ژباړه : عطا محمد میاخېل
په بېلابېلو ټولنو کې ډېر زیات کسان شتون لري، چې په ډېرو هڅو او کوښښونو سره نه دي توانېدلي، چې د خپلې خوښې مقام ته ورسېږي، په بریالیو انسانانو باندې د نیوکې په موخه خوله پرانیزي او د هغوی بریا ته د بد بینۍ او کرکې په سترګه ګوري .
د دې ماتې خوړل شوي انسانانو ذهنیت په داسې ډول دی، چې بریالي کسان یو موټی بې رحمه او مقام غوښتونکي ګني، چې په فرصت طلبۍ سره په دې باندې توانېدلي، چې بریا او شتمني ترلاسه کړي؛ خو که چېرې په سمه توګه ځیر شئ، نو دې ته به مو پام شي، چې بریالي انسانان معمولاً زړه خوږي او مهربان دي، چې له خپلو شاوخوا خلکو سره هر راز مرستې ته چمتو دي . بریالي انسانان تل هڅه کوي، چې د خپلو مثبتو افکارو په مټ منفي افکار له منځه یوسي او له خنډونو څخه په تېرېدو سره خپلو موخو ته ورسېږي .
اوس دا پوښتنه را منځته کېږي، چې د بریالیو او ناکامو کسانو ترمنځ کوم توپیر شتون لري ؟ او کومو فکتورونو دا کسان په دوه بېلابېلو ټاپو ګانو کې مېشت کړي دي ؟
د ناکامو کسانو ځینې ځانګړتیاوې :
ـــ په نورو باندې نیوکه کوي .
ـــ خپل قار او غوسه څرګندوي او په حقه شخصیت لري .
ـــ د خپلو ماتو له پاره نور ګرم بولي .
ـــ له بدلون څخه وېرېږي .
ـــ له نورو سره کینه کوي .
روښانه او څرګنده ده، که چېرې خپل ټول وخت له خپلو شاوخوا خلکو څخه د کرکې له پاره ولګوئ، په ډاډ سره ویلی شم، چې بریا، فردي او ټولنیز مقام ته، چې وړ یې یاستئ، وبه نه رسېږئ .
د بریالیو کسانو ځینې ځانګړنې :
ـــ بریالي کسان نور هغه ډول مني، لکه څنګه چې دي . د بښنې او تېرېدنې خاوندان دي، نورو ته درنښت لري او هغوی ته ارزښت ورکوي .
ـــ خپل معلومات او نظریې له خپلو شاوخوا خلکو سره شریکوي .
ـــ په خلاصه او پراخه غېږه د بدلون هرکلی کوي او تل د زده کړې او پرمختګ په لور روان دي .
کېدای شي د بریالیو انسانانو له پاره وړاندې شوې ځانګړنې د ټولنې د ډېری کسانو له عادي ذهنیت سره همغږي ونه لري، خو که چېرې په ډېرې ځیرکتیا د هغو انسانانو ژوند ته وګورئ، کوم چې یوازې په خپلو هڅو او ارادې سره توانېدلي، بریاو ته ورسېږي، په ډېرې ساده ګۍ به وپوهېږئ، چې دا ځانګړتیاوې، د دې انسانانو د ژوند په ټولو اړخونو کې شتون لري او په یوه ډول د دې انسانانو د بریا د کلۍ په پاچا باندې بدلې شوي دي .
ډاډه اوسئ، چې په ښېګڼې، خوشالي او مثبت اوسېدلو سره کولای شئ، چې تر ټولو غوره او بریالي ژوند ته ورسېږئ .
You also might be interested in
ژباړه: عطا محمد میاخېل پلار یا مور اوسېدل د[...]
لیکنه: شریف شاهین بریالیتوب د خوښۍ راز دی. هر څوک[...]
لیکنه: عطا محمد میاخېل الهام په لغت کې د یوڅیز[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی