګړه کول”.
⏺له داود بن الزبرقان څخه روايت دی وايي:” ايوب وويل: انسان تر هغې عاقل او هوښيار نشي شمارل کيدی چې دوه خويونه ونه لري، له هغه دولت نه ځان غني ګڼل چې د نورو په لاسونو کې وي او د نورو له بديو څخه مخ اړول او بښنه کول”.
⏺امام شافعي رحمه الله په دې اړه وايي:
لما عفوت ولم أحقد علی احد*** أرحت نفسی من ظلم العدوات
ژباړه: کله چې می خلکو ته بښنه وکړه او له کینې ورتیر شوم، نو ځان ته می ددښمنانو د تیری څخه راحت ورکړ.
⏺مقنع الکندی په دې اړه وايي:
وإن الذي بيني وبين بني أبي***وبين بني عمي لمختلف جدا
إذا قدحوا لي نار حرب بزندهم*** قدحت لهم في كل مكرمة زندا
وإن أكلوا لحمي وفرت لحومهم***وإن هدموا مجدي بنيت لهم مجدا
ولا أحمل الحقد القديم عليهم*** وليس رئيس القوم من يحمل الحقد
ژباړه: زما او زما د ورونو او تره زامنو تر مينځ ډېر توپير موجود دی هغوی ماته د بدۍ اور بلوي خو زه ورته په مقابل کې د عزت اور بلوم، که هغوی د غيبت له لارې زما غوښې خوري نو زه د هغوی د غوښو د خوراک څخه ځان ساتم، که هغوی زما عزت ړنګوي زه د هغوی عزت رغوم، زه له هغوی سره مخکينۍ کينې نه ساتم، څوک چې کينه ساتي د قوم مشر نشی جوړيدی.
⏺محمد امين شنقيطي رحمه الله وايي:
وإني لأكسو الخل حلة سندس*** إذا ما كساني من ثياب حِداده
ژباړه: زه دوست ته ورېښمني جامې وراغوندم که څه هم هغه ماته د خپلی اهنګرۍ جامې رواغوندي”.
⏺له عبدالمالک يا قيس بن عبدالمالک څخه روايت دی وايي:” عمر بن عبدالعزيز له مجلس څخه پاڅېد ، يو سړی چې په لاس کې يې (طومار) اوږده عريضه وه وروړاندې شو، خلکو ګمان وکړ چې امیر المؤمنين ته د زيان رسولو اراده لري دغه سړی وډار شو چې بندي يې نکړي نو طومار يې د عمر بن عبدالعزيز په مخ ولګېد او زخمي يې کړ.
راوي وايي: ما وينې ولېدې چې د مخ نه يې بهیدلي او لمر ته ولاړ وو، تر څو چې يې دغه طومار ټول ولوست ، د عریضه کونکی د اړتیا پوره کولو امر يې وکړ او خوشې يې کړ”.
⏺ابن القيم رحمه الله د بښنې او بدۍ په مقابل کې د نېکۍ کولو په هکله وايي: ” ما دشیخ الاسلام بن تيميه رحمه الله څخه پرته بل څوک د پورته صفاتو درلودونکی نه دی ليدلی، د شيخ مشرانو ملګرو به دهغه په اړه ویل: هغه خوښه ګڼله چې دخپلو دښمنانو سره د دوستانو په څیر واوسی، ما هغه نه دی ليدلی چې چاته يې ښېرې کړې وي بلکې ټولو ته به يې دعا کوله.
ما ورته يوه ورځ د هغه د لوی او سخت دښمن د مرګ خبر راوړو ، زه يې ورټلم او دا کار يې بد راغی او ويې ويل (انا لله وانا اليه راجعون) بيا سمدستي پاڅېد او دتعزيت لپاره د مړي کور ته لاړ او هغوی ته يې تسلي ورکړه او ورته يې وويل تاسو ما د هغه په ځای وګڼئ او که په کوم کار کې زما مرستې ته اړتيا لرئ نو زه تيار يم ، دغسې نورې د تسلى خبرې يې ورته هم وکړې.
نو هغوی ډېر خوشال شو، دعا يې ورته وکړه، ډېر قدر يې ورله وکړ ، الله پاک دې ورباندې رحم وکړي او له هغوی څخه دې راضي شي”.
⏺ ابن حبان رحمه الله ويلي: د هوښيار انسان لپاره ډير مناسب دي چې ټولو خلکو ته په بښنه کولو باندې ځان عادت کړي، د بدۍ په مقابل کې بدي پرېږدي ، د بدۍ دختمولو لپاره له احسان پرته بله غوره لار نشته،لکه څرنګه دبدۍ د زياتو لپاره د هغې په مقابل کې بدي کول دي.
ښايي ځينې داسې ګمان وکړي چې د توان او قدرته سره بدي کوونکي ته بښنه او هغه سره نيکي کول د انسان لپاره ذلت دی او د بې عقلانو د زيات تيري لپاره لار هوارول دي، خو دا خبره خطا ده، ځکه بښنه او حوصله هيڅکله د ذلت سره نشي پرتله کېدی ځکه ذلت په داسې شکل د خوارۍ او بدۍ قبلول دي چې د سړي کرامت او عزت له مينځه وړي، خو حوصله په داسې ډول له بدو کارونو سترګې پټول او تېرېدل دي چې د خلکو په سترګو کې د انسان مرتبه او هیبت لوړ کړي.
⏺بل شاعر وايي:
سياسة الحلم لا بطش يکدرها***فهو المهيب ولا تخشی بوادره
ژباړه: د صبر او حوصلی سياست هيڅ زور نه شي خړولی، له هغه څخه خلک ډاريږي او له نتېجې څخه يې وېره نشته .
عفوه د سخاوت احسان او کرم له مخې سره له قدرته د خپل حق پرېښودل دي، خو ذلت د وېرې او عاجزۍ له مخې انتقام نه اخېستل دي ، البته عفوه په دې حالاتو کې ښه کار نه دی او په حق انتقام اخېستل له هغې څخه غوره دی.