لیکنه : محمد باسط امرخیل
(لمړۍ برخه)
د بریالیتوب یواځینی راز د موخې درلودل دي ، هرهغه څوک چې موخه نه لرې ژوند یې بې معنا دئ ، خپله بریالیتوب یعنې د موخې درلودل دي. فرق نه کوې چې په هره برخه کې وي، که شخصي ، مسلکي او یا هم کورنۍ موخې وئ.
موخې مو چې وټکالې تاسو د بریالیو کسانو په پل باندې پل کیښود او دې تر لاسه کولو لپاره یې ما ته د شهد سردار محمد دواد خان هغه خبره چې همیشه مې په ذهن کې ده ؛ دلته یې هم ذکر کوم چې وايې موخې او هدف ته درسیدلو یواځینۍ لار کلک هوډ نیول دي.
زه به تاسو ته د بریالیو کسانو راز ښکاره کړم چې ددوي د بریالیتوب پټ راز په څه کې دئ.
لویو بریالیتوبونو ته د رسیدو لپاره درې کلۍ عبارت دې له:
دموخو روښانول
د موخو روښانول
د موخو روښانول
هو له دې څخه ارزښتناک څیز نشته. په ټولیز ډول په ژوند کې زمونږ بریالیتوب له دې سره تړلی دی چې په کومه اندازه هغه څه چې واقعآ تاسو یې غواړئ تاسو ته روښانه وي.
په هره برخه کې ۸۰ سلنه بریالیتوبونه او نېکمرغۍ د موخو د روښانۍ پایله ده او نه شتون یا لږوالی یې له بل هر فکټور څخه ډیر د نه بریالیتوب او نهیلۍ سبب کیږي. همدا سبب دی چې وایي :”بریالیتوب یعنې موخه لرل . نور هر څه ددې تفسیر دی.” هغه وګړي چې روښانه او څرګندې موخې لري په ډیر لږ وخت کې داسې موخو ته لاسرسي پیدا کوي چې بې موخې وګړي یې تصور هم نه کوي. دا موضوغ په هر ځای او هر ډول شرایطو کې رښتینې ده.
د سروزرو کلي:
یوه تر ټول ډیره مهمه مسلّه چې زه خپله ورسره مخ شوی یم، او زما موخې ته د رسیدو لپاره خڼد جوړ شوی او زه یې نه یم پریښی چې په اسانۍ سره موخې ته ورسیږم ، د انظباط نه درلودل دي، د انظباط غوره تعریف دا دی : ‘په وخت سره د لازمو کارونو تر سره کول؛ که دترسره کولو یا نه ترسره کولو علاقه یې ولرئ یا ونه لرئ. خو خبره دا هم ده د هغو کارونه ترسره کول چې خوښیږي مو آسانه دي، خو ډیر وخت د هغو کارونو ترسره کول چي خوند ورڅخه نه اخلئ ( Boring) وي کولی شئ خپل ژوند ته لوړتیا ورکړئ.
په خپله برخه کې لوړې او وروستۍ څوکۍ ته درسیدو لپاره باید څه ډول پریکړې وکړئ؟ دا پریکړې هر څه چې دي له همدا نن څخه یې پیل کړئ.
خپلې موخې ولیکئ او بیا یې ولیکئ :
هر څومره چې ډیرې خپلې موخې ولیکئ او بیا یې ولیکئ او د هغوی په اړه فکر وکړئ، ستاسو په ذهن کې ډیرې روښانه کیږي. په دې صورت کې ښایي دیر به هغو کارونو ته مخه کړئ چې تاسو خپلو موخو ته نږدې کوي او په نه اړوند کارونو به ډیر لږ وخت ولګوئ.
څه ناڅه (تقریبآ) په سلو کې درې وګړي لیکل شوې موخې او پلانونه لري چې هره ورځ ورباندې کار کوي. کله چې تاسو خپلې موخې لیکئ ، د دې ډلې له ترټولو بریالیو وګړو څخه ګڼل کیږئ او په ډیره چتکۍ سره به هغو پایلو ته ورسیږئ چې دوی رسیدلې دي.
نوټ: راتلونکي لیکنه کې به موخو ته د رسیدو اوه مرحلو باندې بحث وکړو.
نیټه: لوي اختر شپه، کمپنۍ September-11-2016