ژباړه: مصطفی نور
۱. د پېښو د اهمیت د درک وړتیا درلودل، بې له دې چې د شاوخوا خلکو د رایو او عقایدو تر اغېزې لاندې راشي او یا په شخصي تعصب کې راګير شي.
۲. د پرېکړو جوړولو وړتیا ولري، بې له دې چې د ورپېښو شوو خطرونو په سبب له خپل مسیر او اصلي موخې څخه لاس پرېمينځي.
۳. د مسئولیت منل یا د ستونزو سره د مخامخ کېدو او مبارزې لپاره چمتوالی. دا امر د پرېکړو نیولو او ټینګارتیا سره ډېره نيږدې اړیکه لري، ځکه څوک چې مسئولیت مني، باید د پرېکړو لپاره په لازمه توګه توان او قدرت ولري، تر څو وکولی شي داسې پرېکړې وکړي، چې د سازمان په ګټه وي. برسېره پر دې مدیر باید د خپلو پرېکړو د پایلو په وړاندې مسئولیت ومني.
۴. د جوړولو ( تنظیمولو ) وړتیا. که چېرې مدیر د کار راتلونکو ابزارو څخه په مناسب ځای کې ګټه واخلي، د سازمان ډېری ستونزې به په خپله حل شي.
۵. انسان پېژندنه یا د هغو خلکو د پېژندلو وړتیا، چې ورسره کار کوي. د دې پېژندنې په ړنا کې د مدیر کړه وړه د کارکوونکو په مقابل کې بڼه اخلي.
۶. د هغه کارونو د کولو لیوالتیا ته انګېزه چې ده ته ورسپارل شوي وي. داسې مدیر کولی شي په کارکوونکو کې لازمه انګېزه را پیدا کړي.
۷. د اوږده مهال لپاره د کار کړلو قدرت بې له دې چې د ستړیا احساس وکړي. په حقیقت کې هغه څه چې د انګېزې په اړه راغلي، ډېری کارکوونکي د مدیر له کړو وړو سره خپل کړو وړو ته بدلون ورکوي او د کارکولو په طرز کې مدير خپله الګو ټاکي.
۸. په ځان باور، یعنې د دې منل، چې د قدرت خاوند یاستئ او کولی شی، په هغه تکیه وکړئ، خپل او د سازمان ستونزې پرې حلې کړئ. یعنې ځان په سمه توګه پېژني، له خپلو وړتیاوو څخه خبر دی او همدا دلیل دی چې پوهېږي او کولی شي د ډېرو شرایطو په مقابل کې ښه پرېکړه وکړي او د دې پرېکړې په وړاندې هېڅ وېره ونه لري.
۹. عاطفي بلوغ او د ضرورت په وخت کې کولی شي خپل عواطف او احساسات کنټرول کړي. هغه مدير د عاطفي بلوغ لروونکی مدیر بلل کېږي، چې وروسته د شرایطو د تحلیل او تجزيې څخه خپل احساسات ښکاره کړي.
۱۰. د همکارانو او په ځانګړې توګه د لاس لاندې خلکو د نظر اخیستلو لپاره د پراخې سینې درلودل د مدیر له ښو ځانګړتیاوو څخه دي، چې د نظر خاوندانو سره د هغو مسئایلو په اړه مشوره وکړي، کومو ته چې ضرورت لري او د هغوی معقولو نظرونو ته په پام سره پرېکړه وکړي.
۱۱. د پرېکړې کړلو او په کار کې حساب شوی قاطعیت ولري، په دې مانا، چې که چېرې مدير ته روښانه شوه، د یوه کار ترسره کول د سازمان په ګټه دی، د هغه په کړلو کې شک ته لاره نه ورکوي.
۱۲. د لاس لاندو په وړاندې په عادلانه توګه قضاوت. مدیر باید شرایطو ته په کتو سره د هر یوه کارکوونکي په اړه مخکې قضاوت په نظر کې ونیسي.
۱۳. مدیریت کې باید مخکښ او د مديریت له قدرت څخه برخمن وي، داسې شخصیت وي، چې د کارونو په کړلو کې تل لمړی شي او د نوي ارزښتونو په طرحه کولو سره د لاس لاندو د کار کړلو رهبریت پر غاړه واخلي.
۱۴. د سازمان د غړو په منځ کې، همغږي، تعادل او لیکه کولو قدرت ولري. په دې اساس لمړی باید ډاډ تر لاسه کړي، چې په سازمان کې کارکوونکي خپل کار ته وفاداره دي، تر څو وکولی شي، د هغې په په انسجام کې بریالی شي.
۱۵. نوښتګر وي او د کارموندنې له ځانګړتیاو څخه برخمن واوسي. د هر کار او فعالیت په پیل کې نوښت اړین دی.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.