ژباړه: انجنیر فرید عاطف
د نړې ترټولو لوړې ودانې شپږ کاله وخت ونیوه چې جوړه شي او د 2010 کال د جنوري په څلورمه نیټه یې پرانسته وشوه.دا ساختمان 828 m لوړ دی او ټول ساختمان یې اوسپنیز کانکریټي برج دی .دا د نړۍ په تاریخ کې ترټولو لوړ ساختمان جوړولو لومړنۍ هڅه وه . څرنګه چې دا لومړنۍ تجربه وه نو دې مسلې انجنیران اړ کړل څو ترټولو وروستي ټکنالوژي او نوی ساختماني ډیزاین وکاروي.
د برج الخلیفه څو ځانګړنې په لاندې توګه تشریح شوي .
برج الخلیفه د متحده عربي امارتو په دوبۍ ښار کې موقیعت لري.دا ودانۍ 160 پوړونه لري .شپږ پوړونه یې څنګ په څنګ اداري دفترونه دي .دوه پوړونه یې د لامبلو حوضونه دي .د برج الخلیفه ودانۍ په 280000 مترمربع یا 140 جریبه ځمکه کې جوړه شوې .په دې ودانۍ کې 700 اپارتمانونه د استوګنې لپاره جوړ شوي چې د 45 او 108 پوړونو ترمنځ دي.پاتې پوړونه تر 160 پورې ټول سوداګریز دفترونه دي.په برج الخلیفه ودانۍ ټول 20 بلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.په دې ودانۍ کې 250000 مترمکعب کانکریټ کارول شوي ،836000 مترمربع د ښیښه یې پردې دیوالونه لري او 27900 مترمربع فلزۍ پرده دیوالونه په کې کارول شوي .په دې ودانۍ کې ټول 39000 ټنه سیخ کارول شوی .او بلاخره دا ودانۍ په 22 میلیونه انساني کاري ساعتونو کې سرته بشپړه شوې ده.
د برج بڼه . Shape of the Tower
د برج الخلیفه ودانۍ ساختماني او مهندسي ډیزاین اساسي کارونه امریکايي انجنیر اډرین سمت(Adrian Smith) ترسره کړي .د برج الخلیفه اساسي ساختمان د شپږ ضلعې په بڼه ډیزاین دي چې درې وزرونه یا وینګز لري او چاپیره ترې راتاو دي.څومره چې برج پورته خیزې عرضي مقطع یې کمیږي .دا ساختمان 26 لارې لري چې ورپورته شي.
د برج الخلیفه ساختماني سیستم . Structural System of Burj Khalifa
برج الخلیفه په پلان کې د Y شکل کی دی .دا پلان داسې ترتیب شوی چې په ښه توګه کارګردګۍ ولري او د فارس خلیج یوه مکمله نما ورکړي.ددې ودانۍ بڼه او مخ پورته راکمیدل مرسته کوي څو په ساختمان باندې د بار قوې راکمې شي .ددې ودانۍ دا اوسنۍ بڼه له څو ازمایښتونو وروسته غوره شوې په کوم کې چې د تونل په شکل باد قوې واردې کړای شوي دي.د برج الخلیفه په ودانۍ کې لوړکارکردګۍ کانکریټ کارول شوي .ددې ودانۍ هر وزر یا وینګ د هغې بل وزر دفع کوي او مرکزي برخه یې د شپږ ضلعې په بڼه ده .
ددې ودانۍ مرکزي برخه د ټورژن قوو پروړاندې ښه مقاومت له ځانه ښایي .دا ساختمان داسې ډیزاین شوی چې د باد او نورو قوو پروړاندې په ښه شکل کار کولی شي .په برج الخلیفه ودانۍ کې دهلیزي دیوالونه دي چې له مرکزي برخې څخه د هغې وزر یا وینګ خواته غزول شوي دي .دا دیوالونه په وروستۍ برخه کې لکه د یو څټک په شان پیړ کړای شوي.دا دیوالونه د باد ،عرضي قوې او مومنټ پروړاندې داسې مقاومت کوي لکه په بیمونو کې قبرغې او تاقچې .په دې ودانۍ کې یو شمیر احاطوي پایې دي چې له میخانیکي چت سره نښلول شوي .د احاطوي پایو او چتونو ترمنځ دا نښلونه د چوکاټي بیمونو په واسطه ترسره شوي .دا چوکاټي بیمونه مرسته کوي څو له جانبي قووو سره په لوړ مقدار کې مقاومت وکړي.
په برج الخلیفه ودانۍ کې لوړکارکردګۍ (High Performance)کانکریټ کارول شوي چې دا پخپله د ودانۍ لوړ مداومت او نه نفوذ قابلیت تضمینوي.د ډبرو سکرو ،پورتلنډ سیمنټ او محلي ډکوونکو موادو سره یوځای د C80 او C60 مقاومت کانکریټ کارول شوي .د یانګ مودول یې 43800 N/mm2 دی .په دې ودانۍ کې ترټولو لوړ کانکریټ پمپونه چې لوړوالی یې تر 600m پورې دي کارول شوي .په دې کې ددې ډول پمپونو دوه پمپونه کاریدلي .څرنګه چې ددوبۍ دتودوخې درجه لوړه وي او په داسې ځای کې په کانکریټو کې د انقباض درز پیداکیدو احتمال ډیر وي نو کانکریټ اچونه یې ډیری وخت د شپې لخوا ترسره شوي .کله کله د کانکریټو مخلوط کې د یخ ټوټې هم کارول شوي څو مطلوبه تودوخه ورکړي.د کانکریټ اچولو په وخت د د هرکانکریټ پیمانې ازمایښت ترسره شوی.
د برج الخلیفه تهداب .
د برج الخلیفه بره ساختماني برخه یا superstructure په یو پراخه اوسپنیز کانکریټي فرشي تهداب باندې متکي ده .دا فرشي تهداب بیا په خپله په بور شوو اوسپنیز کانکریټي میخي تهدابونو باندې متکي دی .د فرشي تهداب پیړوالی 3.7m دی او په څلور جلاجلا طبقو په شکل کانکریټ ریزي شوی .د فرشي تهداب کانکریټومارک C50 دی کوم چې پخپله تخته کیدونکي کانکریټ یا self-consolidating concrete په شکل دي .په دې کې ټول 194 میخي تهدابونه کارول شوي .د میخي تهدابونو قطر 1.5m او اوږودوالی تقریبا 43m دی .هر میخي تهداب د 3000 ټنو بار اخستو ظرفیت لري.ټوله کانکریټ اچونه د ټریمي میتود په واسطه شوې.