ژباړه: حمید الله حمیدي
۱- هرشپه مخکې له ویده کېدوه دغه جمله له ځان سره و وایئ: زه نن په دې دلیل(………………..) خوشاله وم او د خدای پاک شکر ادا کړئ.
۲- لږ تر لږه د ورځې درېیو کسانو ته داسې خبرې وکړئ، چې د خوشالۍ احساس وکړي او د دعا کولو لپاره ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ.
۳- له ځان سره پرېکړه وکړئ، چې له داسې کسانو سره ملګرتیا وکړئ، چې ټول وخت مثبت فکر کوي، که نه نو له منفي بابه خلکو سره ګرځېدل مو له پرمختګه پاتې کوي، په داسې حال کې، چې په خپل ځان به پوه شوي هم نه وی.
۴- د باران اوورېدو په وخت کې بې له چطرۍ وګرځئ، پرېږدئ، چې ماشومتوب مو در په یاد شي.
۵- نړۍ خدای پاک مدوره پیداکړې یعنې همیشه د ګرځېدو په حال کې ده، تر څو انسان ته وښایي: ( هغه وخت، چې فکر کوې چې نور نو د نړي وروستۍ برخې ته رسېدلی یې، خو ته په هماغه ځای کې یې، شروع دې کړې ده.»
۶- ډیر څه شته، چې په یو ځل نه تر سره کیږي، که په ریښتیا غواړئ، چې یو څه لاسته راوړئ له یو واره ډیر کوښښ وکړئ.
۷- د بریالیو کسانو لپاره په یوه اونۍ کې «۷ نن» شته خو د ناکامو کسانو لپاره بیا په یوه اونۍ کې « ۷ سبا» واړه توپیرونه لویې بریاوې زېږوي.
۸- مینه خپلو موخو ته د رسېدو تر ټولو ښه وسیله ده، که غواړئ خپلو موخو ته په ریښتیا ورسېږی نو مینه ور سره ولرئ.
۹- د ملګرو په هیلو پورې مو مه خاندئ، کېدای شي ستاسو خندا د دې سبب شي، چې د ملګري مو له خپلو هیلو زړه سوړ شي، د خندا پر ځای ورته مثبته انرژي ورکړئ.
۱۰- د اونۍ یوه ورځ مو د خپلو بریاوو او ښو خاطرو د نمانځلو لپاره ځانګړې کړئ، تر څو د نورو بریاوو دروازه مو پر مخ خلاصه شي.
۱۱- ورځ مو په خوښۍ، مثبت فکر او پوره انرژۍ پیل کړئ د ستنې د سپم په اندازه هم په خپل فکر کې غوسې ته ځای مه ورکوئ.
۱۲- له خوش اروا او داسې ملګرو سره راشه درشه وکړئ، چې په لیدو مو یې روح تازه کیږي، خپلې خوښۍ مو له نورو سره شریکې کړی، تر څو څو برابره شي.
۱۳- په ارامۍ سره ډوډۍ وخورئ، خوند او رنګ ته یې پوره پام وکړئ، داسې چې خوندې يې تر غاښ لاندې حس کړئ، تر څو له ډوډۍ مو پوره خوند اخیستی وي.
۱۴- که مو ملګرو درته اړتیا پیدا کړه د توان تر حده یې لاس نیوی وکړئ، ځکه له نورو سره مرسته انسان ته ذهني، فکري او د زړه سکون ورکوي، له دې سکون څخه هم ځان مه محروموئ.
۱۵- هېڅ کله هم منفي فکر مه کوئ، ځکه ستاسو فکر، چې کوم منفي زېګنالونه خپروي له اړوند کار سره مو په مستقیم ډول تړلي دي، نو هر څه په خپل لاس مه خرابوئ، تل مثبت فکر وکړئ.
۱۶- په خبرو کې مو تل له ښې روغتیا، خوښۍ، او ثروت څخه خبرې وکړئ، په خپل ځان او ملګرو کې د ښه توب حس ژوندی او پیدا کړئ.
۱۷- موخې ته د رسېدو لپاره مو د « زه نه شم کولای» له جملې سره خدای پاماني وکړئ او خپلې بریاوې مو په یاد راولئ.
۱۸- له خپله ځان سره مینه وکړئ، کله چې پر ځان مین شوئ دا مینه به تل در سره وي.
۱۹- موږ چې کومې خبرې کوو په دې کې پوره قدرت او وړتیا پرته ده. په موږ کې ډیری داسې کسان شته، منفي فکر لري او منفي خبرې کوی راځئ له نن وروسته، تل مثبتې خبرې وکړو او له منفي خبرو سره خدای پاماني وکړو.
۲۰- هره ورځ هغه څه، چې غواړی ویې لرئ له ځان سره یې تکرار کړی او له ځان سره داسې فکر وکړئ، چې ګواکي دا شی لرئ.
You also might be interested in
لیکوال براین تریسي ژباړه او زیاتونه: حمیدالله حمیدي د وخت[...]
لیکواله: ډاکټر اناهیتا ژباړن: حمیدالله حمیدي ډېری کسان په دې[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي نن، د خداي پاک په فضل او[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی