ژباړه: عبدالرقيب نوري
لومړی اصل- هر علت معلول او هر معلول علت لري
په ژوند کې هر څه د يوه دليل له امله واقع کيږي. تاسو به خبر اوسئ يا نه! خو هر علت معلول او هر معلول ځانګړي علتونه لري. په دې نړۍ کې د پيښې په نوم څه نشته.
دويم اصل- علت او معلول له ذهن سره تړلي دي
ټول علتونه او معلولونه ذهني دي. ستاسو فکرونه په واقعيتونه بدليږي، ځکه فکرونه خلق کوونکي دي. تاسو په هغه څه بدليدونکي ياست چې په اړه يې ډير فکر کوئ.
تل د هغه څه په اړه فکر کوئ چې زړه مو يې غواړي، خو د هغه څه په اړه هيڅکله فکر مه کوئ چې تاسو يې نه غواړئ.
دريم اصل- فکرونه په واقعيتونو بدليږي
ستاسو چاپيريال ستاسو د باطني نړۍ فزيکي انځور دی. په ژوند کې ستاسو اصلي دنده دا ده چې په باطن کې مو د خپلې خوښې نړۍ ورغوئ. په فکر کې مو د يو ايډيال ژوندانه انځور وکاږئ او دغه انځور تر هغو پورې درسره وساتئ چې ياد ايډيال ژوند مو په حقيقي نړۍ کې تحقق ومومي.
څلورم اصل- ظاهر او باطن يو له بل سره نيغې اړيکې لري
ستاسو باندنی ژوند ستاسو د باطني ژوند هېنداره ده. ستاسو د فکر د ډول او باطني احساساتو تر مينځ له يوې خوا او ستاسو د کړنو او باندنيو تجربو تر مينځ له بلې خوا نيغه اړيکه شتون لري.
پنځم اصل- باورونه
هر هغه څه چې تاسو پرې د زړه له تله باور لرئ په واقعيت بدليدونکي دي. تاسو په ټولو ليدونکو شيانو باور نه کوئ بلکه يوازې هغه څه وينئ چې پخوا مو د يو باور په توګه منلي دي.
نو بايد:
• په سر کې هغه محدودوونکي باورونه چې ستاسو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه پيښوي وپيژنئ…
• وروسته ټول له مينځه يوسئ!
شپږم اصل- ارزښتونه
ستاسو د کړنو څرنګوالی تل ستاسو له بنسټيزو ارزښتونو او ګروهو سره همغږی وي. دا چې تاسو په کومو ارزښتونو باندې باور لرئ، ستاسو له ادعاوو نه شي په ډاګه کيدای؛ خو په ځينو ځانګړو حالاتو لکه د غوسې پر مهال ستاسو د خبرو او کړنو له څرنګوالي څخه په ډاګه کيدای شي چې ستاسو ارزښتونه کوم دي.
اووم اصل- انګيزې
هر څه چې واياست او يا يې سر ته رسوئ، ستاسو له غوښتنو او باطني علايقو څخه سرچينه اخلي. دا کار ښايي په قصدي او يا غير قصدي ډول تر سره شي.
د بريا راز په دوو ټکو کې دی:
• د موخو ټاکل او د هغوی لپاره پلان جوړول؛
• د انګيزو په ګوته کول.
اتم اصل- غير قصدي فکرونه
ستاسو غير قصدي فکرونه د دې سبب کيږي چې ستاسو ټولې کړنې او خبرې د هغې الګو مطابق سرته ورسيږي چې ستاسو له ذهني انځور او بنسټيزو باورونو سره همغږې وې. ستاسو غير قصدي فکرونه کولای شي چې ستاسو په پرمختګ کې مرسته وکړي او يا دا چې د پرمختګ مخنيوی مو وکړي. پايله د غير قصدي فکرونو لپاره ستاسو په پلان او مديريت پورې تړلې ده!.
نهم اصل- هيلې درلودل
که پر خپل نفس باندې په باور لرلو سره د کوم څه د تر سره کيدو هيله لرئ، نو هيله مو پوره کيدونکې ده.
تاسو تل له خپلو هيلو سره په همغږۍ ګامونه اوچتوئ او هيلې مو د شاوخوا ملګرو پر کړنو او له تاسو سره د هغوی د چال چلن په څرنګوالي اغيز ښندي.
لسم اصل- په هيلو تمرکز ساتل
هر هغه څه چې تاسو پرې خپل ذهن بوخت کړی په واقعيت بدليږي. هر هغه څه چې تمرکز پرې وکړئ او تل يې په اړه فکر کوئ په رښتيني ژوندانه کې هم تحقق او پراختيا مومي. په دې اساس، بايد خپل فکرونه په هغه څه متمرکز کړئ چې د زړه له تله يې غوښتونکي ياست.
نور بيا…