بريالي کسان لاندې ځانګړنې لري:
• د درناوي او منندويۍ حس لري.
• صميمي وي.
• د هېرولو چل ورځي.
• د نورو برياوو ته ارزښت ورکوي.
• د نورو کسانو پرمختګ غواړي.
• خپلې نيمګړتياوې مني.
• هره ورځ مطالعه کوي.
• يادښتونه ساتي.
• د (څه وکړم؟) لړ ساتي.
• د هر چا په اړه څېړنه کوي.
• د نظريو په اړه خبرې کوي.
• مالومات شريکوي.
• خوښي څرګندوي.
• موخې ټاکي او د تر لاسه کولو لپاره يې پلان جوړوي.
• توپیرونو ته غېږ خلاصوي.
• دوامداره زدکړه کوي.
• د بدلون لپاره لرليد لري.
ـــــــــ
او پاتيالي کسان بيا لاندې ځانګړې لري:
• منتقد وي.
• د القابو مينهوال وي.
• ضدي وي.
• د برياوو کرېډت خپل ګڼي.
• ناکامي په نورو تاوانوي.
• هره ورځ ټلويزيون ګوري.
• وايي يادښت لرم؛ ولې په رښتيني توګه نه وي.
• له بدلونه وېره لري.
• فکر کوي؛ په هر څه پوهيږي.
• د خپلو هيلو په وزر سپور وي.
• د راکړې ورکړې له لرليد سره سمې کړنې کوي.
• د خلکو په اړه خبرې کوي.
• په پټه کې د نورو د ناکامۍ هيله لري.
• مالومات پټوي.
• نه پوهيږي چې څه شی جوړېدل غواړي.
• قهر څرګندوي.
• هېڅکله اهداف نه ټاکي.